تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دوزخ له عذاب څخه د خلاصون ۱۱ اسباب
 
  June 10, 2017
  0
 ترتیب کوونکي: عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

اول سبب: د زړه له اخلاصه سره له ټولو ګناهونو څخه توبه کول دي، ، قال تعالى: {إِلَّا مَنْ تَابَ} البته هغه څوک چې توبه وباسي.

دوهم سبب: په کثرت سره استغفار کول ، قال تعالى: {وَمَا كَانَ اللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ} او نه د الله دا عادت دی چي خلک بښنه غوښتونکي وي او هغه سزا ورکړي. 

یادونه: توبه او استغفار چې کله یو ځای ذکر شي نو استغفار طلب د ځان ساتنې دی له تیر شوي شر څخه او توبه طلب د ځان ساتنې دي د راتلونکي شر څخه.

دریم سبب: نیکي کول دي، ځکه چې یوه نیکې په لس چنده ده د امت محمدي لپاره ، وقال تعالى: {إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ}
په حقیقت کې نېکي بدي له منځه وړي.

څلورم سبب: دنیوي مصیبتونه ، چې یو څوک په دنیوي مصائبو اخته وي الله تعالي به ښه بدله ورکړي.
 
 قال رسول الله صلى الله عليه و سلم ( ما من مصيبة تصيب المسلم إلا كفر الله بها عنه حتى الشوكة يشاكها ) صحیح البخاري ، رقم الحدیث ۵۳۱۷
 
رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي چي نه دی یو مصیبت مګر چې هر مصیبت مسلمان ته رسیږي الله تعالي یې په هغه سره ګناهونه ختموي، حتا تر دې پوري چې اغزی یې هم بدن ته ضرر ورسوي الله تعالي به اجر او ثواب ورکړي.

پنځم سبب: عذاب قبر دی.

شپږم سبب: د مؤمنانو او مسلمانانو دعا کول او بښنه غوښتل د یوه او بل لپاره په حالت د ژوند کې او یا وروسته له مرګ څخه ، سبب د نجات د اور کیږي.

اووم سبب: هغه هدیه چې وروسته له مرګ څخه ده ته لیږل کیږي لکه د صدقو ثواب، د قراءة او حج یا وغیره د نورو شیانو ثوابونه ورته بښل.

اتم سبب: د قیامت سختي او تکلیفونه هم الله تعالي د مسلمانانو لپاره د دوزخ د نجات سبب ګرځوي.

نهم سبب: په پُل صراط باندي چې کله مسلمانان تریږي نو دوی به په هغه پله باندي چي د جنت او دوزخ په مابین کي دی د یوې لحظې لپاره ودریږي، نو کله چي دوی له ګناهونو څخه پاک شي نو د جنت د داخلیدلو اجازه به ورته وشي.

لسم سبب: د هغه کسانو شفاعت دی کوم چې الله تعالي په قرانکریم کي ذکر کړي دي او دوی ته به د شفاعت کولو اجازه کیږي.

یولسم سبب: د ارحم الراحمین ذات لخوا د هغه چا لپاره چې خوښه شي عفوه او بخښنه ده ، 
 
كما قال تعالى: {وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ} الله تعالي یوازي شرک نه بښی ، له دې څخه چې نوري هر څومره ګناهونه دي ، چې د هغه چا ته خوښه شي وربښي یې.

 مأخذ . شرح عقیدة الطحاویة
 
----------------------------------
اړوند لیکني:
د دوږخ د اور څخه د خلاصون وسايل
 
د عذابو او مصیبتو څخه د نجات وسایل
 
د ګناهونو څخه د مغفرت اسباب
 
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته