تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تر ټولو ستر او اصلي بخيل
  تعلیم الاسلام
  October 23, 2017
  0

بسم  الله الرحمن  الرحيم
الحمد لله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد :

کله چي د بخيل نوم ياد شي، د خلگو فکر د هغه چا په لور ځي، څوک چي په خپل مال سره بخل کوي .

 

دا په داسي حال کي چي داسي هم شونې ده چي يو څوک دي تر هر چا زيات مال مصرفوي، خيراتونه دي کوي او د خلگو سره دي مالي مرستي تر هر چا ډېري کوي، خو د دې سره دي هم نه يوازي دا چي بخيل وي، بلکي پوره او تر نورو زيات بخيل دي وي . 

 

په دې اړه يوه حديث ته که پام وکړو، دا خبره به ښه را ته جوته شي : 

 

عَنْ عَلِىِّ بْنِ أَبِى طَالِبٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم الْبَخِيلُ الَّذِى مَنْ ذُكِرْتُ عِنْدَهُ فَلَمْ يُصَلِّ عَلَيَّ ( رواه الترمذی ص : ۱۹۴ ج : ۲ و قال هذا حديث حسن صحيح غريب و احمد ص : ۲۵۸ ج : ۳ )

له حضرت علی رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :
 پوره بخيل هغه څوک دی د چا په وړاندي چي زه ياد شوم، درود يې راباندي و نه ويلو !!

 

د حديث مطلب دا دی چي تر ټولو خلگو په بخل کي سخت، پوره او اصلي بخيل همدغه کس دی چي د نبي عليه السلام د مبارک نوم د ده په وړاندي له يادېدلو و روسته پرې درود نه وايي  . 

 

نو موږ بايد خپلو ځانو ته پام وکړو، چي په دغه ستره بخيلۍ کي خو به اخته نه يو او بايد د نبي کریم عليه السلام د مبارک نوم په اورېدو پرې درود ووايو .

 

دا په داسي حال کي چي پر نبي کریم عليه السلام باندي د يو ځل درود ويلو اجر دا دی چي الله پاک پر هغه کس لس رحمتونه کوي . 

 

نو که د درود شريف په ويلو کي سُستي وکړو، هم به له دغي ستري گټي بې برخي شو او هم به په بخيلانو کي وشمېرل شو .  

 

د نبي عليه السلام سره د ميني او محبت تقاضاء هم دا ده چي بايد پرې تل درود وويل شي او ستاينه يې د ده په ښو صفاتو او مبارکو عاداتو سره وشي او د ده د مبارکو طريقو د عملي کولو هڅي وشي .

 

و صلی الله علی نبينامحمد و علی آله و اصحابه اجمعين 

ليکوال : مولوي عصمت الله عزام 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته