تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولي په نړۍ کي غریبان ډير دي؟
 
  June 12, 2017
  0
 
 لیکنــــــه : ابو خـــــالد عثمان

که څوک سوال وکړي...؟

خداې پاک شته نو ولې دنیا کې غریبي او لا چارې ده او ولي بعضې ماشومان وړوکوالی کې ددغه ازمايښت سره مخ شي؟

بسم الله الرحمن الرحيم

الَّذِى جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ فِرٰشًا وَالسَّمَآءَ بِنَآءً وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَأَخْرَجَ بِهِۦ مِنَ الثَّمَرٰتِ رِزْقًا لَّكُمْ ۖ فَلَا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَندَادًا وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ. [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 22]
ژباړه: هماغه ذات دى چي ستاسي له پاره يې ځمكه فرش وغوړوله، اسمان يې چت جوړ كړ، له پاسه يې اوبه راوه اورولې او په هغو سره يې هر ډول حاصلات راوايستل؛ تاسي ته يې روزي ورسوله. نو كله چي تاسي په دې پوهېږئ، نو نور د الله سيالان مه انګېرئ.

په ټوله نړی کې اووه (۷) ملیارده انسانان ژوند کوي، او رزق د دوی نه په څو چنده زیات نړۍ ته راروان دی، دا خبره خو د مسلمان او کافر ترمنځ اتفاق لري چې رزق د نفوسو له اندازې زیات راروان دی،

( World Food Program) ادارې څو څو واری له خلکو غوښتي چې تاسو د ملیاردونو ډالرو په ارزښت خوراک هر کال بی ځايه مصرف کوي داسې باید ونشي، هر کله چې د رزق له اندازې زیات راتلو باندې زموږ اتفاق وشو نو اوس به دوهمې خبری ته لاړشو چې دغه رزق ولی بعضو ته کم بعضو ته زیات رسیدلی؟؟؟

ځواب:
هغه الله چې رزق یې نړی ته رالیږلې د هغې رزق د حصول او لاسته راوړلو لپاره یې ورسره ضوابط او اوصول هم راليږلي ترڅو هېڅ یو انسان د رزق نه بې برخي نشي که په هغو زرينو اسلامي اصولو باندې عمل وشي نو نړۍ کې به هيڅوک غریب او لاچار پاتی نشي، یو شتمن چې هرڅه لري هغه نه الله پاک د دغو غربیانو حق غواړي.

وَهُوَ الَّذِىٓ أَنشَأَ جَنّٰتٍ مَّعْرُوشٰتٍ وَغَيْرَ مَعْرُوشٰتٍ وَالنَّخْلَ وَالزَّرْعَ مُخْتَلِفًا أُكُلُهُۥ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُتَشٰبِهًا وَغَيْرَ مُتَشٰبِهٍ ۚ كُلُوا مِن ثَمَرِهِۦٓ إِذَآ أَثْمَرَ وَءَاتُوا حَقَّهُۥ يَوْمَ حَصَادِهِۦ ۖ وَلَا تُسْرِفُوٓا ۚ إِنَّهُۥ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ. [سُوۡرَةُ الاٴنعَام : 141]
ژباړه: او الله پاک هغه ذات دی چي د ونو مخ پورته (هسک) او پر ځمکه پراته خپاره (د انګورو) باغونه یې پيدا کړي. او كجوري (خُرما) او كښتونه یې زرغون کړي دي، چي له هغو څخه راز راز خواړه تر لاسه کیږي. او د ښوون (زیتون) او انارو وني یې پيدا کړي دي،
 
چي د هغو مېوې په رنګ سره ورته او په خوند كي بېلي وي. د هغو له پيدا وارو څخه وخورئ چي كله مېوه ونيسي؛ او د الله حق اداء کړئ چي كله یې فصل ورېبئ. او له حده تيرى مه كوئ چي الله له حده تېرېدونكي نه خوښوي.

کله چې الله پاک شتمنو ته ورکړل شوي نعمتونه وریاد کړل نو وروسته ورته وایې! او د الله حق اداء کړئ چي كله یې فصل ورېبئ.
 
اسلام د هر حکم لپاره ځانګړي اصول لري یو شتمن نه اسلام د غریب برخه غواړي او بیا ورته ترغیب ورکول کيږي چې ګوره که ته مال نه زکات، خیرات ورکړی نو الله به تاته په دنیا کې ستا مال هم سیوا کړي او په اخرت کې به یې هم بدله درکړي، تاسو به خبر یاست اوسنی یو عرب چې شهزاده طلال نومیږي خپلي شتمنی نه ۳۲ مليارده ډالر په غربیانو تقسیم کړل دغه شهزاده دغه کار ته اسلام هڅولی وو.

اوس به په هغو اسلامي اصولو لږ رڼا واچوو چې د غريبي له منځه وړلو لپاره ټاکلې شوي!

۱ ـ زکات
هر انسان باندي اسلام په خپلو مالونو کې د غریب برخه ټاکلې او فرض کړې که چیرته څوک یې ورنکړي نو په دنیا او اخرت کې سختي جزا ګاني ورته ټاکلي شوي.
 
یؤ اسلامک ریسرچ فاونډېشن خپلي سروې کې ليکلي که د نړۍ انسانان پوره زکات ورکړي غریب به له نړی نه ورک شي، اسلام یوازي په زکات بسنه نده کړې نورې ډېرې لارې یې هم د غریب مسلمان لپاره پرانيستې لکه:

۲ ـ صدقات، خیرات، فطرانی، غنيمتونه، قرضونه، فدیه، او داسی نور ورته شیان اسلام وړاندې کړي او د هر یو په بدل کې اجرونه، او جنتونه ټاکلي هغه انسان لپاره چې له زکات نه وروسته دغه مصارف سر باله وکړي، داسې صحابه هم وو چې خپل ټول مال یې صدقه کړی په ټوله نړی کې د اسلام په څیر غریب پروره مذهب بل نشته .

۳ ـ میراث
هر مسلمان باندي اړینه ده چې د خپلې شتمني نه وارثانو ته د شريعت په رڼا کې خپله برخه ورکړي، پښتانۀ اکثراً خويندې ميراث نه محرومي ساتي دا هم د غريبي یؤ لامل کيداي شي، ښځې لپاره انګلستان ۱۴۴ کاله مخکې ميراث کې برخه وټاکله البته اسلام دغه برخه ۱۴۰۰ کاله مخکې ټاکلي .

۴ ـ د حقوق العباد سپارښتنه او له بدو کړنو نه جدي منعه : 
لکه رشوت، سود، غلا، غصب، ذخیره د اموالو، دا هغه بدی کړني دي چې له امله یې یو هیواد سختی غريبي سره مخ کيداي شي افغانستان سره ددی چې ډېر شتمن هیواد دی اما وګړي یې هیواد سره دغه پورته خيانتونو کوي نتیجه یې تاسو خپله ويني .

همدا اوس موږ تاسو ګورو د افغانستان ډېر شتمن خلک زما او ستا د حقونو د خوړلو له وجه دغه شتمني جوړه کړه، چا ځمکه غصب کړه، چا بډې، چا غلا، او څوک هم مالونه ذخیره کوي ترڅو بازار کې د توکو نرخونه پورته کړي او یو هیواد کې غریب نور هم وځپي.

اوس بیا هم که یو شتمن دغه پورته اسلامي احکام نه مني او غريبي منځته راغله نو عامه انسانان به څه کوي؟؟؟

ځواب: د هیواد مشر به په قلاره نه کيني او د زکات د اخیستلو چاره به کوي بیت المال به وي د حضرت ابوبکر صديق رضي اللہ تعالى عنه په زمانه کې د زکات نه ورکوونکو په ضد جنګ وشو دا په اسلام کې د حاکم وظيفه ده چې غربیانو ته به خپل حق رسوي، نو اوس که دغه ډيموکراسي داسې څه اصول نه لري.
 
او موږ او تاسو هم د شريعت غوښتنه نه کوو نو د الله په نیز مجرمان یو حالات به همداسې روان وي که کوم ناسم حالات راتلل نو باید د دغو ناسمو حالاتو پړه په خالق وانه چوو، الله پاک باچا ته او عامه مسلمانانو ته د عدل امر کړی.

إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسٰنِ وَإِيتَآئِ ذِى الْقُرْبٰى وَيَنْهٰى عَنِ الْفَحْشَآءِ وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْىِ ۚ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ.
ژباړه: الله د عدل، ښيګڼي او خپلوۍ پالني حكم كوي. او له بدۍ، بې حيايۍاو زور، ظلم څخه منع كوي. هغه تاسي ته نصيحت كوي ترڅو درس (پند) واخلئ.

اکثرو ملحدانو د افريقا د هغو ماشومانو عکسونه په خپل ټایملاین لګولې وي چې د غربت او تندي نه مړه کيږي.
 
راځي لګ دواړه اړخونه به وڅيړو چې حقيقت څه دی؟؟؟ 
 
ځواب: ( Afriqa is Not Poor Afriqa is Being Looted) 
 
د نړی شپږو غاصبو هیوادونو لکه امريکا، انګلستان، جرمني، فرانسه، چین، روسیه، کلني بودیجه ۱۸۰۰ مليارده ډالره ده،او په دی کې غیر له چین څخه نورو ټولو هيوادونو سلګونه کاله افريقا جنګ او جدل لاندی وساتله او له ډیری مودي څخه یې د افريقا خزانې چور کړی او دغه سلسله د چور لا روانه هم ده.

د ملیاردونو ډالرو په ارزښت معدنيات، تیل، ځناور، ځنګلونه او انسانان قاچاق لپاره ددې استعماري هيوادونو له لاسه افریقا څخه روان دي.
 
برعکس دوی افریقایانو سره هېڅ کومک نه دی کړی کومک خو لري خبره کله به چې کوم آفریقايي د دوی هيوادونو ته لاړو نو په نه خبره به ووژل شو او اوس هم دغو هیوادونو کې د یو ځناور حيثيت تورپوستو ته ورکول کيږي.

ایا خبر یاست افریقا کې د اوبو مشکل یوازی په ديرش ملیارده ډالرو حل کيداي شي، چې له کبله به یې افریقا د غريبي له ناورین نه خلاصه شي خو دغه پورته هیوادونه هېڅ کله هم دا نه غواړي ولي بیا به افريقا ددوی له غلامي نه خلاصه شي او دوی ته به د چور او چپاول اجازه ور نکړي.

که تاسو فکر وکړئ دا شر او لوږه انسان د انسان لپاره جوړه کړې په داسي حال کې چې الله پاک دغو افریقایانو ته د خپل حق اخيستو امر کوي.
 
اوس چې دغه افريقايان د الله له لوري د ظالم نه خپل حق غوښتل نه مني، او په ځای ددي چې ارامه ژوند تیر کړي ځان ته غریبي ، تنده، او مرګ خوښوي نو ګناه د چا شوه؟

پوښتنه: 
ښه ټول هرڅه مې ومنل خو د مشرانو کړنو له وجي باید مشران ازمايښت کې شي نو ماشوم ولی په زحمت شي ؟؟؟

ځواب:
ازمايښت او تکلیف یوازي د خوراک نه شتون نه وي هر ماشوم ته الله پاک سلګونه نعمتونه ورکړي، زړه، ماغزه، سترګې، غوږونه، لاسونه، پښې، خوله، ځمکه، هوا چې موږ ازاد تنفس ورکې کوی شو دغه ډول ډېر نعمتونه الله پاک ماشوم ته ورکړي.

او بله دا چې څومره چې ماشوم وړوکی وي هغه هغومره بی غمه وي که هر آزمايښت سره مخ شي یو ساعت بعد ورنه هیر وي، که فکر وکړو نن سبا د غریب نه مالداره شتمن سړي او د هغه اولادونه ډېر په ازمايښت او خفګان کې دي ځکه هغوي سره غم زیات وي.

څيړنه شوې چې یوازي امریکا کې د لسو ملیاردو ډالرو نه زیات د خفګان د لري کولو درمل جوړیږي، خو بل لور ته که موږ تاسو وګورو زموږ وطن کې په اطرافو کې ماشومانو باندی الله پاک مرضونه هم کم راولي ان تر دی چې ډېرو یې ډاکټر ليدلي هم نه وي.

دا خو حالات وو
اصلا دغه ماشوم نیکبخته او بختور ده ځکه د دې دنیا راحت او سختي د هغه دنیا په زر چنده برابره هم نشي کیدای که دلته ورباندې کومه سختي راغله د هغي بدله به الله پاک د ټولو نه ښه د راحت په شکل کې ورکوي چې جنت یې نوم دی، اخرت دومره سخت د حساب ځای دی چې خپله مور به له اولاده د تیښتې په حالت کې وي.
 
-------------------------------------------------------------
ورته ليکنه: الحاد څه شی ته وايي او ملحد څوک دی؟
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته