تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د لمانځه شروط، ارکان، واجبات، او سنتونه
 
  January 25, 2016
  0

 
لیکنه: قاري عبدالبصیر «حکیمي» او قاري کریم الله «کریم»
 
دشروط الصلوة پښتو ترجمه
 
 
د لمانځه شرطونه اته (۸) دانی دی . 
 
۱ :-  په پاکو اوبو اودس کول دی که اوبه نه وی نو بیا تیمم وهل دی په پاکه خاوره .
۲ :- دجامی پاک والی دی دسپکی او درنی مرداری څخه .
۳ :- دهغه ځای پاکوالی دی چی لمونځ پر کیږی .
۴ :- دبدن پاکوالی دی دبولو او ګنګیو څخه او هغه مرداری چی ددی په مثال وی .
۵ :- دعورت پټول دی دنر عورت لاندی له نو څخه تر ځنګنو  پوری ښځه ټوله عورت ده خو مخ یی لاسونه یی اوپښی یی ندی عورت لاسونه تربندو  پښی تر بیجیلکو پوری .
۶ :- مخ قبلی ته ګرځول دي .
۷ :- نیت کول دی .
۸ :- دلمانځه وختونه پیژندل دي . 
 
هرهغه څوک چی ددغه اتو( ۸)شرطوڅخه یوشرط پریږدی که په هیره یاپه قصد سره وی لمونځ یی نه صحیح کیږی .

د لمانځه ارکان شپږ (۶) دانې دي .

۱ :- دلمانځه دشروع الله اکبر یا تکبیر تحریمه دی .
۲ :- ولاړه ده .
۳ :- قرائت دی .
۴ :- رکوع ده .
۵ :- سجده ده .
۶ :- اخیری ناسته ده . 
 
هرهغه څوک چی ددغه شپږو (۶) ارکانو څځه یورکن پریږدی لمونځ یی فاسدیږی او بیابه لمونځ دسره راګرځوی .
 
د لمانځه واجیبات اوو (۷) دانې دي.

۱ :- الحمد الله ویل دي.
۲ :- اوله ناسته ده .
۳ :- په اخیره ناسته کی التحیات ویل دي .
۴ :- دقرائت په زوره ویل دی دامام په هغه ځای کی چی په زوره ویل کیږي.    لکه    سهار،    ماښام، ماخستن.
۵ :ـ- دقرائت کرار ویل دی په هغه ځای کی چی قرائت کرار ویل کیږي.     لکه   ماپښین،   ماځیګر.
۶ :- په وترو کی دعاءقنوت ویل دي.
۷ :- درکنونو اراموالی (کرار والی) دي.

هرڅوک چي له دغه اوو (۷) واجیباتو څځه یوشی په قصده سره پرېږدي شی نه پرلازیمیږي خو لمونځ یې له زیانه سره دی .
 
البته لمونځ راګرځول واجب دي، که يې راو نه ګرځوي ګناه کاره کیږي خو که يې په سهوه سره پرېږدي لمونځ يې ناقص دی، سجده سهوه به کوي. (فقه المیسر)
 
یادونه: د لمانځه نور واجبات هم سته چي د فقهي په نورو کتابونو کي ذکر سوي دي هلته دي وکتل سي.
 
د لمانځه سنتونه څورلس (۱۴) دانې دي .

۱ :- په اول الله اکبر سره دلاسوګوتي پورته کول او بټه ګوته دغوږو نرمی ته وروړل .
۲ :- راسته لاس پرچپه لاس ایښودل دي ترنو یانامه لاندي.
۳ :- سبحان الله ویل دي.
۴ :- اعوذ باالله ویل دي.
۵ :- بسم الله ویل دي .
۶ :- آمین ویل دي .
۷ :- سمیع الله والمنحمده ویل دي .
۸ :- ربنا لک الحمد ویل دي .
۹ :- تسبیحات په رکوع کی ویل دي .
۱۰ :- تسبیحات په سجده کی ویل دي .
۱۱ :- په اوله ناسته کی دالتحیات ویل دي .
۱۲ :- په اخیری رکعتونو کی دالحمد الله ویل دي .
۱۳ :- الله اکبرونه یاتکبیرونه دی ماسیوه دتکبیر تحریمه څخه .
۱۴ :- سلام ګرځول دي . 

هرڅوک چی ددغه څورلسو (۱۴) سنتونو څخه یوسنت په قصده یاپه هېره سره پریږ دي شی نه پر لازمیږي . البته ددغو سنتو مراعتول پکار دي ترڅو د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په قول عمل وسي او لمونځ ښه کامل سي.
 
 
--------------------------
اړونده ليکنه:
 
لــــــــــــمونځ
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته