تازه سرليکونه
د (مشهور قاريان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شحات محمد انور څوک وو؟
 
  July 30, 2016
  0

 ژباړه او ترتیب: نور احمد نعماني / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 شحات محمد انور یو له هغو پیژندل شویو قرآني ستورو نه وو چي رڼا  یې  نه یوازي مصر بلکه نړۍ ټوله روښانه کړې وه.

نوموړی په ۱/۷ /۱۹۵۰میلادي کال د جولای د میاشتي په لومړی نیټه د مصر د "دقهلیه" ولایت د "میت غمر" ولسوالی په "کفر الوزیر" کلي کې نړۍ ته سترګي وغړولې او لا  یې  عمر دریو میاشتو ته نه وو رسیدلی چي د پلار د شفقت سیوری  یې  له سر نه لیري او یتیم شو او د پالني او روزني چاري  یې  "ماما"  شیخ "حِلْمی محمد مصطفی" په خپله غاړه واخیستې او څه وخت چي  یې  عمر لسو کلونو ته ورسید نو ماما  یې  په "کفر المقدام" نومي کلي کې و شیخ "علی سید احمد الفرارجي" ته ور وست ترڅو قرآن کریم یاد او ورسره د تجوید احکام وپیژني .

استاذ هم خپل شاګرد ته بشپړ توجه او پاملرنه وکړه ځکه چي په شاګرد کې  یې  قراني مینه او علمي نبوغ له ورایه ښکاریده او فکر  یې  کاوه چي کيدای شي هم دا وړتیا  یې  یو ورځ د مصر او اسلامي نړۍ یو له مشهورو او نامتو قراوو نه وګرځوي همداسی وشوه.

کوم وخت چي به دې ځوان تلاوت کاوه نو د ده ښکلي او زړه راښکونکي ږغ به ډیرو ته دا ور په زړه کول چي کيدای شي یو وخت دا داودی حنجره او ستوني مو تنده را ماته او د راډیو ټلویزون له لاري د مینوالو په مخ راښکاره شي.

"شحات محمد انور" وا یې:
په ۱۹۷۰ کال کې زما یو ملګری چي "حسن الحفناوی" نومیدی او د "میت غمر" ولسوالۍ په شورا کې  یې  دنده لرل له مانه وغوښته چي په هغه پلان شوي غونډه کي ګډون وکړم کومي ته چي د دولت لوی چارواکي او د مصر د راډیو ټلویزون اول رئیس دکتور "کامل البوهي" راتلونکي دی او غونډه به په "مسجد الزنفلی" "میت غمر" کې ترسره کيږي دی وایې :

ماهم ښه کړل او یاد شوی مجلس ته د ګډون په موخه ورغلم او د قرآن کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو می غونډه پرانسته او ګډون وال راته زیر شول آن چي د مرحوم "شیخ البوهي" فکر هم زما په لور شو او راته و یې  ویل چي ته ولي په (اذاعة القرآن الكريم) کې برخه نه اخلی څو چي په رسمي بڼه دي تلاوتونه له همدې لاري نشر او تا خلګ وپیژني، او ته د ښکلي آواز او قوي حنجری څښتن یې ؟

نو ما هم خپل نوم وړاندي کړ څو چي د ازمویني لپاره په ۱۹۷۹م کال کې راته خطاب راغلی او د امتحان لپاره وبلل شوم خو د ازمویني اخستلو لپاره غوره شویو استاذانو له مانه وغوښتل چي د قراني مقاماتو او ترنم په برخه کې څو وخت ځانګړی زدکړي وکړم 
په دې اړه مي له استاذ کامل محمود او... استاذ احمد صدقي نه وپوښتل هغوی راته وویل:

چي د "علم الاصوات" په آزاد او بې پرې معهد کې زدکړي وکړم څو مقامات وپیژنم ما هم د دوی راکړي مشورې ته لبیک ووایه او د معهد په لور ولاړم او له دوو کالو پرله پسي زدکړو نه وروسته د ترنم او آواز پیژندني یو متمکن استاذ راووتم.

له معهد نه وروسته مي په ۱۹۷۹م کال کې دویم ځل بیا د ازمویني لپاره د قراوو نه د راډیو ټلویزون لپاره د امتحان اخیستلو د هیئت کمیټي ته خپل نوم وړاندي کړ څو ومنل شو او هغوی رانه وغوښتل چي (۱۰) دقیقي تلاوت وکړم او د تلاوت په وخت کې له یو مقام نه بل مقام ته نقل شم او د تنقل په وخت کې تجوید، احکام پیژندل، مخارج، او "آواز بدلولو" ته بشپړ پام او توجه وساتم. 

تلاوت مي وکړ او تر تلاوت کولو وروسته د امتحان ځانګړي کمیټې غړیو راباندي ډیره ښکلې او عاطره ثناء وویل او ډیر زیات یې وستایلم او راته  یې  مبارکي راکړه او په آخر کې  یې  راته ځیني خاص او ځانګړي نصیحتونه وکړل چي د هغو په پام کې نیولو سره خپل آواز خوندی وساتم او له دې وروسته مي نوم د راډیو د رسمي قراوو نوم لړ ته ور زیات او په رسمي بڼه د خپل هیواد یو قاري ومنل شوم همدا راز  یې  راته وخت وټاکي څو په خپل ږغ کې ځیني کوتاه او لنډ تلاوتونه چي ۵، ۱۰ یا ۱۵ دقیقی مدت ولري او داغه رنګه آذان د راډیو لپاره تیار او چمتو کړم ترڅو په ژوندۍ بڼه له همدې لاري نشر ته وسپارل شي.
راډیو ته تر رسمي کيدلو یوه میاشت وروسته زما (۴۱) تلاوتونه په ارشیف کې پراته وه استاذ "احمد الملاح" چي د خارجي څانګي او دیني نشراتو مسؤل وو راته ټلیفون وکړ او و یې  ویل:

آیا ته تیار  یې  چي سهار د"قرآن الفجر" خپروني لپاره تلاوت وکړې ځکه چي خپروني ته بلل شوی "قاری" د کوم خاص عذر له مخي نه شي راتلای
ما ورته وویل:

هو ولي نه؟ سره له دې چي په زړه کې ډیر زیات خوشحاله وم سم لاسي کور ته روان شوم او له "میت غمر" نه تر قاهری پوري پروت واټن مي په څه کم یو ساعت کې رالنډ کړ ددې لپاره چي کورنۍ او دوستانو ته زیری ورکړم چي سهار په ژوندی بڼه زما ږغ د راډیو له لاری د هوا په څپو کې اوریدلای شی.
 
ددې خبر په اوریدو مي د کور ټول لوی او واړه او آن د کلي خلګ دومره خوشحال سوه چي بیخي ویده نه شول چي سهار به مو د غوږونو له پردو سره
د " شحات محمد انور " ښکلی او ښائسته ږغ اورېدل کيږي.

د "اذاعة القرآن الکریم" نه کور ته تر رسیدلو وروسته په سل ګونو خلګ راټول شوي او زموږ کلي ته راغلي څو ماته مبارکي ووایې  هغه ددې لپاره چي ماته رب العزت جل جلاله بشپړ او پوره توفیق راکړ څو د راډیو له لاري د مینوالو تنده ور ماته او په قراني جام یې اوبه کړم.

(مرحوم شیخ) اووه اولادونه لرل پنځه لوڼي او دوه زامن چي نومونه  یې په لاندي ډول دي:

زامن "انور شحات" او "محمود شحات" چي اوس مهال دواړه د پلار په څیر د مصر د راډیو ټلویزون رسمي او منل شوي قاریان دي.

او لوڼي یې:
نجلاء الشحات، امینه، حسنات

(ارواښاد شیخ) د اولادونو په څیر شاګردان هم له اوښکو ډکي سترګي پریښول چي اندازه  یې  په مصر او له مصر نه دباندي زرو تنو ته رسیږي چي په هغو کې ځینی د راډیو ټلویزون رسمي قاریان دي چي نومونه  یې  په لاندي ډول دي:

۱:قاری الشیخ ناصر الزیات
۲:شیخ شعبان الحداد
۳: شیخ عبد اللطیف الوهدان
۴:شیخ محمود بدران
۵: شیخ اسماعیل الطنطاوي
۶:شیخ محمد المریجي
۷: شیخ علاء الدین احمد علي

او په ږغ کې چي  یې  له ده نه زیات رنګ اخیستی هغه یې مشر زوی " شیخ انور شحات " دی هغه چي (الله جل جلاله) ورته د پلار په څیر ښکلی ږغ، قوی آداء ورکړې او تل به ورته پلار د همدې لاري تعقیبولو نصیحت کاوه.

د ۱۴۲۹/۵/۱ نیټه چي د ۲۰۰۸/۳/۱۳ سره سمون خوري له دې فاني نړۍ نه د تل پاتي او ابدي ژوند په لور وکوچيد.
إنا لله وإنا إليه راجعون
روح  یې  ښاد او یاد دې تل وي.
 
د سپیڅلي قرآن او قراوو خادم نور احمد "نعماني" په قلم.
 
---------------------------------------------------------
د شیخ محمد انور ښایسته قرائت
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته