تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عیسایت بنسټ ايښودونکی پولس دی
  تعلیم الاسلام
  January 2, 2017
  0
لیکنه او څېړنه: استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
پولس په لاطینې ژبه او پولوس په یوناني ژبه کي ورته وایي چي معنا یې ده (کوچنی)، په عبراني ژبه کي ورته ساؤل/شاول (یعني د خدای څخه غوښتونکی) وایي.
 
پولس د یهودي نسل څخه یو رومي کس ؤ ، دی د حضرت عیسی علیه السلام په ژوند کي د هغه او د هغه د حواریینو سخت دښمن او مخالف ؤ. (پر عیسایانو يې زیات ظلمونه کول هغوی یې د پیسو په مقابل کي نیول او رومیانو ته یې په لاس ورکول ) کله چي دی عیسایي سو نو دمشق ته لاړی او هلته ئې د حضرت عیسی علیه السلام د الوهیت او د خپل ځان په هکله ئې وویل چي زه مسیح یم او زه په روح القدس سره معموره سوم، ده خپله و خپل ځانته رسول ووایه، او هر څه ئې له ځانه جوړ کړل، چي ډیرو له ده سره مخالفت وکی هغه په دې وجه نه چي دی عیسایي دی بلکې هغو دا باور درلودی چي پولس یو یهودي دی، دی نه د حواریینو څخه دی او نه هم دی د حضرت عیسی علیه السلام په ژوند کي عیسایي سوی دی، دی لیکي چي زه کله و دمشق ته تلم نو پر لاري مي یو نور ولیدی چي و ماته ئې وویل ساول !.......
 
په اوسني تحریف سوي انجیل کي داسي راځي:
 
(هغه لا په لاره ؤ او دمشق ته ورنژدې کيدو چي ناڅاپي له اسمانه یوه رڼا د هغه شا وخوا وځلیده، هغه په ځمکه را پریوتو او داسي یو اواز ئې واوریدی ساوله! ساوله! ته ماولی ربړوې؟ هغه تپوس وکی مالکه ته څوک ئې؟ ځواب راغی زه عیسی یم... (اعمال د رسولانو نهم باب: ۱- ۲۰) (۱)
 
 له دې څخه وروسته یې ځان د حضرت عیسی علیه السلام ځای ناستی وټاکی، عیسایي فاضلان لیکي:
 
خلکو دده د رسالت څخه انکار وکی دا ځکه چي دده رسالت د نورو رسولانو په شان نه ؤ. (۲)
 
د پولس په هکله مؤرخین فلويډراس (Floyd Ross) او میرمن ټاينيټی هلز (Mrs. Tynette Hills) لیکي:
 
په هغو ټولو خلکو کي چي د عیسائیت په لومړی کي ؤ تر ټولو ئې پولس ذمه واره دی، دا ځکه چي عیسائیت دده د عقایدو تر سیوری لاندي سو ، ده دعیسائیت لپاره نوې تګلاره و ټاکل. (۳)
 
پولس چي څه و خلکو ته تبلیغول نه د حضرت عیسی علیه السلام ویناوي وې او نه هم د حواریینو ویناوي وې، فاضل عیسایی څېړونکي پروفیسر آرنلډمئير (Arnord Meyer) وایي:
 
که څوک دا سوال وکي چي پولس رسول چي و خلکو ته کوم تعلیم ورکاوه هغه له کومه اخذ کاوه؟ ددې ساده ځواب دا دی چي ده هغه ویل چي د حواریینو څخه و ده ته رسیدلي وو، خو پولس خپله ددې پوښتنې ځواب بل شانته ورکوي او دی وایي: ما انجیل له انسانانو څخه نه دی حاصل کړی بلکې ما د یسوع مسیح څخه په مکاشفه باندي ولاسته راوړی دی، چي ددې څخه مطلب دا دی چي ده له هغه څه چي حضرت عیسی علیه السلام او حواریینو ویل له هغو څخه انکار دی. (۴)
 
همدارنګه پولس یوناني فلسفه او مشرکانه توهم پرستي او خیالات په عیسائیت ګډ کړل چي پردې باندي عیسایي عالمان هم په یوه خوله دي، د پولس په لیکونو کي (د یوناني فلسفې په ځانګړی ډول سره د افلاطونیت) پوره اثار معلومیږي. (۵)
 
دده ټوله تعلیم پر مکاشفه باندي ولاړ ؤ نه د حضرت عیسی علیه السلام پر ویناوو او نه هم د حواریینو پر ویناوو؛ د پولس مکاشفه داسي امکان نلري چي په یو ګړی دي ده سره ترتیب او برابره کړې وي بلکې دا دده د ډیر وخت پیغام ؤچي بیا یې د مکاشفې په ډول سره و خلکو ته ښکاره کړه، او اوس ده د عیسائیت څخه یو نوی دین جوړکي. (۶)
 
دا چي د پولس لیکونه د انجیلونو څخه مخکي لیکل سوي دي نو داسي موږ ویلای سو چي دده لیکونه د انجیلونو لپاره سرچینه ده، فاضل عالم ارنلډ د پولس په هکله زیاتوي:
 
که د عیسائیت موخه دا وي چي حضرت عیسی علیه السلا م د خدای زوی دی، او په انساني بڼه سره و مځکي ته راکښته سو ،او زموږ د ګناهونو لپاره ئې خپله وینه توی کړل، زموږ شفاعت به کوي، او دی زموږ د ګناهونو کفاره سو نو دا د حضرت عیسی علیه السلام تعلیم نه دی بلکې ددې بنسټ پولس ايښی دی او بس. (۷)
 
ټول عیسایي مؤرخین او څېړونکي په دې باور دي چي د اوسني عیسائیت بنسټ ایښودونکي پولس دی.
 
پولس د عیسائیت ریښې تر هر ځایه پوری و رسولې او د نوي عهدنامې تقریبا نیمایی ده لیکلې ده، ده د لومړی ځل لپاره د کلیساؤ طبقه بندې پیل کړل او له همدې لپاره ئې یوه غونډه هم وکړل.  (۸)
 
زموږ له څېړنو څخه دا پوره معلومیږي چي د اوسني عیسائیت بنسټ ایښودونکی پولس دی، ددې څخه علاوه د پولس څرګندونې د حضرت عیسی علیه السلام له ویناوو سره په ټکر کي دي، د بیلګې په ډول سره حضرت عیسی علیه السلام وایي چي خدای یو دی لکه په بایبل کي چي راغلي دي:
 
ته یواځي رښتینی خدای ئې او عیسی مسیح چي تا را استولی (رسول) دی. (یوحنا: ۱۷: ۳) (۹)
 
واوری ای بنی اسرائیلو خداوند زموږ خدای یو دی نو تاسو په ټول زړه ټول روح او ټول ځواک سره د خپل واحد خدای په وړاندی مینه ولری. (استثناء باب ۶ فقره جات ۴- ۵)
 
عیسی ځواب ورکړ، اول دا دی چي ای اسرائیلو واوری! مالک زموږ خدای یو مالک دی، تاسی د خپل خدای سره د ټول زړه سره، د خپل ټول روح سره د خپل ټول عقل او د خپل ټول طاقت سره مینه کوی. (مرقوس ۱۲ باب ۲۹- ۳۱)
 
او خدای د ټولې نړۍ پاچا شو، هغه خدای یو دی او د هغه نوم واحد (یو دی). (زکریا ۴۱باب ۸)
 
او خدای صرف یو خدای دی.( خط د رومیانو په نامه ۳باب ۳۰)
 
خدای یو دی، ایمان یو دی، بپتسمه او د ټولو خدای یو دی. (خط د افسویونو په نامه ۴: ۶)
 
اوس د ازلي پاچا یعني غیر فاني نا لیدلي واحد خدای عزت او جلال دي تل ترتله وي. (اول خط د تیموتیوس په نوم ۱: ۱۷)
 
ته په دې خبره ایمان ولره چي خدای یکي یو دی. (خط د یعقوب ۲: ۱۹)
 
خدای یواځي او یواځي یو دی.(خط دیهوداه ۲۵)
 
عیسایانو ته وایو چي په بایبل کي د خدای وحدانیت په ډیرو ځایونو کي  په ښکاره ډول سره راغلی دی، او دا تاسي چي ئې نه منی دا ستاسو بې انصافې او ګمراهې ده، و تاسوته دا بایبل هم د هیڅ شی ارزښت نه لري.
 
لنډه دا چي د انجیل پر تحریف سربیره موجوده عیسايي مذهب ټول د پولس بدعتي او محرف لخوا جوړ سوی دی کوم چي په اصل کي یهودي وو او عیسایان یې وژل. نوموړي خپله عیسی علیه السلام نه دی لیدلی خو د ځانه یې تقریباً ۱۴ کتابونه عیسایانو ته جوړ کړل او د حضرت عیسی علیه السلام د دین اساسي عقاید يې د منځه یوړل. همدا وجه وه چي د پولس ددغي دسیسې سره نورو حوارینو او مشهورو راهبانو اختلاف وکړی.
 
اړوند لیکني:
د بایبل تحریف د عیسايي راهبانو له نظره
د قران عظیم الشان د حقانیت دلایل
د رسول الله ﷺ په اړه د بایبل وړاندویني
کتاب: زما مناظره د عیسايي راهب سره
وینا: د قرانکریم معجزانه اثر د راهب قصه
یو عیسایي راهب په ۱۵ دقیقو کي ماته وخوړه
د عیسایي راهب Black Cathy سره بحث
 
اخذلیکونه:
 
۱: انجیل شریف اول جیبی چاپ ۱۹۹۶
۲ Encyclopedia of Religions and Ethics 1917
۳ Floyd.H.Ross and Tyentte Hills: op.cit 137
۴ Arnold Meyer: Jesus or Paul, London 1909
۵ Hammerton: Universal History of the World
۶ Encyclopedia of Brit 1962
۷ Arnorl Meyer: Jesus or Paul
۸:  تاریخ کلیسا، پاڼه: ۴۹- ۵۲، لیکوال: ډاکټرډونلډ ډي سمیټن، ژباړن: لیاقت قیصر، خپرونکي: فل ګاسپل آف پاکستان کوټ لکهپت لاهور
۹: عیسایت کياهے؟ لیکوال: شیخ الاسلام محمد تقي عثماني، خپرونکي: دارالاشاعت.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته