تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
چي انسان جوړسي نړۍ خپله جوړیږي
 
  February 4, 2017
  0

 ژباړه: محمد عثمان پوپل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


پلار په داسي حال کي، چي مجله ئې لوستله له خپل زوی سره ئې مباحثه ځکه اوږده سوه، چي زوی ئې د نړۍ دنقشې په اړه ورڅخه په تلوار زياتي پوښتني کولې دا ځکه چي د زوی سره ئې يوه پاڼه وه او پر هغې باندي د نړۍ نقشه رسم سوې وه. 

زوی چي ئې لا تراوسه کوچنی وو، په دې نه پوهيدی، چي څه شي ئې په لاس کي دی، نو ځکه ئې لحظه په لحظه له پلار څخه د همدې پاڼي زياتي پوښتني کولې او دا ئې ويل، چي پلاره دا څه شي دی؟ نړۍ يا دنيا چا جوړه کړې ده؟ او څنګه ئې جوړه کړې ده ؟ پلار چي مطالعې زيات جلب کړی وو د زوی پر له پسي او دده په نظر بې ځايه سوالونو ته ئې د ځواب ورکولو حوصله له لاسه ورکړې وه، نو هغه پاڼه ئې څيري کړه، چي د نړۍ نقشه پر رسم سوې وه.

 زوی ته ئې وويل: کله چي دي د نړۍ دغه څيري نقشه بيرته ترميم کړه نو بيا يې درته ښيم. پلار ئې خپلي مطالعې ته ادامه ورکړه؛ خو تر لږ وخت وروسته زوی بيا له پلار څخه پوښتني شروع کړې. پلار غوښتل چي زوی په څپېړه ووهي؛ خو کله چي ئې ورته وکتل، نو د زوی په لاس کي ئې هماغه د نړۍ څيري سوې نقشه روغه او جوړه ترسترګو سوه؛ پلار ئې حيران او هک پک پاته سو په ډېر تعجب ئې له زوی څخه پوښتنه وکړه، چي زويه! دادي څنګه جوړه کړه؟ زوی چي ئې زيات د خوشحالۍ احساس کاوه په نرمه لهجه ئې پلار ته وويل : پلاره ددې نقشې پر بل مخ د انسان دمخ انځور وو، کله چي ما هغه انځور جوړ کړ؛ نو نړۍ په خپله جوړه سوه.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته