تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولي دمور او خور نومونه بې دينه هم پېژني؟
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  June 18, 2017
  0

 د ملحدینو د سوال ځواب- عبدالغفار جُبیر/تعليم الاسلام ويب پاڼه

 
ولي د خور او مور نومونه هغه خلک هم پیژني چي دین نلري؟
 
که د خور,مور او نورو محرماتو سره نکاح نه کول اديانو را ښودلي نو ولې دا نومونه په هره ژبه کې شته; پرته له دې چې هغوی دين يا پيغمبر ولري؟
 
۱: د اسلام مبارک دین د فطرت دین دی، ټول انسانان یوه الله جل جلاله پیدا کړیدي، او د یوه حضرت آدم علیه السلام څخه پیدا سویدي، لومړی انسان چي و مځکي ته راغلی هغه پیغمبر وو،
 
ټول انسانان په فطري ډول سره مسلمانان دي، بیا چي کله بلوغ ته ورسیږي یا یهودي سي، یا هندو سي، او یا د خدایه منکر او ملحد سي، الله رب العزت پخپل حکم او امر سره هرشي ته عقل او فکر ورکړیدی، له هغه څخه کار اخلي، دغه خور، مور له لومړي انسان څخه را شروع سويدي.
 
که فرضاً زه له تاسو محلدینو څخه و پوښتم چي ستاسو په نسب پاڼه کي تاسي له کومه وخته ملحدین یاست؟
 
زیات وخت به تاسي یوه پیړۍ راوښیاست، تر یوې پیړۍ مخکي تاسي یا عیسویان واست، یا هندوان واست، یا یهود واست، یا بودايي مذهب ته قایله واست، یا مسلمانان واست او یا نور... چي په دې ټولو دینونو او مذهبونو کي دغه خور ، مور، پلار او نکاح سته.
 
۲: زه دغه الهي الهام اوس درته ثابتوم، او د خدای جل جلاله وجود درته ثابتوم، خو تاسي لږ له عقل او خپل کوچني دماغ څخه کار واخلی.
 
تاسو به یوه د پسو او میږو رمه لیدلې وي، یا به د اوښانو او غوایانو ګله لیدلې وي ، که فرض کړو چي د میږو رمه ۵۰۰ حیوانات دي، او که هره میږ یو وری/ ورۍ هم ولري، ایا په دغو ۵۰۰ حیواناتو کي به د یوه وري/ ورۍ څخه خپله مور ورکه سي؟
 
نه هیڅکله نه! دا ځکه چي ومیږي ته الله الهام کړیدی شعور یې ورکړیدی چي دغه دی وری/ ورۍ ده او د میږي بچي ته الله الهام کړیدی چي دغه دي مور ده، یو بل ساده مثال درته وړاندي کوم:
 
په سمندر کي بې شمېره کبان شتون لري، که فرض کړو چي په یوه کیلومتره ساحل کي یو میلیون کبان سته، ایا د یوه کوچني کب څخه به خپله مور ورکه سي؟ نه هیڅکله نه! دا ځکه چي دا صرف د یوه الله جل جلاله قدرت دی، دا د کمزوري انسان په وس کي نه ده.
 
دا چي حیوانات لا خپله مور او خور پیژني، چي نه مکلف دي او نه پیغمبر لري، نو حضرت انسان خو چي و لومړي پلار ته یې وحي راغلي دي څنګه خپل خور، مور او پلار نه پیژني؟؟؟؟  تعجب دی ستاسو و عقلو ته.
 
۳: په حیواناتو کي شعور:
زمری هغه حیوان دی چي ټوله انسانان یې پېژني او ورسره بلد دي، د نړۍ په هر ژوبڼ کي شتون لري، زمری په دغه پوهیږي چي دغه زما ښځینه زمرۍ ده، که هر بل زمری یا بل حیوان ورباندي حمله کوي، دی یې دفاع کوي او حتی هغه له منځه وړي، خو تاسي ملحدین د یوه حیوان شعور لا هم نلرئ.
 
ګوریلا (Gorilla)  بیزو د ۱- ۶ کیلو متره پوري خپل کور جوړوي، صرف یو نر ګوریلا او یوه ښځه ګوریلا وي او یا بچیان هم ورسره وي، په دې یوه یا څو کیلو مترو ساحه کي بل نر ګوریلا نه پریږدي، دغه حیوان په دې پوهیږي چي دغه صرف زما ښځه ده، خو تاسې ددغه حیوان شعور لا هم نلرئ.
 
په حیواناتو کي نر د نر څخه خپل شهوت نه پوره کوي، هغه په دې پوهیږي چي دغه غیر فطري کار دی، خو تاسي له دغو حیواناتو څخه بدتر یاست.
 
دغه حیواناتو ته شعور چا ورکړیدی؟؟؟
صرف یوه خالق او یوه الله جل جلاله ورکړیدی.
 
دا چي حیوانات، خور، مور، ښځه  او پلار پیژني ، چي نه اختراعات کولای سي، نه الوتکي جوړولای سي، نه خبري کولای سي، نو انسان خو یې په اعلی ډول سره پیژني، هغه که دین ته قایل وي او که نه وي، دا هرڅه د انسان په ډي این اې DNA کي شتون لري، کوم جوړښت چي د یوه حیوان یا انسان الله جل جلاله کړیدی تاسې په هغو کي بدلون نشی راوستلای، او نه ستاسو د واک کاردی، نو ښه خبره دا ده چي د یوه الله جل جلاله ذات ومنی او بس.
 
----------------------------------------------
 
اړونده ليکنه: د ملحدینو سوال: ایا اخرت سته؟
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته