تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوي سیرت بې شمېره ګټي (۳)
  تعلیم الاسلام
  December 20, 2017
  0

 لیکنه: مولوي عنایت الله علمي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د سيرت د بيانولو، ليکلو، اورېدلو او زده کولو څخه يواځي دا غرض او مقصد نه دى چي د تاريخ په قصو خبر سو يا دا چي عجيبي او غريبي قصې يا نادره معلومات بيان سي، نو ځکه موږ مسلمانانو ته دا نه ښايي چي د سيرت اورېدل او زده کول د تاريخ پر قسم واورو يا ځان په خبرکړو او  سيرت ته هم په داسي سترګه وکتل سي لکه د يوه خليفه ژوند يا د يوه پاچا تاريخ يا د تيري سوي زمانې معلومات، بلکه د سيرت د بيانولو، ليکلو، اورېدلو او  زده کولو څخه مقصد او غرض دا دى چي يو مسلمان د اسلام د حقيقت تصور وکړي، هغه اسلام چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ژوند څخه يې مبادي او احکام، قواعد او اساس را وتلي او استنباط سوي دي. 
 
زه به دلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د سيرت د پوهېدلو او زده کولو لږ څه فايدې په اختصار سره درته بيان کړم. 
 
اول: د رسول الله صلی الله علیه وسلم  نبوي شخصيت پېژندل، که څوک د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند په هغو کيفيتو او حالاتو خبر سي چي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم تېرېدل دا به يې يقين سي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  يواځي عبقري يا نابغه نه ؤ  چي د ده صلی الله علیه وسلم  نبوغ، دئ صلی الله علیه وسلم  په خپل قوم کي لوړ او دغه مقام  ته ورساوه، بلکه تر نبوغ او عبقريت د مخه د الله جل جلاله رسول دى چي الله عزوجل  يې په وحيو سره تائيد او تاکيد کاوه او الْهي توفيق ور سره ملګرى ؤ، نو موږ محمّد صلی الله علیه وسلم  د رسولُ الله صلی الله علیه وسلم  په صفت سره پيژنو او ايمان پر لرو.
 
دوهم: د سيرة د پوهېدلو دوهمه فايده دا ده: چي انسان په خپل حضور کي د کاميابه ژوند د ټولو امورو دپاره، بلکه د شرافت د ژوند دپاره يو اعلْى مثال و ويني، چي د هغه صلی الله علیه وسلم  ژوند د خپل ځان دپاره قانون او تګ لاره وګرځوي، په هغه پوري لاس ونيسي او په هغه پسي اقتداء وکړي، په دې کي هيڅ شک نسته که يو انسان هر څومره په يوه مَثَلِ أعلْى پسي وګرځي، په يوه داسي رهنما او لار ښوونکي پسي وګرځي چي د ژوند په ټولو چارو کي دي کامل او مثلِ أعلْى وي.
 
  بېله شکه دغه پوره والى او کمال د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ژوند کي پيدا کولاى سي، ځکه الله جل جلاله د ټولو هغو انسانانو دپاره چي د الله جل جلاله د رحمت او د آخرت د ورځی د کاميابۍ اميد لري، قُدوه او لار ښوونکی بللی دی، الله عزوجل  فرمايي:
 
لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا.[الاحزاب /۲۱]   
 
درېيم: د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د سيرت د خبرېدلو او زده کولو په واسطه انسان د کتاب الله په مفاهمو او مقاصدو پوهېدلاى سي، ځکه د قرآن مجيد د ډيرو آياتو ترجمه په هغو واقعاتو او حوادثو سره معلوميږي کوم چي دغه آياتونه د هغو واقعو او حادثو په وخت او باره کي نازل سوي دي، نو ترڅو چي و چا ته د هغو واقعاتو حالات نه وي معلوم د قرآن مجيد په معنْی او مقصد هم نه سي پوهېدلاى، ځکه د قرآن کريم ډير آياتونه د يوې خاصي واقعې يا خاص بيان دپاره چي په هغه وخت پوري تعلق لري نازل سوي دي، نو ځکه ترجمه يې هم تر هغو نه سي معلومېدلاى چي وخت د نزول او سبب د نزول يې معلوم نه سي او  د آياتو د نزول سببونه تر هغو نه سي معلومېدلاى تر څو چي د محمّد مصطفْی صلی الله علیه وسلم  ژوند او سيرت را معلوم نه سي. 
 
څلورم: د سيرت په معلوماتو سره مسلمان د اسلامي صحي ثقافت او معرفت ډيره حصه يو ځاى کولاى سي، په دې کي هيڅ شک نسته چي د اسلام د مباديو د پوهېدلو دپاره که دين دى که عقيده، که احکام دي که اخلاق، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ژوند يو روښانه مجسد تصوير دى.
 
پنځم: د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په سيرت پوهېدل د يوه اسلامي معلم او واعظ دپاره د تعليم او تربيې په باره کي يوه ژوندۍ نمونه او لارښوونه ده، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  يو فاضله معلم، صادقه ناصح او  مهربانه مربي ؤ، د دعوت په مختلفو مرحلو کي يې د تعليم او تربيې وړ او مناسب طريقې استعمالولې. 
 
پر دې ټولو سربېره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ژوند کي د انسانيت ټول اړخونه که اجتماعي دي که فردي داخل او شامل دي، يو انسان په هر حالت کي که يو مستقل فرد وي يا د ټولني يوه فعاله عضوه وي، د خپلي پوره کاميابۍ دپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و متابعت ته اړ او محتاجه دى، ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ژوند موږ ته د يوه مستقيم يا پر لار برابر ځوان د سلوک او اخلاقو بېمثاله نمونې راښيي، چي د خپل قوم او ملګرو سره څومره امين او څومره صادق ؤ.
 
 د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ژوند د يوه واعظ په صفت يوه بېمثاله نمونه دى چي خلک يې د الله جل جلاله ولاري ته په حکمت او موعظۀ حسنه سره ور بلل او  خپل ټول طاقت يې د رسالت د رسولو په لارکي مصرفاوه.
 
د  رسول الله صلی الله علیه وسلم  ژوند د يوه دولت د  رئيس او حاکم دپاره ښه لار ښوونکى دى چي په څومره هوښياري او حکمت سره يې کارونه مخ ته بېول، د رسول الله صلی الله علیه وسلم   ژوند د يوه مثالي او حق پرسته مېړه دپاره لار ښوونکى دى چي د خپلي ښځي سره بايد څنګه ژوند او ګذاره وکړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ژوند د يوه پلار دپاره په عاطفه او مهرباني کي لارښوونکى دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د زوجاتو او اولادو په حقوقو او واجباتو کي دقيق عدل کاوه، د هر چا حق يې د هغه د حاله سره سم او پوره ورکاوه. 
 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ژوند د يوه حربي قومندان او صادقه آمر دپاره لار ښوونکى دى.
 
 د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ژوند د يوه جامع مسلمان دپاره هغه چي په خپل ژوند کي صحي تقسيم اوقات او په معاملو کي عدل و لري لار ښوونکى دى چي څومره د خپل رب عبادت وکړي او  په عين وخت کي د خپلي کورنۍ او ملګرو سره لطيف او د ښه طبيعت خاوند وي. 
 
داسي نور ډير مثالونه سته، که غواړې چي بختور او کاميابه ژوند و لرې نو خامخا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ژوند ځان خبرکړه او  متابعت يې وکړه، ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ژوند خبرېدل بل څه نه دي بېله دغه انساني اخلاقو ښکاره کول، چي دغه ټول اخلاق په هغه بېمثله نمونه او کامل بشر کي سره يو ځاى سوي وه او  موږ يې خامخا و متابعت ته ضرورت لرو، که غواړې چي په دنيا او آخرت کي کاميابه او بختور ژوند ولرې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  متابعت کوه. 
 
ماخذ: د سرورِ کائینات صلی الله علیه وسلم ژوند
 
نبوي سیرت دلته واوری
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته