تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلائل: د پیریانو د عالم معجزات
  تعلیم الاسلام
  March 3, 2017
  0

 ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د پيريانو د عالم معجزات
 
د رسول اکرم ﷺ په مقدس رسالت سره پيريان هم ډير متاثره سوي دي، تر دې چي د قرانکريم په اورېدو يې ايمان راوړی دی او بيا يې خپلو قومونو ته د هغه د قبلولو توصيه کړې ده، چي په قران کريم کي دغه حقيقت داسي بيان سوی دی:
 
(وَإِذْ صَرَفْنَا إِلَيْكَ نَفَرًا مِنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوا أَنْصِتُوا فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوْا إِلَى قَوْمِهِمْ مُنْذِرِينَ (۲۹) قَالُوا يَا قَوْمَنَا إِنَّا سَمِعْنَا كِتَابًا أُنْزِلَ مِنْ بَعْدِ مُوسَى مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ وَإِلَى طَرِيقٍ مُسْتَقِيمٍ (۳۰) يَا قَوْمَنَا أَجِيبُوا دَاعِيَ اللَّهِ وَآمِنُوا بِهِ يَغْفِرْ لَكُمْ مِنْ ذُنُوبِكُمْ وَيُجِرْكُمْ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ.) (سورة الاحقاف: ۲۹-۳۱)
 
ژباړه: او ياد كړه ( هغه وخت اى محمده صلی الله علیه وسلم! ) كله چې وګرځول مونږ تا ته يو ټولي له پيريانو څخه چې غوږ به يې ايښود قرآن ته پس كله چې دوى ( دې قرآن ته ) حاضر شول دوى په خپل منځ كې وويل: اى پيريانو تاسې چوپ شی. بيا كله چې تمام شو ( د قرآن تلاوت ) بيرته خپل قوم ته ويروونكي وګرځيدل ( له عذابه كه همغسې كافران پاتې شي ) . دوى وويل اى زمونږ قومه بيشكه مونږ وامو وريده يو داسې كتاب چې وروسته له موسى نازل كړى شوى دى. په داسي حال كې چې تصديق كوونكى موافق دى له هغو ( كتابونو) سره چې پخوا لدينه وو. لاره ښيي حق دين ته او لاره سمې ته . اى زمونږ قومه! تاسې د الله د بلونكي قول قبول كړئ او په ده باندي ايمان راوړئ چې مغفرت كړى ( الله ) تاسې ته ګناهونه ستاسې . او خلاص به كړى ( الله ) تاسې له عذاب دردناك څخه.( کابلي تفسير: ج۲، ص۱۱۴۴)
 
په کابلي تفسير کي علامه شبير احمد عثماني صاحب ليکي: له محمدى بعثت څخه پخوا ځينو پيريانو ته لږ څه آسمانى خبرې راښكاريدې كله چې زمونږ په پيغمبر صلی الله علیه وسلم باندې د وحي راتلل شروع شوه دا سلسله تقريباً بنده شوه او په ډير كثرت د شهاب سره ويشتل شروع شو، پيريانو ته دا خيال ولويد چې هرومرو كومه نوى خبره پيښه شوې ده چې د هغې په وسيله آسماني پيښي كلكي ساتلي او سختي پيرې پرې دريدلي دي.
 
ددې خبرې د پلټنى د پاره پيريان څو ــ څو لوئي ډلي په مشرق او مغرب كې سره خپاره شول له دوى څخه يوه ډله ( بطن نخله ) ته ورسيده چې اتفاقاً هلته زمونږ پيغمبر صلي الله عليه وسلم سره له څو تنو اصحابو د سهار لمونځ ادا فرمايه الله جل جلاله د پيريانو ددې ډلې فكر د حضرت محمد رسول الله صلي الله عليه وسلم د قرآن لوستلو په لوري وګرځاوه د قرآن كريم غږ د هغوى په غوږو كې ډير عجيبه غريبه موثر او زړه وړونكى اثر او اغيزه وكړه او د هغه عظمت ، هيبت او لويي د هغوى په زړو كې ولويده او پخپلو منځو كې يې سره وويل : ( چوپ شئ ! او د زړه له كومې څخه يې واورئ ! ) تردې چې پاك قرآن د هغوى زړونه په خپل لوري وركش كړل او په دې خبره باندې يې باور وشو چې همدا هغه نوې خبره ده چې د هغې په سبب پيريان له آسمانه شړل كيږي كله چې رسول الله صلي الله عليه وسلم د قرآن له لوستلو څخه فارغ شو د پيريانو ډلې پخپلو زړونو كې د ايمان او ايقان سوغات نيولى د خپلو ټبرو په لوري رهي شول او دا ګردې خبرې يې هغوى ته وويلې او لازمه ښوونې يې هغوى ته وكړې چې مفصلي خبرې يې د ( جن ) په سورت كې راځي .
 
دلته مفسرين يوه بله نقطه هم ليکي هغه دا چي: 
 
له احاديثو څخه راښكاريږي چې دا ځلې رسول الله صلي الله عليه وسلم د دوى له دې راتګ او ورتګ څخه خبر نه شو خو يوې ونې هغوى ته له دې خبرو څخه د الله جل جلاله په اِذن څه اجمالى خبرې وركړی او مفصل احوال يې وروسته له هغه د وحي په ذريعه هغوى ته ورښكاره شوه . لكه چې د ( جن ) په اوله ركوع كې مونږ داسې يو آيت لولو : ( قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِّنَ الْجِنِّ ) وروسته له دې څخه ډير پيريان مسلمانان او زمونږ د پيغمبر آخر زمان صلي الله عليه وسلم په مخ كې مشرف شول او د هغوى ډيرې مركې ( وفود ) د دين د احكامو د زده كولو د پاره راغلي دي .( کابلي تفسير: ج۲، ص۱۱۴۴)
 
يعني د وحيو په ذريعه رسول الله ﷺ ته د جناتو د اغېزمن کېدو خبر ورکول سو چي دا هم د نبوت يو کافي دليل دی.
 
د پيريانو د تاثراتو په اړه پوره سورة د (الجن) په نامه نازل سوی دی چي الله تعالی يې په اړه فرمايي:
 
(قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِنَ الْجِنِّ فَقَالُوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآنًا عَجَبًا (۱) يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ فَآمَنَّا بِهِ وَلَنْ نُشْرِكَ بِرَبِّنَا أَحَدًا.) (سورة الجن: ۱-۲)
 
ژباړه: ووايه ( اى محمده صلی الله علیه وسلم دوى ته ) وحي راغلې ماته چې بيشكه شان دا چې (ځما قرائت) د پيريانو نه يوه ټولی واوريده نو وويل ( دوى خپلو نورو قومو ته كله چې بير ته ورغلل چې ) بيشكه مونږ وامو وريد يو قرآن عجيب ( په فصاحت او بلاغت سره ) چې ښې رشد لاري ( ايمان او حق ) ته هدايت كوي نو مونږ پر هغه ( قرآن ) ايمان راووړ او هيڅکله به له خپل رب سره( پس له دې ورځې ) بل هيڅوك شريك نكړو.
 
په کابلي تفسير کي ليکي چي پيريانو د قران تر اورېدلو وروسته وويل: (۱).... نو ځكه په مجرد د آورېدلو بلا توقفه پر هغه مو يقين وكړ او هيڅ يو شك او شبهه زمونږ په زړو كې پاتې نشوه چې داسې خبرې پرته د الله جل جلاله د بل چا نه دي اوس مونږ سم د هغه له تعليم او هدايت سره عهد كوو چې وروسته له دېنه مونږ هيڅ يو شى د الله جل جلاله شريك نه ګڼو. د دوى دا ټولې خبرې د الله جل جلاله له لوري په رسول اكرم صلي الله عليه وسلم د وحي په ډول ورنازلي شوې وروسته له دېنه بيا څو ــ څو ځلې د پيريانو جرګې د رسول الله صلي الله عليه وسلم په مخ كې حاضرېدلې او د ايمان په شرف مشرفېدې او قرآن كريم به يې ياداوه.(۲)
 
د پيريانو څو ځله راتګ
 
خفاجي د روايتو په بناء وايي چې شپږ ځلې زمونږ د پيغمبر صلي الله عليه وسلم په حضور كې پيريان مشرف شوي دي.(۳) 
 
او څو ځله صحابه کرامو رضی الله عنهم هم رسول الله ﷺ ته د جناتو راتګ او تاثرات ليدلي دي.(۴)
 
ماخذ: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت دلائل
 
اړوند لیکنه: د نبوت دلائل: د ۱،۹ میلونه پاونډو ساینسي څېړنه
 
--------------------------------
۱: د پيريانو په اړه تفصيلي معلومات په (آکام المرجان في احکام الجان) کتاب کي لوستلاي سي. د کابلي تفسير په حواله
۲: کابلي تفسير: ج۲، ص۱۵۴۶
۳: مخکنی مصدر: ج۲، ص۱۱۴۵
۴: الکلام المبين في آيات رحمة للعالمين ص ۳۱۲
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته