تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کالکي اوتارا کتاب وړاندویني
  تعلیم الاسلام
  March 6, 2017
  0

 لیکوال : آی . ایچ . مغول

ژباړن: نثار احمد صمد/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 کالکي اوتار په هند کي چاپ سوی کتاب « کالکي اوتارا » په نړۍ کی یوه لړزه او هنګامه راپیدا کړې ده . په دې کتاب کی ویل سوي دي چی د هندوانو په مذهبي کتابو کي چي د کالکي اوتار کومه یادونه سوې ده ، هغه وروستی رسول حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی .که د دې کتاب لیکوال کوم مسلمان وای ، نو تر اوسه به په جېل کي بندي وای او پر دغه کتاب به بندیز لګېدلی وای . خو د دې کتاب لیکوال « پنډت وید پرکاش » یو برهمن هندو دی چی د الله آباد پوهنتون علمی غړی دی .
 
 دئ د سنسکریت ژبی مشهور څیړونکی او یو پوهاند دی . ده خپله دغه څیړنه د هیواد اتو مشهورو څیړونکو پنډتانو ته وړاندی کړه چی هر یو په خپله خپله څانګه کی مستند او مدلل پیژندل کیږی . نوموړو پنډتانو په ډیر غور د دې کتاب تر مطالعې او څیړنی وروسته ومنل چی په کتاب کی وړاندی سوي حوالې مستندي او مؤثقی دي . هغوی د خپلي څیړني عنوان « کالکي اوتار » یعني د ټول کاینات لارښوونکی وټاکی .
 
د هندوانو په مهمو دیني کتابو کي د یو ستر لارښوونکي ذکر سوی دی چي « کالکي اوتار » یې بولي او د هغه څخه مطلب محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم دی چي په مکه کي پیدا سوی دی . فلهذا ، ټول هندوان چي هر ځای اوسیږي ، باید نور نو کوم « کالکي اوتار » ته منتظر نسي بلکي باید اسلام قبول کړي او د وروستي رسول (صلی الله علیه وسلم) پر پل رهي سي چي ډیر پخوا د خپل مأموریت او رسالت تر بشپړولو وروسته له نړۍ څخه کوچېدلی دی .
 
پنډت وید پرکاش د خپلی دغه ادعا د دلیل له پاره د هندوانو د مذهبي کتاب « وید » لاندینۍ حوالې په دلایلو سره وړاندی کړي دي:
 
۱ ـ د « وید » په کتاب کی لیکلي دي چی « کالکي اوتار » به د بګوان له خوا وروستی لارښوونکی وي چي ټولي نړۍ ته به لارښوونه کوي .
 
پنډت وید پرکاش د دغو کلماتو تر را اخیستلو او حوالې وروسته وایي چي دا یوازي د محمد صلی الله علیه وسلم په هکله صدق کوي .
 
۲ ـ د دې هندو دیني کتاب د پیش ګویي له مخي به « کالکي اوتار » په یوه ټاپو ( جزیره ) کي زوکیږي . خو دا هماغه عربي جزیره سیمه ده چي « جزیرة العرب » نومیږي .
 
۳ ـ په همدې کتاب کي لیکل سوي دي چي د « کالکي اوتار » د پلار نوم به « وشنو بهګت » او د مور نوم به یې « سومانب » وي . په سنسکریت ژبه کي « وشنو » د خدای په معناوو سره استعمالیږي او « بهګت » د غلام او بنده په معنی دی . لکه څنګه چي په عربي ژبه کي د « وشنو بهګت » معنی او مفهوم د الله بنده یعني « عبدالله » دی . همدا راز ، په سنسکریت ژبه کي د « سومانب » مطلب امن دی چي په عربي ژبه کي به « آمنه » سي . موږ ګورو چی د وروستي رسول (ص) د پلار نوم عبدالله او د مور نوم آمنه دی .
 
۴ ـ په « وید » کتاب کي لیکلي دي چي « کالکي اوتار » به زیتون او خرما استعمالوي . دا دواړي میوې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) خوښي وې . 
 
« وید » زیاتوي چي هغه به په قول کي رښتین او امین وي . نو لکه چي معلومه ده ، په مکه کي د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له پاره د صادق او امین لقب استعمالېدی .
 
۵ ـ د « وید » له مخی به کالکي اوتار د خپلي منطقې د عزتمن کهول او ټبر څخه وي . او دا هم د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په باره کي صحیح ثابتیږي . هغه دا چي رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د عزتمن قریش ټبر څخه و چي په مکه کي تر ټولو زیات محترم قوم وو .
 
۶ ـ دوی لیکي: زموږ کتاب وایي چي بګوان به « کالکي اوتار » ته د خپل خاص استاځي په واسطه په یو غار کي ښوونه وکړي . په دې ارتباط هم دا ثابته ده چي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په مکه کي هغه یوازینی شخصیت دی چي د حِرا په غار کي یې د خپلی ځانګړي فرشتې یعني حضرت جبرایل علیه السلام په واسطه تعلیم ورکړ .
 
۷ ـ  لیکوال لیکي: زموږ د بنسټیزي عقیدې له مخی به بګوان « کالکي اوتار » ته تر ټولو خورا ګړندی آس عطا کړي چي پر هغه به سپور سي او د مځکی او اوو آسمانو سفر به په وکړي . نو آیا د حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) له خوا « معراج ته پر بُراق باندي سفر » همدا نه ثابتوي ؟
 
۸ ـ لیکوال لیکي: موږ په دې عقیده او یقین یو چي بګوان به د « کالکي اوتار » ډیره مرسته وکړي او هغه ته به ډیر قوت عطا کړي . موږ پوهیږو چي د بدر په جنګ کي الله تعالی د محمد صلی الله علیه وسلم سره د ملایکو په ذریعه کومک وکړ (دغه ډول په ډيرو غزاګانو کي غیبي امداد ورسره سوی دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم د روم او فارس د امپراطوریو د فتح زیری صحابه کرامو ته ورکړه چي بالاخره دا دواړي ستري امپراطورۍ هم مسلمانانو فتح کړې).
 
۹ ـ لیکوال لیکي: زموږ د ټولو مذهبي کتابو له مخی به « کالکي او تار » په آس سورلۍ ، غشي ویشتلو او توره وهلو کي ماهر وي . پنډت وید پرکاش چي پر دغه ماده کومه تبصره لیکلې ده ، ډیره مهمه او د غور وړ ده . دئ لیکي چي د آسونو ، تورو او نیزو زمانه ډیر پخوا تیره سوې ده . نن د ټانک ، توپ او راکټ غوندي وسلو د استعمال عصر دی . پس دا معقوله نه ده چي موږ د همدغسي « کالکي اوتار » د راتګ انتظار ولرو .
 
لیکوال لیکي: نو حقیقت دا دی چي په مقدسو کتابو کی د « کالکي اوتار » ښکاره اشارې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په هکله دي چی په نوموړو ټولو جنګي فنونو کی یې بشپړ مهارت درلود . د ټانک ، توپ او راکټ په دې عصر کی د آس سپاره ، توره وهونکې او غشي ویشتونکې کالکي اوتار انتظار یو حماقت دی . 
 
 سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
(که څه هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت دلایل د هندواڼو کتابونو ته اړتیا نلري خو بیا هم د یوه هندو محقق لخوا دا ډول اعتراف کول او د خپلو کتابو له مخي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم نبوت منل د هندوانو لپاره د غور او فکر خبره ده).
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته