تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عمومي ناشکري: کارونه خراب دي
  تعلیم الاسلام
  May 3, 2017
  0
لیکنه: محمد امین سایح / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
قال الله تبارك وتعالى: (وَقَلِيلٌ مِنْ عِبَادِيَ الشَّكُورُ) سبا: ۱۳
 
نن تقريبا د ډيرو سره چي مخ سې او يا بحث ورسره وكې، د هر څه لرلو سربيره د خپله ژونده ناشكره وي، او هر يو درته د كفري هیوادو حتى د محاربي كفارو ملكو ته د تګ دعوت دركوي! د يو پاسپورټ د حصول د پاره او د يو ناچيزه دنيوي ژوند د پاره دا دعوت دومره عام دی چي تقريبا د هر مجلس د موضوعاتو څخه تكراريدونكې موضوع ده.
 
ډير داسي دي چي كه لس كاله هيڅ خواري هم ونه کړي او چي زړه يې غواړي وي خوري، وايې غوندي، وه اوسي، دی به كوم احتياج حس نه كړي خو بيا هم وايي كارونه خراب دي هيڅ شی نسته، ته به وا دی د ماښام ډوډۍ نه لري .
 
يوه ورځ مي د يوه نفر خبري اوريدې چي يو كامل تعميرچي لس اپارتمانه لري او د مياشتي تقريبا يو نيم سل زره افغانۍ ورته را رواني دي وايي: دا نو چیشي دي؟!
 
 
 
پر دې ناشكري مي ډير درد ورته راغلی ، مازيګر روان وم يو دوه نفره چي د لاس ګاډۍ لري ګاډیاني يې پر لاسو درولې وې او پكښي ناست وه ، ددې د پاره چي يو څوك سودا ور څخه وکړي او دوی يې ورسره يو سي، همدغه يې هست و نيست وو.
 
زه چي پر راورسيدم داسي معلوميده چي كوم څوك يې نه دی پيدا كړی نو يوه هغه بل ته ويل: رازه الله مهربانه دی!
 
نو د هغه شتمن ناشكري او ددې غريبانو شكر مي ذهن ته راغلی چي هغه څوک چي شايد نور كورونه هم ولري بيا هم ناشكره دي او دا غريبان د لاس پر همدې مزدورۍ هم شكر باسي او قناعت لري. (خود به غریبان تر شتمنو ۵۰۰ کاله مخکي جنت ته ځي!)
 
(ثُمَّ لَآتِيَنَّهُمْ مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَنْ شَمَائِلِهِمْ وَلَا تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ) الاعراف: ۱۷
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته