تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د راهبي سره مناظره: انجیل په قران کي
  تعلیم الاسلام
  August 15, 2017
  0

 مناظر: استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
د کېتي پيټر(Cathy Peter) د سوال په ځواب کي
 
یوه ورځ د انټرنیټ د لاري یوې مېرمنې چې ځان ئې د فیلپین اوسېدونکې راته معارفې کړه اونوم ئې په فېس بوک کېتې پیټروه راسره د معلوماتو حال اواحوال راڅخه وپوښته، کله چې ماورته وویل چې زه یومسلمان یم، نو دې سمدستی راته وویل چې زه یوه عیسایی کاتولیکه یمه، او کلیساته می ځان وقف کړیدی، نو دې راڅخه وغوښتل چې یوڅه معلومات ولاسته راوړم نو راته ئې وویل چې په ټولو دینونو کي زما یواځی او یواځی د مسلمانانو سره په دې جوړه ده چې موږ او دوی ډیرسره نژدی یو، اووروسته ئې  په سوالونو ئې داسی پیل وکړ:
 
 ميرمن کېتی پيټر: تاسي زموږ پر بایبل ایمان لری؟
 
ځواب: نه دا ځکه چې دا نه د حضرت عیسی علیه السلام کتاب دی او نه هم د خدای کتاب دی، او نه هم د سیدناحضرت عیسی علیه السلام  دی، او نه حضرت عیسی علیه السلام ددې بایبل ددې تصدیق کړی او نه هم خدای ویلي چې دا زما کتاب دی.
 
ميرمن کېتی پيټر: ستاسو قرآن زموږ د ګاسپل(Gospel)  یعني انجیل تصدیق کوي که څنګه؟
 
ځواب: تاسي د قرآن کریم حواله راکولای سی؟
 
مېرمن کېتی پيټر: نه هیڅکله نه، دا ځکه چې موږ په کلیسا کي قرآن لرو خو ما نه دی لوستی او که تاسی مهرباني وکی او حوالې راکی!
 
ځواب: په قرآن کي د انجیل لفظ راغلی دی په لاندي ایاتو کي:
(وَأَنْزَلَ التَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِيلَ)  آل عمران: ۳
ژباړه: او موږ تورات او انجیل نازل کړیدي.
 
(وَيُعَلِّمُهُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِيلَ) آل عمران: ۴۸
 
ژباړه: او ور زده کوي هغه ته (الله) کتاب (لیک) او حکمت (د شرعی احکامو علم، ژورې خبرې) او تورات او انجیل.
 
(يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تُحَاجُّونَ فِي إِبْرَاهِيمَ وَمَا أُنْزِلَتِ التَّوْرَاةُ وَالْإِنْجِيلُ إِلَّا مِنْ بَعْدِهِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ)  آل عمران: ۶۵
ژباړه: ای اهل کتابو! ولی جګړه کوی تاسي ( په شان د) ابراهیم کښي (په دې شان چې هر یو له تاسي ئې پخپل دین ګڼي) حال دا چې نه دی نازل کړی شوی تورات او انجیل مګر (په سلهاوو کلونو) وروسته له ده! ایا نوهیڅ عقل نلری تاسي؟
 
(وَقَفَّيْنَا عَلَى آثَارِهِمْ بِعِيسَى بْنِ مَرْيَمَ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْرَاةِ وَآتَيْنَاهُ الْإِنْجِيلَ فِيهِ هُدًى وَنُورٌ وَمُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْرَاةِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةً لِلْمُتَّقِينَ) المآئدة:۴۶
ژباړه: او ولیږه موږ وروسته له دغو انبیاؤعیسی زوی د مریمې حال دا چې رښتیا ویونکی ؤ د هغه کتاب چې پخواله ده ؤ له تورات او ورکړی ؤ موږ ده (عیسی) ته انجیل چې په هغه کښې هدایت وو او نور(رڼا) وه او حال دا چې مصدق (موافق) وو د هغه کتاب چې پخواؤ دده له تورات. او هدایت ؤ او پند ؤ د پاره د پرهیږګارانو.
 
(وَلَوْ أَنَّهُمْ أَقَامُوا التَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِيلَ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِمْ مِنْ رَبِّهِمْ لَأَكَلُوا مِنْ فَوْقِهِمْ وَمِنْ تَحْتِ أَرْجُلِهِمْ...)  المآئدة: ۶۶
ژباړه: او که بیشکه دوی درولی وی ( احکام) د تورات او انجیل او هغه  (کتاب) چې نازل کړی شوی دی دوی ته له رب له لوري د دوی (د محمد صلی الله علیه وسلم په وسیله) نو خامخا خوړلی به ئې (میوې) له پاسه (د سرونو) خپلو او (غلې) له لاندي د پښو خپلو( د ځمکې نه).
 
(قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَسْتُمْ عَلَى شَيْءٍ حَتَّى تُقِيمُوا التَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِيلَ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ ...) المآئدة: ۶۸
ژباړه: ووایه ته (ای محمده!) چې ای کتابیانو نه ئې تاسي پرهیڅ شي (له حقه دینه) ترهغه پوري چې قایم کړی تاسي تورات او انجیل او هغه (کتاب) چې نازل کړی شویدی تاسو ته له (لوري د) ربه ستاسي.
 
(وَإِذْ عَلَّمْتُكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِيلَ) المآئدة: ۱۱۰
ژباړه: اوکله چې مي در زده کړ تا ته کتاب او حکمت او تورات او انجیل.
 
(الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِنْدَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ...) الاعراف: ۱۵۷
ژباړه: (دا متقیان او مؤمنان) هغه کسان دي چې متابعت کوي دوی د (دین د) هغه رسول چې نبي امي دی هغه رسول چې مومي دوی (نوم او صفت) دده لیکل شوی په نزد د دوی په تورات او په انجیل کښې.
 
(وَعْدًا عَلَيْهِ حَ‍قًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ وَالْقُرْآنِ ) التوبة: ۱۱۱
ژباړه: په دغه (الله) باندي وعده حقه ده په تورات کښې او په انجیل کښې او په قرآن کښې.
 
(...ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنْجِيلِ ...) الفتح: ۲۹
ژباړه: دا اوصاف هغه اوصاف دي، چې مثالونه ئې په تورات کښې بیان شوي، او دا هغه صفات دي چې مثالونه ئې په انجیل کښې بیان شوي.
 
مېرمن کېتی پیټر دا هغه حوالې وې چې ما درکړې، اوس دلته په قرآن کریم کي (انجیل) راغلی دی او حال دا چې تاسي (اناجیل) لري، یعنی دلته یو انجیل نوم راغلی دی او تاسي انجیلونه لری، نو تاسي ولي وموږ ته قرآن د ثبوت په ډول سره راوړاندي کوی؟ تاسي په عربي کي و دې انجیلو ته (اناجیل اربعه) وایاست، په انګلیسي کي ورته (Four Gospels) وایاست همداسي ده که نه؟
 
ميرمن کېتي پيټر: هو همداسي ده، او دا څلور انجیلونه د نوي عهدنامې لومړي کتابونه دي نو اوس نور څه وايي؟
 
ځواب: اوس که دا څلور سره یو انجیل دی نو ولی یو انجیل نه دی؟ که دا څلور سره یو دي نو ولي ئې لیکوالان څلور دي او یو نه دی؟ که داڅلورسره یو دي نو ولي بیا (د محتوا او مضامینو په لحاظ) پکښې د مځکي او اسمان په شان توپیر لري؟ 
 
نو دا یو انجیل نه دی او دا (اناجیل) دي، او د ابیلابیلو لیکوالانو (متی، لوقا، مرقوس او یوحنا) په بیلابیلو وختو کي لیکلي دي، نو دا هغه انجیل نه دی چې قرآن ور څخه بحث کوي، زه به ددې انجیلو یو وړوکی اختلاف دروښیم.
 
په دې څلورو انجیلو کي د سیدنا حضرت عیسی علیه السلام شجره چې تاسو جوړه کړیده او موږ ئې نه منو یواځي په دوو انجیلو (انجیل متی او انجیل لوقا) کي راغلې ده، او په پاته نورو دوو انجیلو کي( مرقوس او یوحنا) کي بیا نسته، او دغه دوې شجرې دومره پخپلو منځو کي اختلافات لري، چې دلته ورباندي بحث مشکل کار دی، نو تاسي قرآنکریم د ثبوت په ډول سره مه وړاندي کوی، هغه کوم انجیل چې په قرآن کریم کي ذکر سوی دی هغه د الله کتاب ؤ، او هغه انجیل د حضرت عیسی علیه السلام وو.
 
او دا اوسني څلور خو د انسانانو په لاسونو لیکل سوي انجیلونه دي، چې د تحریفاتو، خرافاتو، فحش خبرو، پوچو مفکورو، بې ارزښته الفاظو، شجرو، کيسو، تاریخ او نورو شیانوڅخه ډک دي، کيدای سي دا زما څو کرښې درته کفایت وکړي او که کوم مشکل وي نو راته ووایاست.
 
ميرمن کېتی پيټر: دا در سره منم چې دا هرڅه سته په بایبل کي، خو دا نه وه راته جوته چې په قرآن کي د یوه انجیل نوم راغلی دی، و موږ ته په کلیساؤ کي ویل کيږي چې په قرآن کي هم د انجیل نوم راغلی دی، او قرآن په دې ګواه دی چې هغه د خدای کتاب ؤ او اوس ئې مسلمانان نه مني، او دوی ضد کوي.
 
زه به تر هر څه لومړی د قرآن کریم مطالعه کوم او حق به وځانته معلوموم که څنګه؟
 
ځواب: آفرین، تاسي لومړی د قرآنکریم یوه نسخه  پیدا کی، او که درته مشکله وي نو زه به ئې په فلیپین کي درک  درکړم او یا به ئې زه درولیږم، اوکه دي د قرآنکریم په کوم ځای کي سوال درلود او نه په پوهیدلې نو لومړی هلته د یوه اسلامي مرکز څخه لیدنه وکی، او که مو وخت نه درلودی نو د بریښنالیک او یاهم د فېس بوک له لاري راسره په تماس کي سی ان شآءالله هرڅه مشکل به مو الله جل جلاله در حل کړي، او زه به ډیر ژر څو کتابونه چې د اسلام په هکله لیکل سویدي د بریښنالیک له لاري درولیږم.
 
ماخذ: سوال او ځواب
 
اړوند:
بایبل
انجیل
مناظرې
اسلام او ساینس
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته