تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نیک عمل او اخلاص (قصه)
 
  May 23, 2017
  0
ژباړه: عبد الباري "جمال" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

د عبدالله بن عمر  رضی الله عنهما  څخه روایت دی، چي وايي : ما د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څخه واورېدل، چي فرمایل يې: تر تاسي په مخکنیو امتونو کي درې کسان (پر لاره) روان وه، دوى د شپې تېرولو په موخه یوه غار ته راغلل او هلته ننوتل. د غره څخه یوه لویه ډبره را وښويده اوپه دوی پسي ئې د غار خوله بنده کړه، دوی وویل: یوازي په دې به وژغورل سئ، چي د خپلو نېکو عملونو په واسطه مو الله تعالی ته دعاء وکړئ، یوه خپله دعاء داسي پيله کړه:

یا الله! جل جلاله  زما مور او پلار بوډاګان (ضعيفه) ول، ما به تر دوی وړاندي خپل اهل او مال ته شیدې د څښلو له پاره نه ورکولې (يعني هغوی مي دې ته نه پرېښوول، چي زما د مور او پلار څخه مخکي شیدې وڅښي، بلکي لومړی به مي خپل مور او پلار ته د څښلو له پاره ورکولې) یوه ورځ د یوه شي په لټه پسي ډېر ليري ولاړم، هغه مهال خپل کور ته راستون سوم، چي دوی دواړه بیده سوي ول، دوی ته مي شیدې را ولوشلې، اما دوی بیده ول، دا مي زړه نه منله چي تر دوی وړاندي دي خپل اولاد ته شيدې د څښلو له پاره ورکړم، پیاله په لاس د دوی د راویښېدلو په انتظار پاته سوم، تردې چي سهار سو او دوی را پاڅېدل او خپلي شیدې ئې وڅښلې. اې الله!   جل جلاله که چيري ما دغه کار یوازې ستا د رضاء له پاره کړی وو، نو پر موږ دغه مصیبت اسانه کړه، هغه ډبره ليري سوه، خو دوی دباندې نه سو ځني وتلاى.

 رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وفرمایل: هغه بل داسي وویل : یاالله!  جل جلاله  زما د تره (اکا) یوه لور وه، چي هغه ما ته تر هر چا ډېره ګرانه وه، ما دهغې سره د ( د حرام کار) اراده وکړه، مګر هغې زه منع کړم تر دې چي یو کال قحطي راغله، هغه ماته راغله، ما هغې ته په دې شرط (۱۲۰) دیناره ورکړل تر څو د هغې په بدل كې زما سره بدکار وکړي، هغه راضي سوه او زما پرې لاس بر سو، مګر هغې راته و ویل: تاته دا نه ده روا، چي دا مهر له حقه پرته مات کړې، (د دې خبري په اورېدلو) دا راته ‌ډېره بده ښکاره سوه، چي زه دي خپل غرض پوره کړم، نو زه د هغه ځایه ولاړم، حال دا چي هغه ماته تر هر څه ډېره ګرانه او نژدې وه، هغه څه چي ما هغې ته ورکړي ول هغه مي ورته پرېښوول، یاالله!  جل جلاله  که ما دا کار ستا د رضاء له پاره کړی وي، نو یاالله!  جل جلاله  په مونږ رحم وکړې او دا ډبره لیري کړه، هغه ډبره ليري سوه، خو دوی نه سوای ځني وتلای.

 رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وفرمایل: درېیم داسي وویل: یاالله!  جل جلاله  ما څو مزدوران کار کولو ته راوستلي ول، ما هغو ټولو مزدورانو ته خپله مزدوري ورکړه، خو په دوی کي یو د خپلي مزدورۍ د اخيستلو پرته ولاړ، ما د هغه د مزدورۍ پیسې په کاروبار کي ولګولې، هغې ډېره ګټه وکړه، څه وخت وروسته هغه کس راغی او زما څخه ئې خپله مزدوري وغوښتله، ما هغه ته وویل: دا اوښان، غواګاني، پسونه او غلامان چي وینې دا ټول ستا دي، هغه راته وویل: اې د الله  جل جلاله  بنده! خندا را باندي مه کوه، ما هغه ته وویل: رښتیا وایم او ټوکي نه در سره کوم، هغه ټول مال په مخه کړ او هيڅ شی ئې هم پرې نه ښوول، یاالله!  جل جلاله که چيري دغه کار ما ستا د رضاء له پاره کړی وي، نو زمونږ څخه دا مصیبت ليري کړې، هماغه وه چي ډبره ليري سوه او هغوی د هغه غار څخه را ووتل او روان سول.

د حدیث شريف فايدې:

۱- په خوشحالۍ کي د الله عزوجل یادول ددې سبب ګرځي، چي الله عزوجل به دي په سختیو کښي یاد ولري.

۲- په ښو عملونو سره دعا کول؛ لکه: د مور اوپلار سره ښه کول، د زنا څخه ځان ساتل، امانت ساتل، چي څوک محتاج وي د هغوی سره په پټه مرسته کول او داسي نور.

۳- ښه ناسته او ښه ملګرتیا د کامیابۍ او نجات سبب ګرځي.

۴- د مور او پلار عزت، احترام او د هغوى په خدمت کي سختۍ ګالل تر ټولو ښه او بهتره عمل دی او د هغو سره مینه تر هر څه مخکي ده.

۵- کله چي مور او پلار سپين ږيري سي، د هغوی حق زیاتيږي او د دې ټولو څخه ډېر د هغوی سره ناسته او خبري اورېدل ضروري دي د هغوی شرعي حاجتونه پوره کول د هر څه څخه اول او ضرور دي.

۶- الله  عزوجل  داسي هيڅ یو عمل نه قبلوي، چي هغه خالص د هغه له پاره  نه وي.

۷- د زناء او هر ناوړه عمل څخه ځان ساتنه خیر پیدا کوي.

۸- امانت خپل حقدار ته سپارل او په هغه کي خیانت نه کول د الله عزوجل  د رضاء او خوشحالۍ سبب ګرځي، لکه څنګه چي آخرني کس وویل او ډبره بیخي ليري سوه او هغوی د غار څخه ووتل.

۹- ولیان او د الله  عزوجل  دوستان کرامات لري، خو د الله  جل جلاله  د دوستانو د کرامت او د شیطان د ملګرو د سحر ترمينځ فرق واضح دی.

۱۰-د مخکنیو قومونو په قصو کي د عبرت ډېر څه نغښتي دي، انسان ته په کار ده، د هغوی له ژونده عبرت واخلي.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۰ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته