تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
توبه ایستونکی قاتل !
  تعلیم الاسلام
  September 23, 2017
  0

ژباړن: عبدالباري "جمال" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: 
له تاسي څخه په مخکنيو امتونو کي یو کس وو، چي نهه نوي (۹۹) قتلونه ئې کړي وه، هغه د مځکي پر مخ تر ټولو د لوی عالم پوښتنه وکړه، خلکو ورته یو راهب وښود، هغه راهب ته ورغلى او ورته ئې ویل: ما نهه نوي مړي کړي دي. آیا زما توبه به قبوله سي که نه؟ راهب ورته وویل: نه! هغه کس راهب هم وواژه او په دې سره ئې سل مړي پوره کړل. 

 بیا ئې د خلکو څخه په مځکه کي تر ټولو د ښه عالم پوښتنه وکړه، خلکو ورته یو بل عالم وښود، قاتل عالم ته ورغلی او ورته وئې ویل: ما سل مړي کړي دي، آیا زما توبه به قبوله سي؟! هغه ورته وویل: هو! څوک دی چي ستا او د توبې ترمينځ حائل سي، ته داسي وکړه، چي فلاني ځاى ته ولاړ سه، هلته څه خلک دي، چي هغه د الله عزوجل په عبادت بوخت دي، ته هم د هغوی سره په عبادت كي مصروفه سه او خپل ځای ( کلي ) ته مه ځه، ځکه هغه بد ځای دی. 

 هغه کس د هغه ځاى په لور روان سو، خو هغه ځای ته تر رسېدلو مخکي په نیمايي لار کي ورته مرګ راغلی، د عذاب او رحمت فرښتې په خپلو كي په دعوه سوې، د رحمت فرښتو وویل: هغه توبه ایستلې وه او د الله جل جلاله لور ته ئې رجوع کړې وه، د عذاب فرښتو وویل: هغه هيڅ ښه عمل نه دی کړی، تردې چي د انسان په شکل یوه فرښته راغله، نو دواړو ډلو (د نیكۍ او عذاب فرښتو) په هغه د فیصلې کولو موافقه وکړه، هغه وویل: 


د دې دواړو کليو ترمنځ مځكه اندازه (لوېشت) کړئ، هغه (سړی) چي کوم کلي ته نژدې وي، نو بیا ئې هماغه فرښته روح واخلئ، کله چي هغوی د مځکي اندازه واخيستله، نو هغه (سړی) هغي مځکي ته نژدې وو، چي د کومي قصد ئې کړی و، نو د رحمت فرښتو د هغه روح واخیستله.

 قتاده رحمه الله وايي: حسن رحمه الله وايي: ما اوریدلي دي، چي هغه کله مړ کېدی، نو په سینه وغورځېدی. (تر څو هغه کلي ته نژدې سي).


بخاري: کتاب: أحادیث الأنبیاء، باب: حدیث الغار، حدیث: (۳۴۷۰)
مسلم واللفظ له: کتاب التوبة، باب: قبول التوبة القاتل، وان کثر قتله، حدیث: ( ۲۷۶۶) 
ابن ماجة: أبواب الدیات، باب: هل لقاتل مؤمن توبة، حدیث،( ۲۶۲۲)

 

د حدیث فائدې:


۱: که د بنده ګناهونه هر څونه ډېر هم سي، الله عزوجل بیا هم ورته د توبې دروازه خلاصه کړې ده. الله عزوجل فرمایلي دي:
(قُلْ يَاعِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ). (الزمر:۵۳)

ووایه (اې محمده صلی الله علیه وسلم! چي الله عزوجل فرمایلي:) اې زما هغه بنده ګانو چي پر خپلو نفسونو ئې اسراف کړی دی، د الله له رحمته مه نا امیده كېږئ! بېشکه الله ټول ګناهونه بخښي او بېشکه هغه (الله عزوجل) ډېر بخښونكی او رحم کونکى دی.

۲: د الله عزوجل د رحمت څخه نا امیدي انسان نور هم بې لاري کوي او بدۍ ته ئې کشوي، لکه په دې كيسه کي چي هغه سړي راهب مړ کړ او د هغه په قتل ئې سل مرګونه پوره کړل.

۳: له علم څخه پرته د فتوی خبره کول د خلکو او ویونكي د هلاکت سبب ګرځېدلای سي.

۴: چا ته چي د کومي مسئلې په باره کي مشکل پيدا وي او غواړي خپله مسئله حل کړي، پکار ده، چي د یوه تکړه او ښه عالم څخه پوښتنه وکړي.

۵: څوک چي توبه وباسي، هغه ته ضروري ده، چي د خپلو خرابو ملګرو سره او په خرابو ځایونو کي له ناستي څخه ډډه وکړي، تر څو د هغوی سره د ناستي له امله بيرته په ګناه کي واقع نه سې.

۶: د ښو خلکو سره ناسته د دې سبب ګرځي، چي انسان ښه کارونه وکړي او له بدو څخه ځان وساتي.

۷: د ګناه کولو څخه وروسته په ګناه پښېمانتیا او د الله عزوجل څخه د بخښني غوښتنه کول لازم دي. 

۸: الله عزوجل هره ګناه بخښي، خو شرک یواځي داسي ګناه ده، چي هغه نه بخښي، الله عزوجل فرمایي: (إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَاءُ...) (النساء : آية ۴۸ ]‏ 
بېشکه الله عزوجل دا نه بخښي، چي دهغه سره شریک ونیول سي او هغه ګناه چي له شرکه کښته وي (که کبیره وي او که وړه) هر هغه چاته ئې بخښي، چي چاته ئې و غواړي.

۹: الله عزوجل بنده ته د هغه د نیت کولو مطابق جزاء ورکوي، که څه هغه عمل هم نه وي کړی، لکه په پورتنۍ كيسه کي چي هغه سړی هغه ځای ته ونه رسېده، چي په کوم ځای کي ښه خلک اوسېدل او په لاره كي مړ سو.

۱۰: هغه ملايکي چي د انسانانو روح أخلي فرق لري، کوم خلک چي ښه او صالح وي، د هغوی روح د رحمت ملايکي او کوم چي بیا بد وي، د هغوی روح بیا د عذاب ملايکي اخلي.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۰ ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته