تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مرګ او د ژوند وروستۍ شېبې (۱)
 
  May 2, 2017
  0

 ژباړه: غلام عمرعبدالله / تعليم الاسلام ويب پاڼه

 مرګ او د ژوند وروستۍ شېبې (لومړۍ برخه)  

 
د فاسقانو د مرګ حالات:
 
* سيد دروېش* چي په مصر کي د موسیقۍ د خوځښت له مخکښانو څخه وو، د ډېرو مخدره توکو د کاروني له امله مړ سو.
 
* انور وجدي* چي د مصر د سینما له مشهورو څیرو څخه وو، دا هیله یې لرل چي خپله ټوله شتمني مصرف کړي ترڅو یو ځلي د لوبیا خوراک وکړي، خو دا هیله یې پوره نه سوه ځکه چي د معدې په سرطان اخته وو.

* ام کلثوم* د مصر مشهوره ډمه وه، په خپل جادويي ږغ یې ډېر خلک په فتنه اخته کړي وه، چي بلآخره د مرۍ سرطان د ناروغۍ له امله مړه سوه. ټول ډاکټران يې له درمنلي څخه عاجزه وه.
 
* اسماعيل یاسين* د مصر هیواد مشهور ممثل و ټول ژوند يې په لهوه لعب، چټياتو او په درواغو سره د خلکو په خندولو کي تېر سو د ژوند په آخر کي په داسي حال کي مړ سو چي له ډېري سختي فقیرۍ سره لاس او ګریوان وو.

*محمود المليجي* مصري فلمي لوبغاړی و د خپلي یوې فلمي صحنې د ښودلو لپاره یې تیاری نیوی چي نا څاپه د زړه امله پرې راغله او مړ سو.
 
*ذکريا احمد* د مصر د موسیقۍ او کمپوز مشهور کارمند وو، په کور کي راډيو ته ناست د راډیو ستن یې برابول ترڅو د ام کلثوم ډمي نوې سندره واوري خو د مرګ فریشته ورته راغله او روح یې ځیني قبض کړ.
 

*قاسم امين* د مصر لمړنی هغه سیکولریست وو، چي د ښځي د ازادۍ په نامه يې ږغ جګ کړ او ویل یې: چي ښځه باید له ټولو شرعي بندیزونو څخه ازاده سي او نقاب باید لېري کړي. په داسي حالت کي د زړه امله پر راغله او مړ سو چي له دو فاحشوو سره په فحشا کي غرق وو.

*نيازي مصطفی* په مصر کي د فلمونو د مشهور ډایریکټر مړی په داسي حال کي وموندل سو چي په خپل آپارتمان (کور) کي يې ځان زندۍ کړی وو.
 
* سعاد حسني سندريلا* د عربي نړۍ په ځانګړي توګه د مصر مشهوره فلمي لوبغاړې، ممثله او ډمه وه ، ټوله دنیا يې خندول په اخر کي د ژور خفګان (ډيپریشن) په ناروغۍ اخته سوه چي همدا ناروغي يې د مرګ سبب وګرځېدل.

*مارکس* مارکس د دهریت او الحاد رهبر و، ټوله ژوند يې په دې کي تېر کړ چي هیڅ معبود نسته او نه هم د کایناتو یو پالونکی وجود لري، ویل کېږي چي کله يې د مرګ وخت راغی او د مرګ سختي یې شروع سوه نو یو شاګرد يې ورته ناست وو او وايي: چي سترګي يې خیره سوې او حالت يې عجیب سو او ویل به یې: اې الهي، اې الهي او فریادونه یې کول.

*طلال مداح* ډم او د موسیقۍ د برخي یو ماهر وو، په داسي حالت کي مرګ ورته راغی چي په سټوډيو کي يې سندري ویلې.
 
نو ځکه وايي: “څوک چي په کوم فکر او عمل ژوند کوي پرهم هغه فکر او عمل به مري”.
 
نور بیا...

يادونه: د صالحینو د مرګ حالات او د ژوند وروستۍ شېبې به ان شاءالله په بله لیکنه کي ذکر کړو.
----------------------
د مومن او کافر د مرګ استقبال
 
www.Taleemulislam-Radio.com

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته