تازه سرليکونه
د (کورنى جوړښت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کورنی جوړښت - په کور کي کتابتون
  تعلیم الاسلام
  October 13, 2016
  0

 ترتیب کوونکی: ز. عزيزي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
اتمه لارښوونه: په کور کې مو اسلامي کتابتون جوړ کئ !
 
يو د هغو مواردو نه چي د کورنۍ  د پاره په دين کي د تفقه او زده کړې لاره برابروي او د شريعت احکامو ته د پاپندۍ او د زده کړې په لاره کي ورسره کومک کوي، هغه په کور کې د اسلامي کتابتون جوړول دي. ضروري نه ده چي د يوه غټ کتابتون د پاره هڅه وکړئ بلکې يوازې مهم کتابونه راټولول او ورته  د لاس رسي آسانتيا پيدا کول او د کورنۍ د افرادو مطالعې ته تشويقول کفايت کوي. که چيرې په کور کې کتابتون موجود وي، د کورنۍ د افرادو د پاره د مطالعې دوامدر فرصت برابروي.
 
کتابتون په لوړکيفيت باندې غوره کړئ، داسې کتابونه غوره کړئ چي بيلابيل مراجع ولري او مختلف مسائل تر بحث لاندې ونيسې؛ کتابونه بايد د مختلفو سطحو وي چي  د کوچني، غټ، ښځې او سړي لپاره ګټور وي او که ستاسې زامن د مکتب شاګردان وي هغوی هم ترې ګټه پورته کړي.
 
په کتابونو کې داسې کتابونه هم برابر کړی چي د ملګرو، ميلمنو او هغو کسانو د پاره چي ستاسې کور ته راځي ښکلې ډالۍ وي، کوښښ وکړئ چي هغه چاپ کتابونه غوره کړئ جزاب، ښايسته اومحقق وي، د احاديثو تخريج يې سوی وي، مخکې له دينه چي کتاب واخلئ په دې اړه دداسې کسانو سره مشهوره وکړئ چي په دې اړه د مشورې وړ وي.
 
کتابونه د موضوعاتو مطابق پرله پسې کښيږدئ، د تفسير کتابونه په يو اړخ کې، د حديثو کتابونه، د فقهې او نور هري يوې موضوع کتابونه په ځان ته ځای کي ږده، يا دي د کورنۍ ځينې افراد د الفبايي فهرست او موضوع پر اساس مرتب کړي، تر څو کتاب په اسانه توګه راواخيستل سي.
 
 
څومره ډير کسان دې چي د خپل کور د کتابتون  دغني کولو د پاره په ډيره حريصانه توګه د اسلامي کتابونو د نومونو د پاره پوښتنې کوي او غواړي چي ډير مفيد کتابونه  په مختلفو علومو کې لکه تفسير، حديث، عقيده، فقه، اخلاق، د نفس تزکيه، سيرت او نور ځانته غوره کړي.
 
-----------------------------------------
 
مخکنۍ برخي:
کورنۍ ته د پاملرني کولو ارزښت
لومړۍ لارښوونه
دوهمه لارښوونه
دریمه لارښوونه
څلرمه لارښوونه
پنځمه لارښوونه
شپږمه لارښوونه
اوومه لارښوونه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته