تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسول الله ﷺ د نبوت عقلي دلايل (۱)
  تعلیم الاسلام
  June 3, 2017
  0

 ژباړه او ټولونه: نوید احمد صدیقي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
د رسول الله ﷺ د نبوت د صدق د پاره عقلي دلايل دومره ډير دي چي زخيم کتابونه غواړي البته د حق څخه د نفرت کونکي او متکبر لپاره، چي اسلام ته په تورو عينکو کي ګوري، د هغه د پاره هيڅ نوعه دلايل کفايت نه کوي خو د منصف، مخلص، حق پلټونکي او سليم عقل لرونکي شخص لپاره يو څو دلته ذکر کوو:
 
۱ دليل: امي شخصيت ټوله عالم ته ښوونه کوي
 
د رسول الله ﷺ د نبوت د رښتنوالي يو ستر دليل دا دی چي ټول ژوند  يې داسي تير کړی چي نه يې څه لوستلای سوای او نه يې ليکلای، لکه څنګه چي تاريخ او ټول موافق او مخالف پر همدې شاهدان دي او خپله الله  تعالی  په قرانکريم کي فرمايي:
 
(وَمَا كُنْتَ تَتْلُو مِنْ قَبْلِهِ مِنْ كِتَابٍ وَلَا تَخُطُّهُ بِيَمِينِكَ إِذًا لَارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ.) (۱)
اونه وې ته ( اى محمده ! ) چې لوست به تا پخوا له دې قران څخه كوم كتاب ( له پخوانيو كتابونونه ) او نه به دې ليكه دغه ( كتاب ) په ښي لاس خپل ( اوكه چير وې ته ليكونكى ، لوستونكى ) نو هلته به خامخا شك كولو باطلوونكو( خلكو) .
 
نو کله چي رسول الله ﷺ نه ليکل او نه لوستل کولای سوای نو بيا دا دومره وسيع او هراړخيزه علوم بېله اسماني وحيو څخه بل څه شي کیدلای سي؟!
نه يې کتاب لوستی او نه يې درس ويلی خو بيا هم دده د راوړي پيغام په برکت ميلونونه علماء، امامان او محققين رامنځ ته کيږي او درستي نړۍ ته ښوونه کوي.
 
څنګه يو امي شخصيت (ﷺ) چي په صداقت، امانت، ترحم او ښو اخلاقو مشهور دی د ټول عالم په اړه داسي معلومات وړاندي کوي چي ترمنځ يې هيڅ تناقض، تعارض او اختلاف نسته بلکي ټول په يوه سياق او يوه فلک کي بهيږي، دا خو د يوه لوړي درجې سواداره او متعلم شخص لخوا لا ناممکنه کار دی نو د امي شخص لخوا څنګه ممکن دی؟
 
څنګه د يوه امي شخصيت څخه په هره (مذهبي، تاريخي، سياسي، ساينسي، ټولنيزه، اقتصادي...) موضوع کي پوښتني کيږي او دی دقيق او صحيح جواب ورکوي؟! کله چي مناظره کوي غالبه کيږي، چي بحث کوي مدلل ږغيږي او داسي قول يې نسته چي د هغه څخه يې رجوع کړې وي او يا په هغه کي خطاء سوی وي.
 
ولي يې د انسانانو څخه زده کړه ونه کړه؟ يوه وجه دا وه چي که يې چيري د يو چا څخه زده کړه کړې وای خلګو به شک کولاي چي دا قران يې د هغو څخه زده کړی (که څه هم دا خپله ډيره ناممکنه خبره ده) او بل دا چي الله  تعالی  نه غوښتل چي افضل الانبياء خاتم النبيين ﷺ چي د درست عالم ښوونکی دی هغه دي د انسانانو شاګرد پاته سي بلکي الله  پاک دا خوښ کړل چي خپله الله عزوجل مستقيماً د هغه ښوونکی سي!
 
په دې سره  ثابتيږي چي هغه يو صادق نبي دی، چي د الله  تعالی  د راوړي وحيو په رڼا کي يې د مخکنيو انبياوو او اولينو معلومات او قصې انسانيت ته بيان کړي دي.(۲)
 
شيخ احمد ديدات مرحوم وايي: هغه د کوم انسان د ښووني پرته د پوهانو عقلونه عاجزه کړل!
 
ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت حیرانونکي دلائل
---------------------
۱: سورة العنکبوت: ۴۸
۲: ادلة الجلية علي صدق خيرالبرية: عبدالمحسن بن زبن المطيري، ناشر: مجلة البيان. ص ۱۲۸
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته