تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مدینې سفر (۹)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 27, 2018
  0
  لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
الحمد لله و کفي و الصلوة و السلام علي نبيه المصطفی و بعد :
 
د حج د ښه ملګري کتاب شپږمه برخه یعني وروستی برخه د مدینې سفر ته ځانګړې سوې ده ، د مدینې د سفر څخه مو دا مراد نه دی چي مونږ د مدینې منورې په سفر پیل کوو بلکي د مدینې سفر د خاتم النبین صلی الله علیه وسلم د هجرت څخه پیل بیا تر وفات او زیارت تر ادابو په لنډ ډول پای ته رسوو . 
 
راځئ چي ددې ښکلي سفر و رښتني قصې ته غوږ سو، که مو الله جل جلاله ددې ښکلي ښار په لور سفر په برخه کړ نو بیا به ترې خوند واخلو .
 
رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د عبدالله زوی د عبد المطلب لمسی دی،  مور يې آمنه نومېدله ، د مکې مکرمې په ښار کي په  ۵۶۹ میلادي کال کي زېږېدلی دی. 
 
د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د پیدایښت ځای په سوق الیل سړک یا کوڅه کي دی، د مسجد حرام څخه دباندي د صفا سره نژدې تر نیم کېلومتر لږ  لیري دی ، اوس دغه ځای یو مکتب او کتابتون دی.
 
 
 دا کتابتون او مکتب پر سوق اللیل د صفا غونډۍ ته تقریبا پنځه سوه متره نژدې واټن کي د هغه کور پر ځمکه جوړ سوی دی چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم پکښي زېږېدلی دی.
 
رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ته په څلوېښت کلني کي رسالت ورکول سو ، په لومړنیو شپږو میاشتو کي په خواب کي وحي ورته کېدلې ، الله جل جلاله  د خلوت ناسته په زړه کي ورته خوښه کړه د حراء و غار ته به ولاړی هلته يې د الله عبادت کاوه ، د ځان سره به يې د خوراک او چښاک شيان هم وړل ، چي خوراک او چښاک به يې خلاص سو بیا به خپلي مبارکي بي بي خدیجې  رضی الله عنها  ته راغلی او د څو نورو ورځو د پاره به يې خوراکه د ځان سره واخیستله.
 
د حراء غار په جبل النور کي دی ، جبل النور ۲۱۰۶ فوټه یعني ۶۳۸ متره  لوړ دی او ۵ کېلومتره مربع مځکه یې نیولې ده او د مکې معظمې په ختیځ کي د مکې معظمې څخه دوه میله لیري د منی پر لاره پروت دی .
 
 
د حراء غار تقریباً درې نیم متره اوږد او تر  یو متر او پنځوس سانتی څه پراخ دی . 
 
د روژې د میاشتي شپه وه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په همدې غار کي وو چي جبرائیل  علیه السلام ورته راغلی او د سورة العلق لومړني پنځه آیتونه يې ورته نازل کړل چي په همدې پنځو ايتونو د قرآن کریم نزول پیل سو:
 
اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ  (۱) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ  (۲) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ  (۳) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ  (۴) عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ  (۵)
 
ژباړه : د خپل رب په نامه ولوله کوم چي ټول مخلوق يې پیدا کړی دی ، انسان يې د کوټلو وینو څخه پیدا کړی دی ، ولوله او ستا رب تر هر چا زيات د کرم څښتن دی ، هغه رب چي په قلم يې تعلیم ورکړی دی ، او انسان ته يې هغه څه ښودلي دي کوم چي انسان ته معلوم نه وه.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  د بعث څخه وروسته دیارلس کلونه په مکه مکرمه کي د اسلام بلـــــــــــــــــــــنه ورکوله ، د خپل قوم  ( قریشو) لخوا ده او دده و ملګرو ته ډول ډول تکلیفونه ورکول کېدله ، په مکه مکرمه چي يې د بعثت دیارلس کـــــــلونه پوره سول د الله  جل جلاله  د لوري د هجرت کولو اجازه ورته ورکول سوه .
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  به هره ورځ د صدیق اکبر رضی الله عنه  کور ته سهار یا ماښام ورتلی خو یو ورځ ټکنده غرمه وه ابو بکر رضی الله عنه  ته وویل سوه چي د الله رسول پر سر پټو اچولی دی او ستا وکور ته را روان دی .
 
ابوبکر رضی الله عنه وویل چي حتما څه پېښه ده ځکه نور کله به يې دا وخت تشریف نه راوړی .
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي تشریف راوړی وې ویل : د الله جل جلاله  لخوا څخه د هجرت کولو اجازه راته وسوه ، ابوبکر رضی الله عنه  لا مخته دوه اوښان د همدغه تاریخي سفر په امید پر کور درولي وه ، هغه اوښان يې د بنو دَیل د قبلې یو لارپوه ته  په لاس ورکړه او پر هغه يې باور وکړ  او  دریمه ورځ سهار يې غار ثور ته راوغوښتی ترڅو د هغه ځای څخه د مدینې منورې په لور د هجرت سفر پیل کړي .
 
 
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ابوبکر رضی الله عنه  په ملتیا غار ثور ته ولاړی ، هلته درې شپې پټ سوه ، د مکې مشرکانو د هر یوه پر سر سل سل اوښان جائزه ټاکلې وه نو ځکه و هري خوا ته مشرکان د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او ابوبکر رضی الله عنه  په تلاښ کي سوه ،همدا ابوبکر رضی الله عنه  وو چي په دې غار کي ورسره مل وو ، او د ابوبکر رضی الله عنه  کورنۍ وه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  خدمت يې کاوه ، اسماء بنت ابی بکر رضی الله عنهما  د سفر خواړه ورته تیار کړه ، عبدالله بن ابي بکر رضی الله عنه  به هره شپه د مکې د مشرکانو خبر ورساوه او سهار وختي به بېرته مکې ته ځني تلی ، او د ابوبکر رضی الله عنه  مريي عامر بن فُهیرة د شپې په مهال کي د پسو رمه ورته راوستله د همدې رمې د میږو شیدې د دوی خوراک او چښاک وو .د ثور غر ۲۵۴۳ فوټه یعني ۷۷۰ متره خیز  او ۱۰  کېلومتره مربع مساحت لري ، دا غر د مکې معظمې په جنوب کي د ۸ کېلومترو په فاصله کي پروت دی . 
 
 
 
 
د همدا غره په بیخي لوړه خوا کي غټه ګاره ده ، نس يې ګوګ دی د همدې غار څخه د هجرت سفر پیل سو . 
 
دا یو حیراونکی سفر دی ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل مشرک قوم دده د وژلو او نیولو په تلاښ کي یوې او بلي خوا ته هلي ځلي کولې . 
 
خو بل طرف ته چي د مدینې منورې و مېلمه پالو هستوګنو اوس او خزرج یعني انصارو ته خبر ورسیده چي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  د مدینې په اراده خپل پلرنی ټاټوبی پرې ایښی دی ، هغو بیا پر مدینه منوره باندي د رسالت د ځلانده لمر د راختلو په هوس کي هره ورځ د ښه راغلاست او استقبال لپاره واړه او زاړه او بهادره زلمیان د کمانو او تورو سره مخي ته ور وتل ، تر ټکندي غرمې به يې هلته انتظار ایسته ، خو چي څه وخت به د غرمې سختي ګرمۍ بې تابه کړه بېرته به کورونو ته راستانه سول .
 
د دوشنبې ورځ د ربیع الاول میاشت وه چي دوی د مدینې و حرې یعني د تکو تورو  ډبرو  میداني ته د تېرو ورځو په شان د استقبال د پاره راوتي وه د غرمې لمر  بې تابه کړه بېرته کورونو  ته  ولاړل یو یهودی د کلا بام ته پورته سو که ګوري لیري په دښت کي څو تنه په سراب کي ځلیږي .
 
د یهودي دا باور سو چي دا هغه څوک دی چي د مدینې انصار يې د استقبال لپاره هره ورځ راوځي ، پر انصارو  يې بې اختیاره ږغ وکړ چي ستاسو د مقصد کس راورسېد .
 
د همدې آواز په اورېدلو ټول په چکټیا سره د الله تعالی د رسول صلی الله علیه وسلم ومخي ته د استقبال د پاره راووتل رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي په لومړي ځل کي مدینې منورې ته تشریف راوړی ، د مدینې د ښار څخه دباندي د بنو عمرو د قبلې په کلي یعني د قباء په کلي کي څوارلس ورځي پاته سو او هلته يې د قباء د مسجد بنیاد هم کښېښود او هلته يې لمونځونه پکښي وکړه .
 
 
مسجد قباء هغه مسجد دی چي د اولي ورځي څخه د تقوا پر بنسټ جوړ سوی دی او رسول الله  صلی الله علیه وسلم  به د شنبې په ورځ د سهار په مهال کي کله پیاده او کله پر سپرلۍ ورته راتلی او دوه رکعته  لمونځ به يې پکښي اداء کاوه ، کوم کسان چي په مدینه منوره کي وي نو هغو ته په کار ده چي د شنبې په ورځ همدې مسجد ته د لمانځه د ادایني د پاره ورسي .
 
رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په قباء کي د څوارلسو ورځو تېرولو څخه وروسته د مدینې منورې د ښار  پر خوا د خپلو ماماخیلو او نورو صحابه کرامو په بدرګه کوچ راوکړ ، چیري چي مسجد نبوي جوړ سوی دی هلته يې اوښه چوخ سوه ، رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وویل : ان شاء الله همدا مو ځای دی ، دلته نژدې د ابو ایوب انصاري  رضی الله عنه  کور  وو هلته په کور کي ورسره هستوګن  سو ، ابو ایوب انصاري رضی الله عنه د رسول الله  صلی الله علیه وسلم د ماماخیلو څخه کیږي .
 
د مسجد نبوي مځکه د سهيل او سَهل دوو یتیمانو وه کوم چي أَسعَدَ بنِ زُرَارَةَ يې پالنه کوله ، انصارو دا مځکه د مسجد د پاره په وړیا ډول ورکول خو رسول الله ځني قبوله نه کړه ، په پیسو يې ځني رانیوله ، پر دا مځکه خرابه کورونه ، د خرما وني او زاړه قبرونه وه ، د قبرونو څخه يې د مشرکانو هډونه وایستل ، وني يې وریبلې او مځکه يې هواره کړل، د مسجد نبوي د تعمیر کار يې پیل کړ ، په اومو خښتو يې دېوالونه را پورته کړل ، د دروازو میلان يې په ډبرو ووهل او د خرما د ونو تنې يې قبله رخ څو کتاره د میلانو په ډول ودرول او  چت يې  په لرګو ور وپوښی ، مهاجرو او انصارو په ګډ بېګار د مسجد نبوي د تعمیر لپاره کار کاوه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم خښتي ورسره نقل کولې او د مسلمانانو د یو شاعر دا بیت يې وایه :
 
 اللَّهُمَّ إِنَّ الْأَجْرَ أَجْرُ الْآخِرَهْ                    فَارْحَمْ الْأَنْصَارَ وَالْمُهَاجِرَهْ
اې الله ! اصلي اجوره د آخرت اجوره ده ، ته پر انصارو او مهاجرو باندي رحم وکړه .  
 
په مسجد نبوي کي څو ځلي توسیع او پراخي راغلي ده په وروستني تصویر کي چي د چت لخوا څخه اخیستل سوی دی د شنې ګنبدي تر څنګ تر سایوانو پوري چي پر چت وړې وړې ګنبدي ښکاري دا د نبوي مسجد د هغې ساحې چت دی چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   په زمانه کي مسجد پر بناء سوی وو البته د قبلې او لوېدیځ خوا ته هغه ساحه هم پکښي شامله ده چي د حضرت عمر او عثمان  رضی الله عنهما  د خلافت په دورونو کي پر اضافه سوې ده ، دننه په نبوي مسجد کي د مسجد نبوي هغه برخه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   په زمانه کي مسجد وو د میلانو په سر کي په لیکنه ښودل سوې ده چي دا د نبي  علیه السلام  د مسجد حد دی .
 
 
 
د نبوي مسجد په همدغه برخه کي د منبر څخه بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر کور یعني د ختیځ خوا ته چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ښځو حجرې تر کومه ځایه د مسجد نبوي سره نښتي دي دا برخه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د جنت د باغچو څخه یوه باغچه بللې ده ، دا برخه اوس په سپین رنګو غالیو فرش سوې ده او د روضې په نامه یادېږي ، لاندي انځور ددغي برخي یوه حصه درته ښئي .
 
د مځکي پر مخ د سپېڅلتیا له مخي مسجد نبوي دوهم مسجد دی . 
 
رسول الله  صلی الله علیه وسلم  فرمایلي دي : 
 لَا تُشَدُّ الرِّحَالُ إِلَّا إِلَى ثَلَاثَةِ مَسَاجِدَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَمَسْجِدِ الرَّسُولِ صَلَّى
 اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَمَسْجِدِ الْأَقْصَى.  (متفق عليه عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ )
ژباړه : د درو مسجدونو یعني مسجد حرام ، مسجد نبوي او مسجد اقصی څخه پرته  نورو مسجدونو ته د سفر لپاره پر اوښو کتي نه تړل کیږي .
یعني د مځکي پر مخ چي هر څه مساجد دي د یو ښار او بل ښار په مسجد کي لمونځ کول د مځکي د شرف له مخي کوم توپیر نه لري نو ځکه د مسجد د پاره د یوه ښار څخه بل ښار ته سفر نه کیږي البته دا درې مسجدونه ځان ته خصوصي شرف لري .
 
په مسجد نبوي کي یو لمونځ بېله مسجد حرام څخه تر نورو مسجدونو د  زرو لمونځونو څخه زیات ثواب لري . 
 
رسول الله  صلی الله علیه وسلم  فرمایلي دي :
 
صَلَاةٌ فِي مَسْجِدِي هَذَا خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ صَلَاةٍ فِيمَا سِوَاهُ إِلَّا الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ .  ( متفق عليه و اللفظ اللبخاري عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ )
 
ژباړه : زما په دې مسجد کي یو لمونځ د نورو مسجدونو تر زرو لمونځونو غوره دی البته د مسجد حرام څخه پرته .
 
په مسجد حرام کي یو لمونځ د سلو زرو لمونځونو سره برابر ثواب لري .
 
په مسجد اقصی کي یو لمونځ د نورو مسجدونو د پنځوسو  (۵۰) لمونځونو برابر ثواب لري . 
 
د مسجد نبوي څخه چي د روضې مطهرې پر دروازه مخ پر ختیځ راووځي هلته نژدې د مدینې منورې هدیره ده چي د جنة البقیع په نامه یادیږي .
 
عایشة  رضی الله عنها  وايي هر وخت چي به ددې د شپې  تېر نوبت د رسول الله صلی الله علیه وسلم   سره وو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به د شپې په اخیر کي د جنة البقیع و هدیرې ته تلی او هلته به يې داسي ویل :
 
السَّلَامُ عَلَيْكُمْ دَارَ قَوْمٍ مُوومِنِينَ وَأَتَاكُمْ مَا تُوعَدُونَ غَدًا مُووجَّلُونَ وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللَّهُ بِكُمْ لَاحِقُونَ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِأَهْلِ بَقِيعِ الْغَرْقَدِ. ( مسلم)
 
ژباړه : السلام علیکم اې د مومن ټبر د هدیرې څښتنانو ! او تاسو ته هغه څه ورسېده کوم چي وعده يې در کول کېده ، سبا د حساب ورځي ته نور ځنډ درکول کیږي او مونږ هم ان شاء الله ستاسو سره یو ځای کېدونکي یوو ، اې الله ! د بقیع غرقد و خلکو یعني مړو ته بخښه وکړه .
 
د مسلم په بل روایت کي راځي چي عایشة رضی الله عنها  وايي یوه شپه رسول الله صلی الله علیه وسلم  په پټه د بستر څخه را څخه ولاړ سو ووتی ، زه هم د شاه لخوا پټه پسي رهي سوم ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د جنة البقیع و هدیرې ته ولاړی 
 
( فَأَطَالَ الْقِيَامَ ثُمَّ رَفَعَ يَدَيْهِ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ)  هلته ډېر ګړی ودرېدی او درې ځلي يې د دعا لپاره لاسونه پورته کړه ، او  بیا د کور پر خوا راستون سو ، زه مخته ځني رارهي سوم ، ځان مي د مخه و کور ته راورسوه ، پر بستر پرېوتم ، ساه مي وهله ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  راته وویل : چي څه درته پېښه ده چي ساه وهي ؟ ما ورته وویل هیڅ نه ده پېښه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  راته وویل : چي حال به راته وايي که نه نو الله جل جلاله به ما خبروي ، نو ما قصه ورته وکړه چي زه په تا پسي درغلم څو معلوم کړم چي ته چیري ځې .
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  وايي چي جبرائیل علیه السلام  راته راغلى  وايي الله امر کړی يې چي د بقیع و هدیرې ته ولاړ سه هغو ته استغفار وکړه .
 
عایشة رضی الله عنها  وايي چي زه څنګه دعا ورته وکړم چي ورسم ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  راته وویل داسي وایه :
 
السَّلَامُ عَلَى أَهْلِ الدِّيَارِ مِنْ الْمُومِنِينَ وَالْمُسْلِمِينَ وَيَرْحَمُ اللَّهُ الْمُسْتَقْدِمِينَ مِنَّا وَالْمُسْتَأْخِرِينَ وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللَّهُ بِكُمْ لَلَاحِقُونَ  ( مسلم )
 
ژباړه : د مومنانو او مسلمانو د هدیرې پر څښتنانو دي سلام وي ، او الله جل جلاله  دي زمونږ پر مخکنیو او وروستنیو باندي رحم وکړي ، او مونږ ان شاء الله په تاسو پسي درتلونکی یوو .
 
د همدغو حدیثونو څخه د زیارت مسنونه طریقه هم راته معلومه سوه هغه دا چي د هر مسلمان او مومن زیارت ته چي څوک ورسي نو و مړي ته به سلام اچوي بیا به ځان او مړي ته دعا کوي او د الله جل جلاله  څخه به هم د ځان د پاره او هم د مړي د پاره د بخښني طلب کوي ، او دریم دا چي د مړي د حالت څخه به عبرت اخلي پدې ډول چي زه هم و همدغو سپېرو خاورو ته تلونکی یم .
 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و دعا ته که څوک ځیر سي دا درې واړي خبري په هغه کي نغښتي دي ، څوک چي د الله جل جلاله  د رسول رسالت مني نو هغه باید حتما په هر څه کي د الله د رسول صلی الله علیه وسلم  متابعت وکړي .
 
امام الترمذي رحمة الله علیه  د ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدینې د قبرونو سره تېرېدی ، پر قبرونو يې مخ ور واړوه  او داسي يې وویل :
 
السَّلَامُ عَلَيْكُمْ يَا أَهْلَ الْقُبُورِ يَغْفِرُ اللَّهُ لَنَا وَلَكُمْ أَنْتُمْ سَلَفُنَا وَنَحْنُ بِالْأَثَر .
ژباړه : السلام علیکم اې د قبرو خلکو ! الله جل جلاله  دي مونږ او تاسو ته مغفرت او بخښه وکړي ، تاسو زمونږ څخه وړاندي تللي یاست او مونږ مو پر پلونو پسي درځو.همدا د زیارت طریقه ده .  
 
په جنة البقیع کي عثمان  رضی الله عنه ، عباس  رضی الله عنه ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ښځي او لوڼي رضي الله عنهن او نور ډېر جلیل القدره صحابه کرام ښخ دي خو د یو څو تنو څخه پرته د نورو قبرونه په مشخص ډول معلوم نه دي ، په ځینو نقشو کي د ځینو کسانو د قبرونو ځایونه ښودل شوي دي خو پر هغو نقشو باندي د اعتماد هیڅ نښي نه لیدل کیږي نو ځکه مونږ هم د هغو نقشو انځور درته وړاندي نه کړ .
 
ماخذ: د حج ښه ملګری
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته