تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم شریف خطبه: د شر او فساد بدلون غوښتل
  تعلیم الاسلام
  January 12, 2017
  0

 د. عبد البارئ بن عواض الثبیتي

ژباړه: جشید حقیار/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
دوهمه خطبه
 
الحمدُ لله الذي خلَقَ فسَّوى، والذي قدَّر فهدَى، أحمدُه - سبحانه - وأشكُرُه على نعمهِ التي لا تُعدُّ ولا تُحصَى، وأشهدُ أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له العليُّ الأعلَى، وأشهدُ أن سيِّدنا ونبيَّنا محمدًا عبدُه ورسولُه المبعوثُ بالنورِ والهُدى، صلَّى الله عليه وعلى آله وصحبِه ومن اقتَفَى.
 
د الله تعالی بندګانو!
 
دا معلومه خبره ده، چي اسلام له هغه تغیر او بدلون راوستلو منع کړې ده، چي د انسان ژوند ور خرابوي، دین او شعائرو ته یې زیان او سپکاوی ور رسوي.
 
لکه: د خلګو پر مالونو او وینو تېری کول، د امن خرابول، په ناحقه د خلګو مال خوړل، رشوت، اداري فساد، د فحشا خپرول او د فتنو را پارول.
 
او مسلمان هیڅکله هغه تغیر نه غواړي، چي پای او انجام یې شر او بدي وي، او هغه چي انجام یې د امن او نعمتونو له مینځه تلل دي، په داسي تغیر کي هیڅکله نه په خپل ځال سره او نه په خبرو سره برخه اخلي، الله تعالی فرمايي:
 
﴿أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ بَدَّلُوا نِعْمَتَ اللَّهِ كُفْرًا وَأَحَلُّوا قَوْمَهُمْ دَارَ الْبَوَارِ﴾ [إبراهيم: ۲۸]
ژباړه: آیا په هغه چا خبر یې، چي د الله تعالی د (اسلام او توحید) نعمت په کفر (او شرک) واړوی، او خپل قوم یې جهنم ته واچول.
 
زموږ لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کي ښه بېلګه ده؛ هغه به الله تعالی ته پناه وړل، او له هر بد او مصیبت لرونکي تغیر څخه به یې د هغه ساتنه غوښتل، هغه به له فقر، کمزورۍ ، بزدلي ، عاجزۍ ، سستۍ ، د پورونو له زیاتوالۍ، د دښمن له غلبې او بدو مرضونو څخه د الله تعالی پناه غوښتل، او هغه به له الله تعالی څخه په دنیا او آخرت کي روغتیا او پاک لمني غوښتل، او دا چي له مسلمانانو فتنې او مصیبتونه لیري کړي.
 
او موږ باید یوه لحظه هم د الله تعالی لخوا موږ ته د ثبات راکولو له توفیق څخه بې نیازه او بې پروا نسو، الله تعالی فرمايي:
 
﴿يُثَبِّتُ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ﴾ [إبراهيم: ۲۷]
ژباړه: الله تعالی په دې دنیا او آخرت کي مومنان (د توحید) پر محکمه او ثابته خبره ټینګ پاته کوي.
 
اې د الله بندګانو! اوس نو پر لارښود پیغمبر صلی الله علیه وسلم درود ووایاست، ځکه چي الله تعالی تاسي په خپل کتاب کي همداسي امر کړي یاست، هغه فرمايي: 
 
(إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا) [الأحزاب: ۵۶]
 
ژباړه: په باوري ډول الله تعالی او د هغه ملائکي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود وايي، اې مومنانو! تاسي هم پر هغه درود او ډېر سلام و لېږئ.
 
اللهم صلِّ على محمدٍ وأزواجه وذريَّته، كما صلَّيتَ على آل إبراهيم، وبارِك على محمدٍ وأزواجه وذريَّته، كما باركتَ على آل إبراهيم، إنك حميدٌ مجيد.
 
دعاء
 
اې الله! اې تر ټولو مهربانه ربه! له څلورو خلفاوو، ابو بکر، عمر، عثمان، علي، اهل بیت، اصحابو او موږ ټولو څخه په خپله مهربانۍ، احسان او بخښني سره راضي او خوښ سه.
 
     اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسي کړه، اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسي کړه، اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسي کړه، اې الله! کفر او کافران کمزوري او نابود کړه! اې الله! ستا او د دین دښمنان هلاک کړه، او دغه ښار او د مسلمانانو ټول ښارونه له امن، سکون او آرامتیا څخه ډک کړه. 
 
اې الله! په هر ځای کي د کمزورو مسلمانانو ملتیا وکړه، اې الله! په حلب، شام، موصل، عراق، فلسطین او ټولو ځایونو کي د مسلمانانو مرسته وکړه، اې رب العالمینه! اې الله! د دوی مرستندوی او ناصر سه، اې الله! هغوی وږي دي، خوراک ورکړه، هغوی لڅي پښې دي، هغوی ته د رسولو اسباب ورکړه، اې د مخلوقاتو ربه! پر هغوی ظلم او تېری کېږي، د هغوی مرسته وکړه، پر هغوی ظلم او تېری کېږي، د هغوی مرسته وکړه، پر هغوی ظلم او تېری کېږي، د هغوی مرسته وکړه. 
 
اې الله! اې د آسماني کتاب نازلوونکې! اې د کفري ډلو ماتونکې! اې د ورېځو روانوونکې!، ستا او ستا د دین دښمنان هلاک او نابود کړه، اې قوي، غالبه او جبار ربه! د کفارو په مقابل کي د مسلمانانو مرسته وکړه، ته پر هر څه قدرت لرې. 
 
اې الله! اې د مخلوقاتو ربه! زموږ دینداري سمه کړه، کوم چي پکښي زموږ کامیابي ده، زموږ دنیا سمه کړه، کوم چي زموږ ژوند پکښي دوام لري، زموږ آخرت راته سم کړه، کوم چي موږ ورتلونکي یو، ژوند د ښېګڼو زیاتوالي راته وګرځوه، او مرګ د هر شر او بدۍ څخه راته پرده کړه.
 
اې الله! موږ ته هدایت، تقوی، پاک لمني، او بډايي راکړه، اې الله! موږ ستا څخه جنت غواړو، او موږ له اور څخه وساته.
 
اې الله! موږ ستا څخه په هر کار کي شروع او پای، لومړی او آخر، پټ او ښکاره په خیر سره غواړو، موږ ته د خیر خزانې راکړه، اې الله! اې د مخلوقاتو ربه! موږ ته په جنت کي لوړي درجې راکړه. 
 
اې الله! زموږ مرسته او نصرت وکړه، خو زموږ په مقابل کي زموږ له دښمن سره مرسته او نصرت مه کوه، زموږ کار برابر کړه، خو زموږ په مقابل کي د بل چا کار مه برابروه، موږ ته هدایت وکړه، او راته آسانه یې کړه، زموږ سره د هغه چا پر وړاندي مرسته وکړه، کوم چي پر موږ یې تېری کړی دی. 
 
اې الله! موږ ستا ذکر کوونکي، ستا شکر ګذاره، تا ته عاجزي کوونکي، تا ته رجوع کوونکي او تا ته غاړه ایښودونکي بندګان کړه. 
 
اې الله! زموږ توبه قبوله کړه، زموږ ګناه معاف کړه، زموږ دلیل کلک کړه، زموږ ژبي سمي کړه او زموږ له زړونو څخه حقد او بغض لیري کړه.
 
اې الله! زموږ مخکني، وروستني، پټ او ښکاره او ټول ګناهونه وبخښه، یقینا ته مخکي کونکی او وروسته کونکی، او ستا بغیر پر حق معبود نسته.
 
اې الله! ته بخښونکی یې، او بخښنه خوښوې، نو موږ ته بخښنه وکړه.
 
اې الله! زموږ ناروغانو ته شفا ورکړه، زموږ پر مړو رحم وکړه،  زموږ سرپرستي وکړه ، اې د مخلوقاتو ربه!
 
اې الله! موږ ستا د نعمت له زواله، ستا د عافیت له پورته کېدلو، ناڅاپه عذاب او ستا له غضب او قهر څخه وساته. 
 
     اې الله! زموږ ولي الامر ته ستا د رضامندۍ او خوښۍ  توفیق ورکړه ،  اې الله! زموږ ولي الامر  زموږ امام خادم الحرمین الشریفین ته ستا د رضامندۍ او خوښۍ توفیق ورکړه ،  اې الله! اې رب العالمینه! هغه ته ستا د هدایت د لاري توفیق ورکړه، او کړني او عملونه یې ستا په خوښه لار کي و ګرځوه، او هغه ته ښه مشوره ورکونکي ورکړه، چي هغه ته د نېکي ښوونه او مرسته ورسره کوي.
 
اې زموږ ربه! موږ له خپل ځان سره ظلم کړی، او که ته موږ ونه بخښې او مهرباني راباندي ونه کړې، نو موږ به لوی تاوان ووینو، اې زموږ ربه! موږ او زموږ هغه وروڼو ته بخښنه وکړه کوم چي د ایمان په حالت کي تر موږ مخکي سوي، او د مومنانو لپاره زموږ په زړونو کي کینه مه اچوه، اې زموږ ربه! یقینا ته زیات مهربانه او شفقت کوونکی یې.
 
(رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ) [البقره: ۲۰۱]
ژباړه: اې زموږ ربه! موږ ته په دنیا او آخرت کي نېکي را په برخه کړه، او موږ د دوږخ له عذابه وساته.
 
    ( إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ) (النحل: ۹۰)
ژباړه: الله تعالی د عدل، ښېګڼي او خپلوۍ پالني حکم کوي، او له بدۍ، بې حیایۍ، زور او ظلم څخه منع کوي، هغه تاسو ته نصیحت کوي، تر څو درس او عبرت واخلئ.
 
     تاسو ستر او لوی الله تعالی یاد کړئ، هغه به تاسي یاد کړي، او د هغه د ټولو نعمتونو او ښېګڼو شکر ادا کړئ، تر څو نور یې هم درته زیات کړي، یقینا د الله تعالی یادول او ذکر تر ټولو لوی او غوره عمل دی، او الله تعالی ستاسي په ټولو کړنو او کارونو خبر دی.
 
 د حرم شریف نوري خطبې دلته کلیک کړئ
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته