تازه سرليکونه
د (عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انحراف بنسټونه
  تعلیم الاسلام
  October 8, 2017
  0

 لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2016-05-29

 
لکه څه ډول، چي د مځکي پر مخ ولاړ تعمیرونه په مځکه کي دننه بنیادونه لري، دغه ډول باطل مذهبونه هم ځیني داسي عقیدې او افکار لري، چي هغه یې د باطلو مذهبونو بنسټ او اساس ګڼل کیږي. د دغو افکارو او عقيدو لکبله هغوی خپله هم د حقي لاري منحرف سوي دي او نور مسلمانان هم د دغو افکارو په ترویج او خپرولو د دین څخه منحرف کوي.
 
 په دې لیکنه کي د انحراف د بنسټونو څخه فقط یو بنسټ هغه هم په لڼډ ډول ذکر کوو. د انحراف یو شمېر نور بنسټونه به ان شاء الله یا د رسالې په شکل په طلایي لړۍ کي بیان کړو یا به یې د مجلې په وروستیو ګڼو کي لړۍ وغځوو دا ځکه، چي د انحراف د بنسټونو پیژندل ډېر مهم دي. د همدغو بنسټونو په پیژندلو سره به نه یوازي دا چي مسلمانان د دغو باطلو عقایدو او افکارو څخه ځانونه وژغورلای سي، بلکي پر همدغو بنسټونو باندي به بناء سوو بې شمېرو فسادونو او د هغو خطرونو ته متوجه سي، څو ځانونه ځني وساتي یا هم د حقیقت په څرګندېدلو هغه کسان، چي په غیر شعوري ډول د انحراف په لومه کي ښکېل سوي وي هدایت ومومي.
 
د انحراف لومړی بنسټ:
د رسول الله  د سپېڅلو ملګرو  رضي الله عنهم  جرح او تکفیر:
 

هر مسلمان پدې عقیده دی چي الله سبحانه و تعالي د انسانانو د هدایت لپاره قرآن نازل کړی دی او د همدې قرآن د ابلاغ او هم یې د مقاصدو د بیانولو ستره دنده محمد صلی الله علیه وسلم  ته ورکړې ده، لهذا د اسلام د سپېڅلي دین د عقایدو، اعمالو اخلاقو او نورو ټولو احکامو مرجع او ماخذ قرآن او نبوي سنت دی، د اجماع او قیاس منشاء هم قرآن او حدیث دي، همدغه قرآن او نبوي سنت، چي ټول الهي وحي دي د الله لخوا د جبرئیل امین په ذریعه پر رسول الله صلی الله علیه وسلم   نازل سوي دي همدا آسماني وحي د حضرت محمد  صلی الله علیه وسلم  څخه د صحابه کرامو  رضي الله عنهم  په توسط امت ته رسیدلي دي، د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  او امت تر منځ یوازنۍ وسیله صحابه کرام رضي الله عنهم دي، ځکه په لیکلي ډول چي قرآن کریم او یو شمېر نبوي احادیث رانقل سوي دي، هغه هم د صحابه کرامو لیکني دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  لوست او لیک نه درلود امي وو نو قرآن او حدیث که په شفاهي ډول او که په لیکلي ډول امت ته رسیدلي دي د رسیدلو واسطه یې د محمدي امت تر ټولو سپېڅلي ډله صحابه کرام رضوان الله علیهم اجمعین دي، صحابه کرام  رضي الله عنهم   ټول عادلان دي د قرآن او نبوي سنتو ستر امانت یې په بشپړ ډول په دوی پسې د تابعینو سپېڅلي ډلي ته رسولی دی، د دوی روایتونه د اعتماد او باور وړ دي، ځکه عادي انسانان چي یو پیغام بل ته لیږي، د داسي چا په لاس یې لیږي، چي امین وي، د خاین په لاس څوک پیغام بل ته نه لیږي، ځکه نه یې خلک ځني مني او نه پر خاین باور کیدلای سي.
 
ځکه نو الله  جل جلاله  خپل سپېڅلی کلام قرآن د جبرئیل امین په ذریعه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم   ته را لیږلی دی داسي امین، چي دښمنانو هم مانه او صادق امین يې باله، د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څخه امت ته د رسولو لپاره الله  جل جلاله  د ټول امت له منځ څخه صحابه کرام  رضي الله عنهم  اتنخاب کړي دي، داسي سپېڅلي ملګري، چي الله یې تزکیه کړې ده د هغوی څخه یې د رضایت څرګندونه کړې ده د هغوی د لوړ مقام لپاره لاندي دوه ایتونه کفایت کوي:
 
[مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا] (الفتح: ۲۹) 
 
ژباړه: محمد د الله رسول دی او کوم کسان، چي د ده سره ملګري دي (صحابه کرام رضي الله عنهم ) د کافرانو په مقابل کي سخت او خپل منځ کي مهربانه دي، ته هغوی ویني، چي رکوع او سجده کونکي وي د الله د فضل او رضا په تلاښ کي وي. 
 
د کفر څخه نفرت کول د کافرانو سره دښمني لرل، پر مسلمانانو مهرباني او ترحم، سهار او ماښام رب ته د بنده ګۍ سر ټيټول، په عبادت کي اخلاص یعني د الله د فضل او رضا لپاره عبادت کول دا ټول ستر او عالي صفات دي په پورتني آیت کي الله تعالی د صحابه کرامو رضي الله عنهم د دغو صفاتو شاهدي ادا کړې ده.
 
[وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ] (التوبة: ۱۰۰)
ژباړه: لومړني وړاندي تللي کسان یعني مهاجر او انصار او هغه کسان، چي په ایمان او طاعت کي په دوی پسي تللي دي الله د هغوی څخه راضي دی او دوی هم د الله څخه راضي دي او الله د هغوی لپاره جنتونه تیار کړي دي، لاندي یې ویالې بهیږي دوی به د تل لپاره هلته پاته کیدونکي وي همدا لویه کامیابي ده.
 
تاسو وګوری! په قرآن کریم کي د مهاجرو او انصارو یعني د صحابه کرامو  رضي الله عنهم  مقام دونه اوچت بیان سوی دی؛ نو آیا یو کس، چي په رښتیا مومن وي هغه پر هغو کسانو اعتراض، ښکنځل، بدي ویناوي او د کفر حکم کوي کوم چي الله تعالي ځني راضي وي؟
 
صحیح ده، د ځینو صحابه کرامو رضي الله عنهم  څخه ځیني غلطی او ګناهونه سوي دي ځکه هغوی معصوم نه دي، خو په قرآن کریم کي، چي د هغوی ځیني غلطياني یا ګناهونه ذکر سوي دي هغه د هغوی د تنبیه، تعلیم او نورو الهي حکمتونو لپاره دي، د دې لپاره نه دي ذکر سوي، چي هغوی په وغندل سي، ځکه نو الله تعالی تر هغه وروسته د معافۍ اعلان هم ورته کړی دی: 
 
[وَلَقَدْ عَفَا عَنْكُمْ]: او یقینا الله تاسو ته عفوه کړې ده.
 
د دین دښمنان د صحابه کرامو رضي الله عنهم جرح او تکفیر ولي کوي؟
 
د اسلام پټ دښمنان که عادي او ساده مسلمان ته ووایي: قرآن مه منه! حدیث مه منه! دا کس سمدستي پوهیږي، چي دا د اسلام دښمن دی، خبره یې نه مني، نو دښمن د مسلمانانو د انحراف او بې لاري کولو لپاره د حیلو څخه کار اخلي؛ د دغو حیلو څخه یوه حیله، چي په حقیقت کي د اسلام په وړاندي یوه ستره دسیسه ده، همدا ده چي لومړني هغه کسان، چي قرآن او نبوي سنت د هغوی په ذریعه رارسیدلي پر هغوی اعتراضونه یا بدي ویناوي کوي، د هغوی پر یو شمېر کسانو د کفر حکم کوي، وايي:
 دا کسان د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د وفات څخه وروسته مرتد سوي دي!
 
یو شمېر نور بیا په فتنه او فساد، شراب خورۍ، منصب او ماده پرستۍ متهم کوي، د دې لپاره چي پر هغوی خلک بې باوره کړي، هر څوک چي پر صحابه کرامو رضي الله عنهم بې باوره سي، هغوی ته په صحیحو احادیثو کي شک پیدا کیږي د دې کبله، چي پر راوي یې اعتماد نه لري، مثلا: که یو کس پرعائشې ، ابوهریرة او داسي نورو صحابه کرامو رضي الله عنهم  بې باوره سي، نو هغه ته د هغوی څخه رانقل سوي حدیثونه هم درواغ ښکاري،  آن تر دې که څوک معاذ الله پر ابوبکر الصدیق او عمر الفاروق  رضي الله عنهما  بې باوره سي، نو هغه به پر قرآن هم بې باوره کیږي، ځکه د اسلام لومړي خلیفه ابوبکر رضي الله عنه د اسلام د دوهم خلیفه عمر رضي الله عنه په مشوره په لیکي ډول د قرآن کریم د راجمع کولو حکم کړی دی، دغه ډول که څوک پر دریم خلیفه عثمان غني رضي الله عنه بې باوره سي، نو هغه به پر قرآن هم بې باوره کیږي، ځکه د قرآن کریم اساسي پنځه نسخي او د مصحف په شکل یې د سورتونو ترتیب د ده لخوا د ټاکل سوي لجنې یعني کمیسون په ذریعه لیکلي سوي دي، دغه ډول که څوک د اسلام پر څلورم خلیفه حضرت علي کرم الله وجهه یا د وحیو پر نورو کاتبانو بې باوره سي، هغوی به پر قرآن هم بې باوره کیږي، ځکه د بې باوره کاتب پر لیکنه باور نه سي کیدلای، دغه ډول د صحابه کرامو رضي الله عنهم  اکثریت یا ډیری اشخاص که معاذ الله مرتد یا فاسقان وبلل سي؛ نو د قرآن د تواتر سند هم له منځه ځي.
 
لنډه دا، چي یادي باطلي عقیدې د صحابه کرامو  د جرح او تکفیر پر بنسټ بناء دي لکه څه ډول، چي د کلا د دیوالونو په بیخ کي معمولي جرۍ وکښل سي او بیا یې بیخ ته د اوبو په درېدلو دیوالونه ټول ړنګیږي، دغه ډول څوک چي د صحابه کرامو رضی الله عنهم جرح او تکفیر کوي هغوی ډېر ژر پر قرآن هم شکمن او د حدیثو څخه منکر کیږي.
 
همدغه وجه ده د اسلام په نامه هغه ډلي، چي د صحابه کرامو رضي الله عنهم جرح یا تکفیر کوي هغوي د دغي جرح او تکفیر په اندازه په قرآن کي شکمن او د صحیحو حدیثو څخه انکار کوي؛ موږ او تاسو وینو کومي ډلي، چي د دښمنانو د دغي حیلې په لومه کي ښکار سوي دي، د هغوي د اسلام کلا ړنګه سوې ښکاري! په دې عقیده دي، چي په قرآن کریم کي یو شمېر صحابه کرامو رضي الله عنهم لاس وهنه کړې ده، ځیني سورتونه او آیتونه یې ځني کم کړي او ځینو نور یې پر اضافه کړي دي، دغه ډول هغوی د اهل السنة و الجماعة په آند مقبول شپږ کتابونه، لکه: بخاري، مسلم، ابوداود، ترمذي، نسایي او ابن ماجه لا هم نه مني، بلکي د ځانونو څخه یې حدیثونه جوړ کړي دي او په صحابه کرامو  رضي الله عنهم  کي یې یو څو داسي کسانو ته منسوب کوي، چي د دوی په آند د صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه فقط همدا کسان پر ایمان سالم پاته سوي دي.
 
والله یهدي السبیل و هو ولی التوفیق
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۸ ګڼه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته