تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زموږ د محبوب ﷺ د پوهولو طریقه
 
  November 11, 2015
  0

  لیکوال: استاد نورالله خان احمدزی


          یوځل حضور صلی الله علیه وسلم مسجد نبوي ته تشریف فرمایلی وو ـ او صحابه کرامو هم شتون درلود ـ دغه وخت کې یوه کلیوال کس مسجد نبوي ته ننوت، د راتلو سره یې په تلوار تلوار لمونځ وکه او وروسته یې دا عجیبه دعا وکړه چې:  اَللَّهُمَ ارْحَمْنِیْ وَ مُحَمَّدًا وَلاَ تَرْحَمْ مَعَنَا اَحَدَا... 

 اې الله! پرما رحم وکړه او په محمد صلی الله علیه وسلم باندې رحم وکړه او زموږ نه علاوه په هیچا رحم مکوه.

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دا دعا واورېده نو ویې فرمایل چې تاسو خو د الله تعالی رحمت ډېر تنګ او محدود کړ چې یوازې دوه خلکو باندې رحم وکړه، او پر بل هیچا رحم مکوه، حالانکه د الله تعالی رحم ډېر پراخ ده.

لږ وروسته همدغه کلیوال کس د مسجد په صحن یا انګړ کې کښیناست او متیازې یې وکړې ـ اصحاب کرامو رضي الله عنهم چې دا کس ولیده نو د هغه خواته یې رامنډې کړې، نږدې ول چې دا کس ووهي، په دغه وخت کې حضور صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې لاَتَزْرِمُوه.  (مسلم شریف).

       یعنې دغه کس له متیازې کولو څخه مه منع کوئ.

یعني کوم کار چې د کولو وو ـ  هغه کار وشو ـ او پوره متیازې دې وکړي، دغه کس مه وهئ ـ او هغه وفرمایل چې تاسو د خلکو د خیر غوښتو او آساني لپاره رالیږلي شوي یي، د سختۍ لپاره یې تاسو هیڅکله نه یي استولي، لهذا اوس لاړ شئ  مسجد په اوبو سره پاک کړئ ـ بیایې هغه راوغوښت او ویې پوهولو چې، مسجد د الله تعالی کور ده، د داسې کارونو لپاره نده، لهذا ستاسو دا کار  سم ندی، راتلونکي کې داسې کار مکوه.  (مسلم شریف).

رښتیا هم چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ډیر خواخوږی شخص وو، پر ښځو او بې وزلو ډیر زړه سواند وو، دارنګه هغه هیڅکله نه خوښول چې پر چا دې ظلم وشي، تل  د انسانانو د ښه ژوند او ښه رتلونکي په غم کې لګیا وو. 

          د هغه مبارک ځواب د هر چا لپاره یو ډول وو، هغه تل د انصاف او عدل پر بنسټ خبرې کولې دا یې نه غوښتل چې څوک ور څخه خفه شي. 

یو ځل بي بي فاطمې رضی الله عنها د کور د کارونو لپاره ورغله او شکایت یې وکړ چې ورته کوم خدمت کوونکې ورکړي، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: کله چې اصحاب صفه وږي او تږدي ناست وي، نو زه څنګه تاسو ته خدمت کوونکې درکړم...! یعنې له حضور صلی الله علیه وسلم سره د نورو صحابوو او ټول امت فکر او غم وو، داسې نه وو چې یوازې د خپلې کورنۍ او خپلوانو غم وخوري، بلکه: هر کس ته به یې د هغه د تقوا او دیني مقام په لحاظ کتل او هم هغسې به یې ورسره تعامل کولو.

           لنډه دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول ژوند له برکتونو او سترو سترو درسونو ډک وو،

که هغه د ده لوړ اخلاق ول، په عدل او انصاف کې قاطع او ټولې پریکړې یې د عدل او انصاف پر بنسټ وې،

ډیر زړور او شجاع شخصیت وو او په دغه برخه کې یې هم ساری نلرلو،

په ورکړه او بښنه کې تر ټولو مخکښ وو ـ که د هغه د خپل کور ژوند وو یا له صحابوو سره د هغه راکړه ورکړه او هغوی سره وخت تیرول وو، 

هغه مبارک به د خپل بدن د روغتیا ډیر خیال ساتلو او صحابوو ته به یې هم د ښې ورغتیا سپارښتنې کولې،

په تواضع او عاجزي کې یې ساری نلرلو، 

پر ملګرو ډیر مهربان وو،

له الله تعالی څخه یې ډیره ویره وه داسې ویره چې د انسان په ذهن کې هم نه راځي د تقوا او زهد یوه ستره نمونه وه،

په عباداتو معاملاتو معاشرت جهاد تجارت او هره برخه کې یې څوک ثاني نه وو، 

ډیر مهربان او زړه سواند وو. 

 نو هر مسلمان ورور او خور ته پکار دي چې په خپل ژوند کې نبوي اخلاق او کړنلارې خپلې کړي او هغه لاره چې، مبارک صلی الله علیه وسلم د خلکو د پوهولو لپاره غوره کړې وه هم هغه لار باید موږ ټول را ونیسو، کیچرته  په ژوند کې کومه ستونزه وي یا د خلکو د پوهولو خبره وي، نو هم ورته دریځ خپل کړو کوم چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خپل کړی وو.

دا وو زموږ د محبوب صلی الله علیه وسلم د ژوند یو څو لنډ مثالونه چې تاسو ته مو وړاندې کړل. دعا وکړئ چې موږ او تاسو ټولو ته په دغو عمل را نصیب کړي اوهمدارنګه د ښو اعمالو د ترسره کولو او ښه عبادت  کولو توفیق هم راکړي.  

ربنا تقبل منا انک انت السمیع العلیم.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته