تازه سرليکونه
د (خبرتياوي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تعلیم الاسلام راډيو په زابل او بولدک کي
  تعلیم الاسلام
  November 16, 2016
  0
۲۳/۸/۱۳۹۵
 
تعلیم الاسلام راډیو چي یوه خپلواکي، شخصي، تعلیمي او اسلامي راډیو ده، په ۱۳۸۷ کال کي په کندهار کي د جیدو علماء کرامو لخوا د ولس په مالي مرسته نشرات پیل کړه، د بیلابیلو ګټورو خپرونو لکبله یې په ټولنه کي زیات مقبولیت پیدا کړی چي وروسته یې د انټرنیټ پر لیکه نشرات پیل سوه او ږغ یې د ګران هیواد افغانستان تر مختلفو ولایتونو او د نړۍ تر مختلفو هیوادو ورسیدی.
 
تعلیم الاسلام راډیو اسلامي، تربیتي، تعلیمي، تفریحي او علمي خپروني لري. پدې خپرونو کي د عصري علومو خپروني هم شتون لري. د تعلیم الاسلام راډيو د خپرونو په واسطه په بې شمیره افرادو کي مثبت بدلون راغلی او په زیاتو کورنیو کي مشکلات حل سوي، د علم، پوهي، اصلاح او اسلامي تربیې په لور یې مخه کړې.
 
د همدې معیاري او ګټورو ټولنیزو خپرونو په نتیجه کي هیوادوالو د بیلابیلو ولایتونو څخه تعلیم الاسلام ادارې ته وړاندیزونه کول چي د دوی په ولایتونو کي هم دا راډيو خپله څانګه فعاله کړي. بالاخره د څو کلونو په نتیجه کي تعلیم الاسلام راډیو د کندهار څخه علاوه په څلورو ولایتونو (هلمند، ارزګان، ننګرهار او فراه) کي نشرات پیل کړل چي ولس يې تود هرکلي او ملاتړ وکړی.
 
تقریباً د تیرو درو کلونو راهیسي د زابل ولایت متدینو مسلمانانو د تعلیم الاسلام ادارې څخه د څانګي غوښتنه کول بالاخره په زابل ولایت کي هم تعلیم الاسلام راډيو د څانګي تصمیم ونیوی او ان شاءالله په نژدې راتلونکي کي به خپل نشرات پیل کړي.
 
ورسره د بولدک ولسوالۍ څخه مسلمانان وروڼه ددې راډيو د څانګي غوښتنه د ډير وخته کول چي بالاخره د تعلیم الاسلام ادارې مشرتابه هوډ وکړی چي هم په زابل ولایت او هم په بولدک ولسوالۍ کي خپلي څانګي پرانیزي. 
 
ددې لاري اوس په هر کور کي دیني، معلوماتي او تربیتي خپروني شروع او بې شمېره نارینه، ښځينه او ماشومانو ته د کور دننه د دیني زده کړو اسانتیا برابریږي.
 
د تعلیم الاسلام راډیو څانګي:
 
تعلیم الاسلام راډیو کندهار (مرکز) ۸۹.۷ FM 
تعلیم الاسلام راډیو هلمند (څانګه) ۸۹.۵ FM 
تعلیم الاسلام راډیو ارزګان (څانګه) ۸۸.۲ FM 
تعلیم الاسلام راډیو ننګرهار(څانګه) ۹۱ FM 
تعلیم الاسلام راډیو فراه (څانګه) ۶.۸۹ FM 
تعلیم الاسلام راډيو زابل (څانګه) ۸۹،۳ FM
تعلیم الاسلام راډيو بولدک (څانګه) ۸۹،۴ FM
تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
تعلیم الاسلام دارالافتاء 
تعلیم الاسلام للبنات (د انجونو مدرسه)
تعلیم الاسلام للذکور (د هلکانو مدرسه)
تعلیم الاسلام مجله 
تعلیم الاسلام مطبعه
تعلیم الاسلام طلايي لړۍ 
تعلیم الاسلام انلاین مدرسه
 
الله عزوجل دي د تعلیم الاسلام راډیو مشرتابه او همکارانو ته ښه بدله او د اړوند چارو ښه توفیق ورکړي چي افغانانو ته یې د دین صحیح پوهه د دوی تر کورونو او کارځایونو ورسول. 
 
په ټولنه کي ددغسي علمي او دعوتي کارونو ډير قدر کول په کار دی، نور تفصیل او د خلګو لخوا د څانګي د پرانیستولو وړاندیزونه پر تعلیم الاسلام ویب پاڼه او رسمي فیسبوک صفحه کتلای سی.
 
عبدالرحمن بابا وايي:
 
په دنیا کي چي څه کار دی خو د دین دی
ددې کــــار پــه کنـــنـــده وو افـــــریـن دی
 
الله تعالی دي ټولو دیني ادارو ته د نیکو کارونو توفیق ورکړي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته