تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ګټي حق
 
  February 8, 2016
  0

د ګټي حق
 
د مُضَارِب دوهم حق ټاکل سوى مقدار ګټه ده ، په صحيح مُضَارَبَت که ګټه وسوه نو د هغي څخه څومره مقدار چي د مُضَارِب د پاره ټاکل سوى دى هغوني د مُضَارِب حق کيږي ، خو که ګټه يې  ونکړه نو بيا مُضَارِب د هيڅ شي حق نلري.

د مُضَارَبَت ګټه هغه مهال را څرګنديږي چي وېش وکړي، د مُضَارِب او رب المال تر منځ هغه وېش معتبر دى چي رب المال خپل راس المال قبض کړي.

مثال : زيد و بکر ته لس لکه افغانۍ په مُضَارَبَت ورکړې او کال وروسته يې حساب وکړ ، درې لکه افغانۍ يې ګټه کړې وه، نيمه ګټه يعني يو لک او پنځوس زره افغانۍ يې زيد ته ورکړې او يو لک او پنځوس زره افغانۍ بکر واخيستي، زيد خپلي لس لکه افغانۍ قبض نکړې بلکي مُضَارَبَت ته يې ادامه
 
پسي ورکړه، په دوهم کال کي يې څلور لکه افغانۍ تاوان وکړ، په دغه تاوان کي اول د تېر کال درې لکه افغانۍ ورکول کيږي پاته يو لک افغانۍ د زيد د مايې څخه کميږي، د تير کال وېش يې ځکه ندى معتبر چي په هغه کي زيد خپله مايه د بکر څخه نده قبض کړې.

که په اول کال بکر زيد ته د هغه لس لکه افغانۍ يو ځلي تسليم کړي واى د دوهم کال د پاره يې نوى تړون کړى واى بيا د تېر کال ګټه د دوهم کال په تاوان کي نه تله بلکي د دوهم کال تاوان ټول پر زيد راتلى. 
 
 
--------------------------------------------
 
مأخذ: فقه المبتدي دريم ټوک - معاملات  

مخکنۍ ليکني: 

مُقَيد مُضَارَبَت

اجازه غوښتونکي تصرفات
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته