تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اودس او تیمم په اسلام او ساینس کي
 
  January 3, 2017
  0

 لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

مکروبونه د کومو اعضاؤ څخه داخلیږي؟


فضیلة الشیخ عبدالمجید وايي: ما د  ډاکټر هَنَوَرد لارسون  څخه پوښتنه وکړه چي د انسان په بدن کي کوم اعضاء دي چي غالباً د هغو اعضاوو په واسطه سره انسان ته مرض ورنقلیږي؟ 

ډاکټر و ویل: زموږ پرله پسې ځېړنو دا ثابته کړې ده چي انسان ته ډیر مرضونه د ده د لاسو د لاري ورنقلیږي، څکه انسان په خپلو لاسو سره مختلف اجسام مسحه کوي، د نورو انسانانو سره یې مښلوي، قسم قسم شیان په نیسي، ځکه لاسونه د انسان آله ده پاک او طاهر شیان په نیسي، نجس او ککړ شیان په نیسي او په قِسم قِسم حالاتو کي یې استعمالوي، د روغانو او ناروغانو سره مصافحه په کوي او داسي نور ډیر کارونه په لاسو سره کیږي، او دغه د لاسو د ګوتو نوکان تر هغو لاندي جروف یا خالي ځایونه دي چي د میکروب د پټېدلو دپاره ډیر وړ او مناسب ځایونه دي، نو ځکه په روغتونونکي ډاکټران د لاسو پر پرېوللو ډير تاکید او ټينګار کوي او څو څو ځله یې پاکوي، مګر کله چي بیا ډاکټر د عملیاتو و کوټې ته ننوزي هلته نو د لاسو پاکول حتمي او ضروري دي او خامخا باید تعقیم کړل سي او دسکلې په لاسو واغوندي، دا ټوله د دې دپاره چي عملیات په امن او سلامتیا سره پای ته ورسیږي.

 
 
د اوداسه روغتیايي ګټي

مسلمان وروڼو او خوندو! موږ ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  لار ښوونه دا ده چي هره ورځ باید پنځه واره اودس تازه کړو او د اوداسه تر تازه کولو دمخه باید خپل لاسونه درې واره د اوبو تر لوښي دباندي پاک پرېمنځو، یعني اول باید اوبه د یوه بل شي په واسطه د اوبو د لوښي څخه راواخلو او لاسونه تر لوښي دباندي پاک پرېمنځو او بیا نو دغه پاک لاسونه د لوښي څخه د اوبو په را اخستلو کي استعمال کړو.

ما ویل: ښه یا دکتور د میکروب د ننوتلو بل مدخل یا لار کوم ځای دی؟ 

ډاکټر و ویل: جهاز تنفسي، یعني هغه اعضاء چي و جسم ته د دباندي څخه هوا داخلوي.

ما ویل: بیا کوم ځای دی؟

ویل: خوله، خوله هم د میکروبو د ننوتلو دپاره مدخل دی او هم د میکروبو د پرورښت دپاره مناسب ځای دی، همدارنګه سترګي او غوږونه او ټول هغه ځایونه چي د انسان د بدن څخه لڅ او ښکاره دي، لکه پښې او لاسونه چي عادتاً په لباس یا کالو نه وي پټ، دغه ټول ځایونه و دې ته آماده دي یا د دې قابلیت لري چي د دوی د لاري دي میکروب و انسان ته ورنقل سي. 

شیخ عبدالمجید وايي نو ما ور ته و ویل: یا دکتور! ته اوس مهرباني وکړه زه ستا و حضور ته اودس تازه کوم او ته به و ينې چي یو مسلمان هره ورځ پنځه واره څه عمل اجراء کوي، نو مي لاسونه پرېولل، په پزه مي اوبه و لغړولې پزه مي سوغ کړه، په خوله مي اوبه ولغړولې خوله مي پاکه کړه، بیا مي درې واره مخ پرېولی، لاسونه مي پرېولل، سر او غوږونه مي نه پرېولل بلکه یواځي مسحه پر وکړه او بیا مي پښې پرېولې.

ډاکټر و ویل: په دې کي هیڅ شک نسته چي دغه عمل هغه مدخلونه او لاري پاکوي کومي چي ممکن د هغو لارو څخه جراثیم ننوتلي وي یا ننوزي.

د مسواک طبي ګټي

زموږ شیخ عبدالمجید الزَنداني صاحب وايي: و دغه اوداسه ته هغه مسواک هم ور زیات کړه چي د هغه په استعمال سره زموږ پیشوا رسول الله صلی الله علیه وسلم  موږ امر کړي یو، تاسي پوهیږی چي د نن ورځي طِب دا ثابته کړې ده چي د (أراک لرګی) هغه چي مسلمانان یې د مسواک دپاره استعمالوي په هغه کي د خولې د میکروبو د وژلو دپاره داسي یوه ماده موجوده ده چي قوت یې د هغه مقاومت یا قوت دوه چنده دی چي د غاښو په کریمو کي موجود دی، یعني د میکروب ضد کومه ماده چي د غاښو په کریمو کي موجوده ده، هغومره دوه واره په مسواک کي موجوده ده، ته کولای سې چي دغه تجربه په خپله وکړې هغه داسي: هر التهاب چي دي په غاښو کي پیدا سي د أرتاک د لرګي تازه او تُند مسواک استعمال کړه، دغه مسواک به د دغه التهاب او میکروب دپاره قاطع علاج و وینې.

سبحان الله! زموږ لارښوونکي رسول الله صلی الله علیه وسلم  موږ ته هر څه راښوولي دي حتّْی د غاښو پوره او کامل طِب هغه طِب چي د انسان پر صحت پوره تاثیر لري هغه یې هم را ښوولي دي، تاسي پوهېږی چي د خولې پرېولل او د مسواک استعمالول د ډیرو مرضو څخه ساتنه او وقایه ده او د خولې د ضررناکو میکروبو او جراثیمو وژنه ده.

د غوږو مسحه

محترم عبدالجید الزنداني وايي و نوموړي ډاکټر ته مي و ویل: آیا په دې مي پوهولای سې چي پر غوږو ولي مسحه کیږي او نه پرېولل کیږي؟

ډاکټر و ویل: دا معلومه سوې ده هغه کسان چي په کوچنیوالي همېشه لمبېدل او په اوبو کي یې اوبازي کول دوی په دننه غوږو کي التهابات لري نو که و دغي منطقې ته اوبه ورننوزي هلته د میکروبو د نُمو او پرورښت دپاره فُرصه او موقع برابریږي او بیا به یې د همېش دپاره په غوږو کي درد او التهاب موجود وي، نو ځکه هغه ښه طریقه دا ده چي غوږونه نه پرېولل سي بلکه د پرېوللو پر ځای یواځي مسحه کړل سي. 

سبحانک یارب!

مسلمان وروڼو! موږ د اوداسه په تازه کولو سره هغه لوی مدخلونه یا هغه لويي لاري پاکوو کومي چي د هغو لارو څخه دغه عالَم چي موږ یې نه وینو زموږ بدنو ته را داخلیږي، چي دا د الله جل جلاله  هغه فضل او احسان دی چي د دغه دین په واسطه سره یې پر موږ کړی دی، حتّْی یواځي دغه ذکر سوي ګټي د اوداسه حکمتونه نه دي بلکه په اوداسه کي نور هم ډیر زیات حکمتونه سته خو موږ دلته د اوداسه هغه حکمتونه بیانوو چي په هغه دقیق کائناتو پوري تعلق لري چي په سترګو نه لیدل کیږي او د جراثیم یا میکروب په نامه سره یادیږي.


تیمیم د طبابت له نظره

محترم شیخ الزنداني وايي: بیا مي د نوموړي ډاکټر څخه پوښتنه وکړه: که ته مسافر وې او اوبه نه وې درسره فقط دومره اوبه لرې چي ستا د چښلو ضرورت در پوره کوي او ته وايي چي دغه میکروبونه په هر وخت او هر ځای کي سته چي زموږ پر جسم او بدن حملې کوي او موږ باید خپل بدنونه همېشه پاک وساتو، نو اوس چي اوبه نسته آیا یوه بله داسي طریقه سته چي په هغه سره موږ دغه میکروب د ځانه څخه لیرو کړو؟ یا په بل عبارت موږ خپل بدنونه د دغه حمله کوونکو جراثیمو څخه پاک وساتو؟

ډاکټر چپ سو، خو ما ورته و ویل چي زموږ سره یوه طریقه سته چي اوس به یې درته وړاندي کړم هغه دا: که موږ لږ پاکي او صفا، نقي او تازه خاوري را واخلو او بیا پر دغه خاورو لاسونه و وهو او بیا لاسونه داسي وڅنډو چي دغه خاوري ځني و لویږي فقط د دغو خاورو څخه یوه نازکه طبقه زموږ پر لاسو پاته سي او بیا په دغو لاسو سره خپل مخ او لاسونه مسحه کړو، ته څه فکر کوې؟ آیا په دغه عمل سره به موږ هغه موجود میکروبونه نه وي لږ کړي؟ او د هغو د پرورښت مخه به مو نه وي نیولې؟

ډاکټر و ویل: د طب او ډاکټرانو په مسلک دا د معلومو او ثابتو خبرو څخه ده چي پاکي او نقي خاوري لکه څرنګه چي الله جل جلاله  د تیمامه په آیات کي فرمايي: 

(فَتَيَمَّمُوا صَعِيدًا طَيِّبًا) الایة
 
یعني: په پاکه خاوره تیمم و وهی.

نه هغه د عامو ځایو یا کوڅو خاوري چي انبار په ګډ سوی وي یا هغه تر درختو لاندي خاوري چي هلته خلک قضاء حاجت کوي، بلکه په هغه خاوره سره تیمم و وهی چي پاکه، تازه او نقي خاوره وي د نجاستو او انبارو څخه لیري وي، دغسي پاکه خاوره هغه ناروغوونکي جراثیم ایسته کوي او میکروبو ته د پرورښت اجازه نه ورکوي.

نو کله چي د دغه پاکو خاورو څخه یوه نازکه طبقه پر مخ ولويږي نو هغه ضرر رسوونکو میکروبو ته اجازه نه ورکوي چي د بدن په دغه حساسو ځایو کي دي پرورښت وکړي.

تاسي نه وینی چي ځيني مرغان او حیوانان د خپل ځان د پاکولو دپاره لمبیږي، خو هغه مرغان او حیوانان چي نه لمبیږي هغه د خپل ځان د پاکولو د پاره په خاورو کي خاکۍ کوي او لغړي، ځکه پاکه خاوره په خپل ځان کي د میکروب ضد تاثیرات لري.

ماخذ: طب او اسلام

مخکنۍ ګټوري لیکني:
 
نبوي سنت او ساینس
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته