تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نشيي چښاک
 
  March 24, 2016
  0

 


نشيي چښاک

نشيي توکو ته په عربي مُسْكِر وايي ، د نشه کونکو چښاکو لږ او ډېر چښل حرام دي . 
په ټولو مذهبونو کي پدې قول فتوا ورکول سوې ده ځکه رسول الله فرمايلي دي: كُلُّ مُسْكِرٍ حَرَام ( متفق عليه ) ژباړه : هر نشه کونکى شئ حرام دى .

د شرابو څخه ماسيوا د نورو نشه کونکو چښاکو په برخه کي د ابوحنيفه رحمه الله او ابويوسف رحمه الله په وينا کي تفصيل راغلى دى چي وروسته يې تشريح کوو .
 
د امام محمد رحمه الله قول بيا د نورو امامانو لکه امام مالک ، امام شافعي او امام احمد رحمة الله علیهم  په شان دى چي وايي هر نشه کونکى چښاک ، دا که د اومې دوښا څخه جوړ سوى وي.
 
يا د پخې دوښا څخه جوړ سوى وي ، که د انګورو ، کشمشو او عسلو څخه جوړ سوى وي ، يا د غنمو ، وربشو ، جوارو او نورو حبوباتو څخه جوړ سوى وي حرام دى، زموږ په مذهب کي لکه څه ډول چي وړاندي مو ولوستل د امام محمد رحمه الله پر قول فتوا ورکول کيږي . 

شراب

په عربي کي شراب چښاک ته وايي ، دا که حلال چښاک وي لکه اوبه او شيدې اوکه حرام چښاک وي لکه نشه کونکي چښاک ، البته په پښتو کي موږ شراب و هغه نشه کونکي چښاک ته وايو چي په قطعي ډول حرام دي او په قرآن پاک کي د خمر په نامه ياد سوي دي ، دلته زموږ مراد د شرابو څخه همدا خمر دي .

د شرابو لږ او ډېر چښل حرام دي ، پر چښونکي يې اتيا دورې حد جاري کيږي ، همدا راز شراب نجس دي بدن او جامې په مرداريږي ، د شرابو چښل که څوک حلال وبولي کافر کيږي ، ځکه د شرابو حرمت په قطعي دلايلو ثابت سوى دى .

پر شرابو درې پړاونه راغلي دي ، په لومړي ځل کي چي د شرابو په هکله پوښتنه وسوه نو الله تعالی يې داسي جواب ورکړى : 
يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبېر وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ مِنْ نَفْعِهِمَا...سورة البقرة ايت ٢١٩.
ژباړه : دوى د شرابو او خمار په هکله ستا څخه پوښتنه کوي ، ته ورته ووايه : په دواړو کي لويه ګناه يعني لوى زيان سته او د خلکو د پاره ځيني ګټي هم پکښي سته خو تاوان يې تر ګټي زيات دى .

پدې آيت کي د شرابو د چښلو څخه منع نه ده راغلې البته تر ګټي يې د زيان او خرابۍ اړخ ډېر زيات بلل سوى دى .
 
په دوهم پړاو کي د لمانځه څخه د نشې په حالت کي منع راغله چي دا پخپله د لمانځه په وخت کي د شرابو د چښلو څخه ممانعت دى الله تعالی فرمايي:  

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَقْرَبُوا الصَّلَاةَ وَأَنْتُمْ سُكَارَى حَتَّى تَعْلَمُوا مَا تَقُولُونَ ...سورة النساء ايت ٤٣.
ژباړه : اې هغو کسانو چي ايمان مو راوړى دى ! تاسو لمانځه ته د نشې په حالت کي مه نژدې کيږئ تر څو چي نشه مو ځي په خپلو ويناوو پوهيږى .

په دريم پړاو کي د راتلونکي آيت په نازلېدلو د شرابو چښل په هر حالت کي حرام وګرځېدل .

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنْصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ.   سورة المايدة ايت٩٠
ژباړه : اې مومنانو ! بېله شکه د شرابو چښل ، د خمار کول ، د بتانو عبادت کول ، په غشو قسمت معلومول د شيطان د کارونو څخه ناوړه کارونه دى نو تاسو ځانونه ګوښه ځني ساتئ .
 
-----------------------
 
مأخذ: فقه المبتدي - نکاح برخه

مخکنۍ ليکنه:

حلال او مردار حيوانان

د غشي ښکار
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته