تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت عباس رضی الله عنه نصيحت
 
  December 9, 2016
  0

 

رالېږونکی: محب الله ذاکر

سرچينه: تعليم الاسلام ويب پاڼه

د حضرت عباس رضی الله عنه نصيحت
                
وهب بن منبه رحمه الله فرمايي: د حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه د سترګو ديد له منځه ولاړى يوه ورځ ما کعبې شريفي ته بوتى هلته چي ورسېدئ د يوې ډلي خلګو څخه د جګړې اواز راتلى.
 
 ماته يي وويل: ما دغه طرفته بوځه نو ما هلته بوتى ده مبارک د رسېدو سره سم سلام  ووايه  هغو خلګو دده څخه د کښېناستلو غوښتنه وکړه  ده انکار وکړى او  ويې فرمايل:  تاسو ته معلومه  نه  ده  چي د الله جل جلاله  د خاصو بنده ګانو ډله هغه خلګ دي چي د الله تعالی د ويري څخه خاموشه وي حال دا چي هغه خلګ نه عاجزه او نه ګونګيان وي بلکي ښه پاکي خبر ي کوونکي وي، ويوونکي وي، پوهه لرونکي وي,
 
خو د الله تعالي لوى ذکر د دوى  زړونه  حيران کړي وي د دغه و جهي څخه يې زړونه مات  وي او ژبي يې خاموشه وي کله چي دوى ته په دغه حالت کي پوخوالى پيدا سي نو نېک کارونه په چابکۍ سره کوي.
 
( اې خلګو ! ښه کسان خو داسي وي لکه چي ومي ويل) نو تاسو و لي دومره لېري سوي ياست ؟ يعني اوازونه  مو پورته کړي دي.
 
وهب بن منبه رحمه الله فرمايي ددې څخه وروسته ما دوه کسان هم يو ځاى ونه ليدل.
 
فايده: حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه به د الله جل جلاله د ويري څخه دومره ژړل چي هر وخت به يې په مخ کي د اوښکو د بهېدو له امله دوې نښي د نالو په څېر معلومي وي .
 
په پورتنۍ قصه کښي  عبدالله بن عباس رضی الله عنه د نيکو کارونو لپاره يوه اسانه تګلاره وښودل هغه دا چي هر څوک د الله تعالی د لويي فکر وکړي د هغه لپاره هر ډول نېک کار اسانه وي او بيا هغه يقناً  د اخلاصه ډک وي که موږ په شپه او ورځ کښي يعني  ٢٤ ساعته کښي په دغه ډول يو لږ فکر وکړو نو دغه ګران کار دى ؟     
 
------------------ 
ماخذ فضائل اعمال
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته