تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۱۴)
  تعلیم الاسلام
  February 8, 2017
  0
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
۳: ښځه به يا لور وي:
 
 د اسلام څخه مخکي لور درولودل شرم او عار بلل کېده، له همدې کبله د جاهليت په وخت کي عربو خپلي لوڼې ژوندۍ ښخولې، چي بحث يې د قرآن کريم کي په سورة الانعام، سورة النحل، سورة بني اسرائيل، سورة الزخرف اوسورة التکوير کي بيان سوی دئ، خو په اسلام کي ورته ډېر لوړ ارزښت ورکړل سو، د لوڼو په خلاف هر ناوړه کړنه جرم سو په احاديثو کي راځي:
 
 عروه بن زبير د نبي کریم عليه السلام د قوم بې بې عايشې رضي الله تعالي عنها څخه روايت کوي د هغې بيان دی، چي يوه ښځه د خپلو دوو لوڼو سره زما څخه يو څه و غوښتل (سوال ئې وکړ) ماسیوا د یوې خُرما بل شي زما سره نه وو، هغه خرما مي ورکړل چي هغې پخپلو دواړو لاسو و خپلو دوو لوڼو ته تقسيم کړه، (نيمه ئې يوې لور ته او نيمه ئې و بلې لور ته ورکړه، او خپله ئې شي ونه خوړئ) بيا هغه ولاړه سوه او روانه سوه نبي کريم صلی الله علیه وسلم چي تشريف راوړئ ما ورته دا بيان وکړ، نو حضور صلی الله علیه وسلم و فرمايل، څوک چي دې بچو (لوڼو) ته څه ورکړل او د هغوی سره ئې احسان وکړ نو دا به د هغې لپاره د جهنم له اوره حجاب (پرده) وي (يعني په دې ذريعه به د جهنم نه وساتل سي). (بخاري ۹۳۳) 
 
د ابو سعيد خُدري رضي الله عنه څخه روايت دئ چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم و فرمايل: د چا چي درې لوڼې پيدا سي، و هغوی ته ادب ورزده کړي، رحم ورباندي وکړي، او ښه ورسره وکړي ، نو ددې سړي لپاره جنت دئ.
 
په بل حديث شريف کي راځي: هغه څوک چي درې لوڼې ولري، پر دوی صبر وکړي، خوراک ورکوي، اوبه کوي ئې او کالي ورکوي نو ددې سړي او دوږخ تر مينځ به پرده وي ( دی به و دوږخ ته داخل نسي).
 
په بل حديث شريف کي راځي چي يوه صحابي د نبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه و پوښتل که ئې دوې لوڼې وې؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته و فرمايل که ئې دوې وې همداسي ده، هغه صحابي بيا ورڅخه و پوښتل که ئې يوه لوروه، نو نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته و فرمايل که ئې يوه لور وه همداسي ده. يعني که يې روزنه او پالنه وکړي هغه به جنت ته داخل سي.
 
په بل حديث شريف کي راځي چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي: تاسي لوڼې بدې مه ګڼئ دا ځکه چي دوی مينه ناکې دي، او عزت ورکوونکې دي.
 
۴: ښځه به يا خور وي:
 
 د کليب بن منفعه رحمه الله څخه روايت دئ چي زما نيکه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه يا رسول الله صلی الله علیه وسلم زه له چا سره ښه سلوک وکړم؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته و فرمايل چي له خپلي مور، خور، ورور او خپل غلام سره چي و تاته نژدې دي او د دوی حق پر تا باندي واجب دئ.
 
 د حضرت مقدام بن معدي کرب رضي الله عنه څخه روايت دئ چي ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چي وئې فرمايل: الله پر تاسي د ميندو سره د حسن سلوک حکم کړيدئ، بيائې د پلرونو په هکله هدايت کړيدئ، او بيائې و تاسو ته د نژدې کسانو په هکله فرمايلي دي. (ادب المفرد، بخاري)
 
له نژدې کسانو څخه مراد ورور او خور ده.
 
د اسلام نور احسانات پر ښځه باندي:
 
۱:  و ښځې ته ئې د ميراث حق ورکړ.
۲: ښځه چي هر څومرې شتمنه وي کله چي له کوره ووځي (د خاوند کور ته ولاړه سي) نفقه ئې پر خاوند ده.
۳:  د نکاح په وخت کي ددې رضاء ضروري ده چي ایا دا خاوند یې خوښ دی که نه؟
۴:  که چيري د ښځې خاوند ظالم، ناوړه او بد سړی وي و ښځې ته د خلع حق ورکول سوی دئ.
۵:  د عزت، مال او ځان په ساتلو کي نر او ښځه سره برابر دي.
۶:  و ښځو ته د تعليم او تربيت د لاسته راوړلو لپاره اجازت سته (په شرعي ماحول کي).
۷:  په عبادت کي نر او ښځه سره يو شانتي دي، ثواب د دواړو سره برابر دئ.
۸ : که يوه ښځه کونډه سي، طلاقه سي د دوهم ځل لپاره دا حق لري چي نکاح وتړي.
۹:  ښځي ته د ملکيت لرلو حق ورکول سوی دی: د ښځې ميراث، مهر او هغه مال چي دې ولاسته راوړی دئ.
 
کامل مؤمن هغه دئ چي له خپلې ښځې سره ښه وکړي:
 
 عن ابي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم اکمل المؤمنين ايمانا احسنهم خلقا وخيارکم خيارکم لنسائهم. (ترمذي)
 
 ژباړه: د حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: په مسلمانانو کي د بشپړ ايمان خاوندان هغه څوک دي چي اخلاق ئې غوره وي او په تاسو کي د خير زيات حامل هغه دئ چي د خپلو ښځو سره په حق کي زيات ښه وي.
 
 وعن عايشة رضي الله عنها قالت قال رسول الله صلی الله علیه وسلم ان اکمل المؤمنين ايمانا احسنهم خلقا والطفهم باهله.  (ترمذي)
 
 ژباړه: د ام المؤمنين حضرت عايشې صديقې رضي الله عنها څخه روايت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: په مسلمانانو کي تر ټولو د هغه ايمان زيات بشپړ دئ چي د هغه اخلاق او چال چلند يې ډېر ښه وي او د خپلې ښځې سره ئې چال چلند د لطف او نرمۍ په دايره کي وي.
 
وعن عايشة رضي الله عنها قالت قال رسول الله صلی الله علیه وسلم خيرکم خيرکم لاهله وانا خيرکم لاهلي.  (ترمذي)
 
 ژباړه: د حضرت عايشې صديقې رضي الله عنها څخه روايت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: په تاسو کي هغه سړی ډېر ښه دئ چي د خپلې ښځې په حق کښې ښه وي او زه د خپلو بيبيانو سره ډېر ښه يم.
 
ان شاء الله نور بیا...
مخکنۍ برخي:
د نر او ښځي توپیر
نیکمرغه ښځه (ګټوري مقالې)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته