تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبي کریم ﷺ او د ځوان امت وفا
 
  March 27, 2017
  0

 لیکنه: مسلم احسانمل


اې وروره او خوري!

هغه ټولنیزي رسنۍ چي ته یې کاروې، په هغه کي ستا د خوږ، محبوب، د دنیا د سرادر حضرت محمد مصطفی ﷺ په شان کي ګستاخي او سپکاوی کیږي، هغه رسول چي ستا د مغفرت لپاره یې په شپو شپو اوښکي توی کړي، هغه رسول چي ستا د مغفرت لپاره به یې خپل رب ته دومره وژړل چي آن الله پاک به ملائکه ورته راولېږل او ورته وبه یې فرمایل:

 ای زما خوږ حبیبه!
 
دومره نو مه ژاړه!

نن د هغه رسول په شان کي ګستاخي او سپکاوی کیږي چي د قیامت په سخته ورځ یې هم ته (اُمت) پیاد یې او د رب العلمین څخه غواړي چي د هغه اُمت وبخښي.

نن د هغه خواخوږي سپکاوی کیږي چي څوارلس پېړۍ مخکي په شپه کي، حتی چي ستوري هم ویده سوي وه، خو دا لویه هستي په سجده کي، په اوښکو ډکو سترګو همدا یوه دعا تکرارول:

یاالله زما اُمت وبخښې... یاالله زما اُمت وبخښې...

خو راسئ چي یو ځل سالم فکر وکړو چي موږ اُمت د هغه لپاره څه کړي دي؟

نن زموږ امتحان دی!

نن موږ ازمایل کېږو چي موږ د هغې میني بدل په څه ډول ورکولای سو؟

زه دا قسم کوم چي که د زما د خوږ پېغمبر سپکاوی په ټولنیزو رسنیو کي بند نه سو، نو زه به دا ټولنیزي رسنۍ بندي کړم.

تاسي چي څه کوی هغه وکړئ خو زما دریځ دا دی!

ځکه نن که په ما هر څه کیږي ودي سي خو زه د قیامت په ورځ هغه سوال ته جواب پیدا کوم چي راڅخه وپوښتل سي:

''تا څه وکړل؟''

لږ تر لږه په هسکه غاړه خو به د خپلي میني اظهار ورته وکړم!.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته