تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي معجزې:د پيدايښت ترمخه د نبوت دلايل
  تعلیم الاسلام
  September 17, 2016
  0

 د رسول الله ص معجزې

د  پيدايښت تر مخه د نبوت دلايل

 
راټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د فيل واقعه
 
دا يوه ډيره لويه تاريخي معجزانه پېښه وه چي هر چا د جزيرة العرب د تاريخ په بيانولو  کې  نقل کړې ده او کله چي الله عزوجل په قرانکريم  کې  د فيل په نامه مستقل سورة نازل کړی نو مشرکينو او کفارو ددې څخه هيڅ انکار ونه کړی. الله  تعالی  فرمايي:
 
( أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ (۱) أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ (۲) وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْرًا أَبَابِيلَ (۳) تَرْمِيهِمْ بِحِجَارَةٍ مِنْ سِجِّيلٍ (۴) فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَأْكُولٍ (۵) (سورة الفيل: ۱-۵)
 
ايا نه وليدلې تا، نه يې خبر چې څرنګه كار كړى و رب ستا د فيل له خاوندانو سره. آيا نه يې وګرځولى ( هغه ) كيد مكر د دوى ( په حق دن ړولو د كعبې بلكې ګرځولى يې و ) په ګمراهي زيانمنې بطلان كې . او راويې ليږل په دوى باندې مرغان ټولګى ټولګى چې ويشتل يې هغوى په كاڼو سره چې له خټو په اور پخو شويو څخه جوړشوى ؤ. نو ويې ګرځاوه دغه لښكر د خوړلو شويو پائمال كړيو شويو وښو په شان.
 
په قرانکريم  کې  ددې واقعې يادونه ددې لوي ثبوت دی چي دا پېښه سوې ده. قريشو د رسول الله ﷺ د اذيت او تکذيب د پاره په يوه ادني بهانه پسي څرک وه، د هغه د بدنامولو د پاره به يې يوه معمولي نقطه نيول خو هيچا هم په قرانکریم  کې  د فيل د پيښي تکذيب ونه کړی نو ثابته سوه چي دا معجزانه پېښه رامنځ ته سوې ده.
 
دا واقعه اصلاً د نبي کريم ﷺ د نبوت دليل دی، ځکه بېله محمدي امت څخه د نورو دينونو خلګ خو د کعبې حج نه کوي بل کې  محمدي امت او حضرت محمد ﷺ هغه شخصيت دی چي د حج او لمونځ د فرضيت حکم ورکول سوی دی نو په دې واقعې سره ثابتيږي چي د همدې کعبې د پيروانو دين حق دی او نبي يې صادق دی.
 
دا ستره تاريخي پېښه په لنډ ډول داسي وه چي د نجاشي د لوري د يمين والي ابرهه الصباح الحبشي هڅه وکړه چي د عربو د کعبې د حج مخنيوي وکړي نو په صنعاء  کې  يې يوه لويه کليسا جوړه او د خلګو څخه يې وغوښتل چي حج همدلته وکړي. د بني کنانه د قبيلې يوه سړي دا خبره واورېده او د شپې يې په پټه په کليسا  کې  غټي بولي وکړې، ابرهه چي ددې کار څخه خبر سو نو خورا سخت په قهر سو او يو لوی شپيته زره کسيزه لښکر يې د کعبې شريفي د نړولو په تکل په حرکت کړی، د ځان د پاره يې تر ټولو لوی او قوي فيل غوره او (۹) يا (۱۳) نور فيلان يې هم مخ د مکې په لور روان کړل. 
 
کله چي د مزدلفې او مني ترمنځ (وادې محسر) ځاي ته ورسېدی نو فيل يې په ګونډو سو، ابرهه چي به د فيل مخ د جنوب، شمال او يا ختيځ خواته اړوی فيل به منډي وهلې خو چي د کعبې خواته به يې د هغه مخ کړی فيل به په ګونډو سو، په همدې هلوځلو  کې  وو چي الله  تعالی  يو ډول مرغان پر راکښته کړل چي دوی يې د پخو خټو په کوچنيو ډبرو وويشتل او د ژوول سوو وښو په ډول يې تر پښو لاندي کړل.
 
 دا مرغان طوطکيو او قمرې ته ورته وو، کوچنۍ ډبري وې چي يوه يې په مشوکه  کې  او دوې يې په پښو  کې  نيولي وې، پر هر چا چي به ډبره ولګېده اندامونه به يې يو په بل پسي پرېکدل او مړ به سو، که څه هم پر هر سړي ډبره نه وه لګېدلې خو د ځينو د لوېدو وروسته لښکر د ماتي سره مخ سو او د خورا ګډوډۍ په حال  کې  يې يو د بل څخه د مخ کې  تښتېدلو هڅه کول....پر ابرهه د الله  تعالی  د لوري داسي مرض راکښته سو چي تر صنعا پوري يې ټول پوست او ګوتي د بدن څخه ولوېدل او صنعا ته د نوي پيدا سوي چيچي په شان په خاپوړو ورسېد او بالاخره په بد حالت  کې  مړ سو.
 
دا پېښه د زياتو تاريخ پوهانو په اند د رسول اکرم ﷺ د مبارک پيدايښت څخه (۵۰) يا (۵۵) ورځي مخ کې  منځ ته راغلې وه .
 
دا پېښه په حقيقت  کې  يوه نښه وه چي الله عزوجل د خپل رسول او د خپل کور د ښکاره کولو او تيارولو د پاره وړاندي کړه، څو دا ښکاره سي چي همدا به د نبي قبله وي او په همدغه کال دنيا ته تشريف راوړي .
 
 کله چي موږ د بيت المقدس تاريخ را اړوو نو وينو چي د الله  تعالی  دښمنانو هره يوه بختنصر او روميانو د مسلمانانو څخه ونيوی خو کعبه شريفه د نصاراوو په لاس  کې  ونه لوېده. دا هغه وخت وو چي د فارس او روم ترمنځ مقابلې شروع وې او د کعبې شريفي د کرامت، پاکوالي او عظمت دا خبر ډير ژر نړۍ ته ورسېدی.( رحيق المختوم)
 
 او د هغه وخت د  مځکي  د مخ هغه لوى او پر مخ تللي پاچاهۍ هم دغه دوې (فارس او روم) وې، نو دغه واقعې ټول عالَم و ځان ته متوجه کړل او نړيوال يې د بيت الله په شرف پوه او خبر کړل، نړۍ ته دا معلومه سوه چي الله جل جلاله دغه ځاى مقدس کړى دى لکه دا چي د دغه ځاى څخه د رسول الله ﷺ د راتګ مقدمه وه او نړيوالو ته يې دا ور ښکاره کړه که د دغه ځاى د اَهله څخه يو څوک د نبوت دعوه وکړي دا به عيناً هغه شئ وي چي د دغي واقعې تقاضاء او غوښتنه ده او د دغه ځاى څخه به د نبي را وتل د دغه پټ حِکمت تفسير او بيان وي چي الله جل جلاله ولي د مکې مکرمې مشرکان د هغه وخت پر اهل ايمان چي نصارا وه په داسي طريقه سره کاميابه کړل چي د اسبابو تر قدرت لوړه خبره وه، دغه واقعه د دغه ځاى څخه د نبي د را وتلو مقدمه وه.
 
ماخذ: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت دلائل
 
د فیل د واقعې تفصیلي معلومات
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته