تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولی وشرمېږم ؟!
  تعلیم الاسلام
  September 2, 2016
  0
ولی وشرمېږم ؟! 
 
ليکنه: نثاراحمد «صمد»
 
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
ګوره، تا چي په داسي حیرانتیا راڅخه وپوښتل، نو اوس دي ځوابونه هم واوره!
 
لومړی ـ کله چي خلک د موبایل (تلیفون) په کوچنیو غوږیو کي د موسیقي له اورېدو نه شرمېږې، نو زه ولي په خپل موبایل کي د قرآنکریم په اورېدلو وشرمیږم؟
 
دوهم ـ کله چي ځوان هلکان د خپلو سرونو او ږيرو په خطکشي کولو، د خپلو ورېځو په جوړولو او پر بدن باندي د شنو خالونو ( ټېټو ) په انځورولو نه شرمیږي، نو زه ولي د محاسنو او اسلامي ږیري په لرلو وشرمېږم؟
 
دریم ـ کله چي پېغلي او ښځي د خپلو اندامونو او حساسو غړو په لوڅولو یا ښکاره کولو نه شرمیږي، نو زه ولي د بدن په پوښلو او حجاب اغوستلو وشرمېږم؟
 
څلورم ـ کله چي پېغلي او ځوانان د فاسدو غربي هنرمندانو په تقلید نه شرمیږي، نو زه ولي د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په سنت او د اصحاب کرامو په پیروۍ وشرمېږم؟
 
پنځم ـ کله چي خلک ( ښځي او نارینه ) په مجلسونو یا مېلمستیاوو کي په لهو لعب ویلو، غیبت کولو او بېهوده ویلو نه شرمیږي، نو زه ولي په مجلسونو او میلمستیاوو کي د الله (جل جلاله) په ذکر او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په درود ویلو وشرمېږم؟
 
شپږم ـ کله چي خلک د شیطان لمانځلو د تبلیغ او هوس لمسونکو خبرو څخه نه شرمېږي، نو زه ولي د پاک اسلام له دفاع څخه وشرمېږم؟
 
اووم ـ کله چي ځوانان او نجوني نامحرمو ته له پټ او ښکاره کتلو نه شرمیږي، نو  زه ولي نامحرمو ته په نه کتلو او سر کښته اچولو وشرمېږم؟
 
اتم ـ کله چي فاسد ځوانان د فسق او فساد له تبلیغه نه شرمیږي، نو زه ولي د خپل سپېڅلي دین له تبلیغولو وشرمېږم؟
 
نهم ـ کله چي نور د بدو او منفي مطالبو له خپرولو یا شېر کولو څخه نه شرمیږي، نو زه ولي د اسلامي مطالبو د خپرولو یا شېر کولو څخه وشرمېږم؟
 
لسم ـ کله چي زلمیان، پیغلي، حتی پوخ سِنه کسان په واده او ښادۍ کي پر سټېج یا د هغه مخته په نڅېدلو او پورته پورته غورځېدلو نه شرمیږي، نو زه ولي دباندي په لمونځ کولو او استغفار ویلو وشرمېږم؟
 
اوس پوه سوې چي زه ولي د خپلو نېکو کارونو په کولو نه شرمېږم بلکي ویاړم؟
 
 
------------------------------------------------------
 
مأخذ: د لیکوال اثر (اخلاقی کنایې ـ دریم جلد، ناچاپه)
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته