تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ویټامین B2 (رايبوفلاوين) Riboflavin
 
  April 14, 2017
  0
 ترتیب کوونکی: اکرام الله درانی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

ويټامين B2 د ايزوالواکسازين (Iso Alloxazine) يومشتق دى چې د Dimethyl Iso Alloxazine حلقې او Dimethyl Ribital  څخه تشکېل شوى دى فرمول يې په لاندې ډول دى.

C12 H20 O6 N4    Vitamin B2
  
د ويټامينB2 د ويټامين B1 سره نيږدي شباهت لري په اوبو او الکوکې حل کېږي په  وچ حرارت کې د اکسجن او اسيد په مقابل کې پوره مقاومت لري او د نور، په مقابل کې حساس دى . کله کله ويټامين B2 د ويټامين G په نوم سره هم ياديږي او د اولين ځل لپاره په ١٩٣٥_م کال کې د پنير د اوبو څخه حاصل شو.
 
ويټامين B2 د اطفالو د رشد او نمو لپاره ډيرضرورى دى دا ويټامين د بدن ويني ته اکسيجن رسوي او د کاربوهايدريت مواد د ميتابوليزم لپاره موثر دى. ويټامين د بدن اعضاوي سلامتيا ساتي او انسان ځوان معلوميږي او همدارنگه عمر هم اوږديږي.

 ويټامينB2  عصبي سيستم تقويه کوي او ځيگر او پښتورگو کې ذخيره کېږي او کله چې بدن ته ويټامين B2 ونه رسيږي بيا د همدې ذخيرې څخه مصرف کېږي او ذخيره کميږي که چېرې شيدى دوه ساعته په لمر کې وساتل شي نو په دې حالت کې تقريبآ پنځوس (٥٠) فيصده ويټامين B2 خرابيږي او له منځه ځي په وړو کولمو کې ويټامين B2 جوړيږي او لږ څه ضرورت پرې رفع کېږي .

د ويټامين B2 د کمښت ستونزې:  
 
د بدن په پوستکې کې دانې پيدا کېږي د سترگو څخه د اوښکو بهيدل شروع کېږي، شونډي چاوديږي (شونډي د پړسوب (Cheilosis) او د ژبي سوروالى د غوږ او پوزي تغلي کېدل، د عصبي سيستم خرابوالى، انسان خفه او گوشه گير کېږي د ويټامين B2 ورځنى احتياج اندازه ٢،٥_٣،٥ملي گرام تثبيت شوي دي. 

د ويټامين B2 زياتوالى:

د ويټامين B2 د زياتوالي سره مختلف عوارض د انسان په بدن کې پيداکېږي لکه سردرد ، د غاښونو سستيدل او د هډوکو د حجراتو جوړيدل . د و يټامين B2 د زياتوالي سره عمومي ستړتيا پيدا کېږي .

 
د ويټامين B2 عمده منابع:
 
ويټامين B2 په پراخه ډول په ټولو حيواني او نباتي حجرو کې ليدل کېږي په شيدو او د شيدو په ټولو محصولاتو کې لکه (ماسته ، پنير او چکه) د هگى په زيړو، د غنمو په پوستکې ، وربشو ، خميره ، ټولې غوښې ، ځيگر ، ماغزه ، ماهى ، راز راز حبوبات لکه لوبيا، چڼى ، مۍ او داسي نور سبزيجاتو لکه کرم ، پالک ، کاهو ، گازره او نورو کې په ډيره اندازه پيدا کېږي.

د ويټامين B2 (رايبوفلاوين ) نيستمني:
 
د رايبوفلاوين له فقدان څخه کوم مشخص مرض نه ليدل کېږي د رايبوفلاوين له کميدوڅخه عمومآ Ectodermal انساج لکه پوستکې ،سترگي ، عصبي سيستم زيات متاثر کېږي د رايبوفلاوين کميدل عمومآ په غريب قشر کې الکوليک اشخاصو او هغه نوو پیدا شوو ماشومانو کې چې دHyperbllirub inemia  د زياتوالى له امله Photo Therapy سره مخامخ وي او همدارنکه شيدو ورکونکو ماشومانو د R B C زيات Lysis څخه راځي (ځکه انساني شيدې د ويټامين کم مقدار لري) ليدل کېږي او همدارنگه په مزمن Peritoneldialysis  او  Hemodialysis  ناروغانو کې د و يټامين B2 کموالى ليدل کېږي .

هغه اعراض چې د ويټامين B2 د کميدو څخه پيدا کېږي:

١- د شونډو التهاب ، د خولى کونجونو التهاب او شونډو پړسوب او سوروالى (Cheilosis) ليدل کېږي همدارنگه د ژبي التهاب او د ژبي دPapillae  همواروالى او اتروفي ليدل کېږي .

٢- د غوږ او پزي تفلسات او فيوژورونه (په خطي شکل څيري کېدل ) ليدل کېږي. 

٣- همدارنگه د سترگو د قرني التهاب ، د قرني وعايوي کېدل ، د قرنې د سترګو سوروالى ، د سترګوخارښ (Etching) سوزش او وچ والى لېدل کېږي او بالاخره د لېدلو قوه کميږي.

٤- د هډوکو په مغزو (Bone marrow) کې د R.B.C کميدل ليدل کېږي د ويني په محيطي دوران کې يو نوع د ويني کموالي منځ ته راځي او د Reticulocyte  تعداد کميږي.

٥- په بعضي حالاتو کې د اعصابو افت (Neuropathy) ليدل کېږي. 
 
مختلف ویټامینونه او د هغو اړتیا
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته