تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کوچنی او لوی
  تعلیم الاسلام
  November 20, 2017
  0

لیکواله: انیسه «غزنوی» / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

مونږ انسانان عجیبه موجودات یو، د ژوند په هره برخه کې د لویدو او عالي توب فکر کوو، خو په دې نه پوهیږو چې په حقیقت کې کوچنی څوک دی او لوی څوک.....؟؟؟

 

کله چې مونږ کوچنیان ؤ، د خاورو او شګو څخه به مو د لوبو کورونه جوړول، ډیر په مینه به یو  بل سره غږیدو، کله کله به په یوه خبره سره په جنګ شو او یو بل به مو ښه ووهل، خو یو لحظه وروسته به بیرته سره خندیدو او په زړونو کې به مو د یو بل لپاره هیڅ کینه او خفګان نه وو.

 

په هر لږ شي به راضي وو، ساده ژوند وه، د دنیا او ما فیها څخه نا خبره په خپلو لوبو بوخت و، خو ټولو خلکو به مونږ ماشومان بللو، کله به چې مونږ د خلکو له خولې څخه د ځان په اړه د کوچني او ماشوم  کلمه اوریدله، نو د لوییدو او لوړیدو سخته تنده به را سره پیدا شوه.

 

آه ! انسان ډیر لویدای او لوړیدای شي، خو کله چې لوی شو، بیا د کوچنیتوب ارمان کوي، خو کوچنی کیدای نه شي.

 

ریښتیا د لویدو او لوړیدو حرص څومره غولوونکی او ربړونکی دی.

 

کله چې لوی شو په دې وپوهیدو چې لوی په حقیقت کې هغه نه دی چې د عمر څخه لوی او لوړ وي، بلکې لوی هغه دی چې لوی کارونه وکړي، او هغه لوی کارونه چې مونږ په کوچنیانو کې وینو په لوییانو کې نه لیدل کیږي، که چیري لویان په کومه خبره سره خفه شي نو په کلونو کلونو یو بل سره نه مخ کیږي او زړونو کې یو بل سره کرکه او نفرت کوي، خو مونږ بیا هم دوی لویان بولو او ماشومان چې زړونه یې د هنداره په شان پاک وي هغوی ماشومان او کوچنیان بولو.
 هو! مونږ په مادې نړۍ کې د هر موجود د ظاهري بڼې په لیدو قضاوت کوو، مونږ هغه لوی بولو چې ظاهراً غټ او لوی وي او هغه چې ظاهراً وړوکی وي هغه ته کوچنی وایو خو په معنوی نړی کې بیا هر څه بدل دي او په حقیقت کې ډیر داسې شیان چې مونږ یې وړوکي بولو ډیر لوی دي او ډیر داسي انسانان چې مونږ ته کوچني ښکاري ډیر لوی دي او لوی کارونه یې کړي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته