تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په دنیا کي د ژوند کولو مطلب څه دي ؟
 
  April 2, 2016
  0

 


ژباړه: سبحان الله سيد

په دنیا کي د ژوند کولو مطلب څه دي ؟

دا هغه سوال دي که انسانان وغواړي يا يي ونه غواړي دا سوال د ځان څخه کوي.
د څه لپاره پدي دنیا کي پیدا سوي یم ؟ او ولي پر نورو مخلوقاتو بهتري راکړل سوې ده ؟ او پدي خاورینه کوره کي څه مسؤليت لرم؟

هر ژوندي شي خپل د ژوند تګ لاره ښه پيژني، الله جل جلاله زموږ خالق (پیدا کوونکی دی او موږ ټوله د هغه مخلوقات یو، نو بايد د هغه څخه دا وپوښتو چي اې پرودګاره موږ انسانان دي د څه لپاره پیدا کړي یو؟

آیا موږ دي يواځي د خواک او څښاک لپاره پيدا کړي يو ؟ او یا په دنیا کي د عبث ژوند د تېرولو لپاره؟ او یا د انسان د پيدایښت څخه مطلب دا دی چي فقط پر ځمکه وګرځي او د مځکي د نعمتو څخه وخوري او وڅښي او بيرته و خاوري ته ولاړسي او دا قضیه پرهمدې ځاي خلاصه سي؟

آیا د دي لپاره يي پيداکړی يې چي خپل ژوند د پيدايښت څخه بیا تر مرګ پوري په زحمتونو مشکلاتو یا راحتونو کي تېرکړې؟ پدي صورت کي هغه عقلي، ارادي او رواني حکمتونه چي الله جل جلاله و انسان ته ورکړي دي هغه څه شي دي؟

ځکه نو الله سبحانه و تعالی زموږ د دې سوالو په جواب کي فرمايي چي ما انسان په مځکه کي خلیفه وګرځوی ترڅو انسان خپل رب جل جلاله په ښه طريقه وپېژني د هغه جل جلاله عبادت وکړي. الله عزوجل فرمايي :
 
﴿ وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً...﴾ البقره – ۳۰ آية.
او(يادکړه اى محمده !) هغه وخت چې وويل پروردکار ستا پرښتو ته چې بيشکه زه په ځمکه کې د يوه خليفه ګرځوونکى يم. 
 
او د سورة طلاق په ۱۲ نمبر آیات کي الله جل جلاله خپله پيژندنه د اوو آسمانو او اوو مځکو په پیدا يښت کي ايښې ده او فرمايي:
 
﴿اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَمِنَ الْأَرْضِ مِثْلَهُنَّ يَتَنَزَّلُ الْأَمْرُ بَيْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ وَأَنَّ اللَّهَ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيْءٍ عِلْمًا ) (12) سورة الطلاق.

 الله هغه ( ذات) دى چې پيداكړي يې دي اوه آسمانونه او( پيداكړي دي ) له ځمكې هم په مثل ددې ( اوه آسمانو او ځمكې) نازليږي امر حكم ( الله ) په منځ ددغو ( آسمانواوځمكو) كې . ( پوهوي مو) څو چې وپوهيږۍ تاسې چې بيشكه الله پر هر شي ( چې اراده وفرمايي ) ښه قادر دى  او( پوه شئ ! ) بيشكه په تحقيق احاطه فرمايلې رسيدلې دى هر شي ته له جهته د علمه قدر ته .
 
او د قرانکریم په بل آیات کي د انسان او پېري (جن) د پيدايښت څخه مقصد د الله جل جلاله عبادت او بندګي ده او فرمايي چي ما انسان او پېری د بل شي لپاره ندي پيدا کړي بېله خپل عبادت څخه زه د دوئ څخه هيڅ ډول د روزي غوښتنه نه کوم یواځي یو الله جل جلاله روزي ورکوونکی او د پوره قدرت خاوند دی.

هر څوک چي د خپل چاپیریال (شاوخوا) ته د عقل په سترګو وګوري دا ويني چي هرشی د بل شي لپاره ژوند او فعاليت کوي موږ وينو چي اوبه د مځکي او ژوندي شیانو لپاره دي او مځکه د نباتاتو لپاره نباتات د حيواناتو لپاره او حيوان د انسان لپاره دی.

مګر سوال دا دی چي انسان بیا د چا لپاره دی؟

دا هغه جواب دی چي فطرت او هغه شیان چي د انسان پرشا وخوا دي او هغه چي پر مختلفو سطحو قرار لري دا وايي چي انسان د یوه الله جل جلاله لپاره دی، د هغه جل جلاله د پېژندني لپاره، د هغه جل جلاله د عبادت لپاره، د هغه جل جلاله لپاره دريدل لکه څنګه چي د هغه حق دی او د هغه په مقابل کي عجز اختیارول.

دا نه ښايي چي انسان د مځکي او آسمانو پر مخ و بل شي ته تسلیم وي او یا د هغه په خدمت کي وي ځکه نړۍ بايد پر هغه ډول وي کوم چي الله جل جلاله و هر شي ته خپله ټاکلې وظيفه ورکړېده او دا څنګه کیداي سي چي انسان د دې دنیا او کوم چي پدي دنیا کي دي د هغه لپاره خدمت او عبادت وکړي؟

پدي وجه د انسان عبادت د دې دنیا کوچني او لويو مخلوقاتو ته لکه: لمر، سپوږمۍ، ستوري، بت خاني، غواوي، درختي او د نورو مخلوقاتو عبادت کول د انسان غولېده دي او د قیامت په ورځ ستر مسؤلیت ورته متوجه دی.
 
نو د فطري حکم، دنیا ته په کتلو او هغه څه چي په دنیا کي دي په کتلو سره دا ثابتیږي چي دا هرڅه په الله تعالی پوري اړه لري او د هغه عزوجل په اراده او قدرت کي دي او انسان د الله تعالی  د انحصاري عبادت لپاره پيدا دی نه د مخلوق د عبادت لپاره او دا ټول عبادات د غیرالله څخه ماسېوا بل څه ندي بېله د مردود شيطان ملګرتيا ده.

سعدي شیرازي د دنیا حال پدي بیتو کي راخلاصه کوي او فرمايي:

ابر و باد و مه و خورشید و فلک در کارند
تا تو نانی به کف آری و به غفلت نخوری

همه از بهر تو سرگشته و فرمان بردار
شرط انصاف نباشد که تو فرمان نبری

هو ! آسمانونه او ځمکي ټوله ستا په خدمت کي دي تر څو خپل الله جل جلاله و پيژني او د هغه عزوجل عظمت او لويي ته سر په سجده کښېږدي.

ای ځـــــــوانـــــــــــه!

دا ټول کائنات ټول سره یو سوي او د الله جل جلاله حمد، تسبیح او پاکي بیانوي نو ته اې ځوانه! لږ د ځان سره فکر وکړه چي ستا مادي او معنوي قوت او ستا اوسېدل پدې دنیا کي د څه لپاره دي؟ آیا د عياشي او د ښه وخت تېرولو په فکر کي يې او تېروې يې او د حيوان په ډول په دنیا کي ژوند وکړې او که یا خپل اصلي هدف او منزل دي تعقيب کړی دی تر څو خپل اصلي خالق او مالک تر هرڅه بهتر وپېژنې او هغه عزوجل ته تر هرچا ترجيح ورکړې او عبادت يي وکړي؟.
 
------------------------
 
سرچينه : تعليم الاسلام ويب پاڼه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته