تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کیلې د ارزښت په زړه پوري حقایق
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 3, 2016
  0
لیکنه: ډاکټر محب الله علمیار / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
که د یوې میاشتي لپاره دورځي دوې دانې کیلې وخورو په وجود کي به حیرانوونکي بدلونونه تجربه کړو!
 
کیله یوه داسي ښکلی میوه ده چي په کافي اندازه ویټامینونه ، منرالونه ، فایبر او طبیعي قندي مواد لکه سکروز او فرکتوز لرونکې ده، د غذایي موادو اړوند څیړونکي په دې اند دي که د یوې میاشتي لپاره هره ورځ دوې دانې کیلې وخوړل سي د انسان د روغتنیا په تامین کي به حیرانوونکي بدلونونه رامینځته سي چي په لاندي ډول دي:
 
 
۱. د معدې جوش: کیلې د طبیعي انتي اسید په ډول د هغه کسانو لپاره ډیري ګټوري دي چي د معدې له جوش څخه شکایت کوي، یوازي د یوې دانې کیلې په خوړلو سره د معدې جوش له مینځه ځي.
 
۲. د ویني د فشار کنترول:  کیلې په کمه اندازه سوډیم او په پراخه کچه پوتاسیوم لري چي دا دویني د فشار په کنترول او تنظیم او د زړه په روغ ساتلو کي خورا ستر رول لوبوي.
 
۳ .انرژي: له کار کولو څخه وړاندي د کیلې خوړل په وجود کي کافي انرژي تامینوي او ستاسو د کارکولو ځواک لوړوي.
 
۴.د معدې زخمونه: کیلې ښه او نرم ترکیب د انتي اسیدي ځانکړتیاوو د لرلو له امله د معدې د جدارونو په محافظه کي اغیزمن رول لري او د هغه د تخریش څخه مخنیوی کوي ځکه نو له یوې خوا د معدې د زخم د جوړیدو څخه مخنیوی کوي او له بلي خوا د هغه ناروغانو لپاره هم ګټور تمامیږي چي د معدې له زخم څخه ځوریږي.
 
۵.کمخوني: کیلې په خپل ترکیب کي په کافي اندازه اوسپنه لري، د هیموګلوبین د تولید په تنبیه کولو سره د کمخونۍ په له مینځه وړلو کي هم رول لري.
 
۶.ژورخفګان یا Depression: کیلې یوازنۍ میوه ده چي Tryphtophan لري نوموړې ماده په وجود کي په سیروتونین بدلیږي او سیروتونین په وجود کي د خوشحالۍ او آرامۍ احساس تقویه کوي او په دې ډول ژورخفګان له مینځه وړي.
 
-------------------------
هغه خواړه چي تاسو ځوان ساتي
د ویټامین ډي ګټي او د ناروغیو مخنیوی
د پښتورګو د حفاظت لپاره ۸ ارزښتمن ټکي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته