تازه سرليکونه
د (مجتهدين او فقهاء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
امام ابوحنیفه رحمه الله د محدثینو په نزد
  تعلیم الاسلام
  December 21, 2017
  0

ژباړه د اردو تقریر څخه: عزت الله کوټوال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

په علم حدیث کې د امام ابوحنیفه رحمة الله تعالی علیه  مقام:

 

 پدې هکله یواځي دیو محدث امام مسعر بن کدام رحمة الله علیه وینا راخلم ، قناعت کوونکو ته یو هم کفایت کوي.

 

مشهور محدث امام مسعر بن كدام رحمة الله علیه چې الإمام الثبت ، شيخ العراق او کوم چي د سترو سترو محدثینو استاذ هم دی او دده په اړه سترو محدثینو د توثیق اعلی کلمات استعمال کړي دي او د حدیثو ستر امام او حافظ دی، اول خپله دده په اړه د محدثینو کلمات واورئ! 

 


امام اعمش رحمة الله فرمايي چې د مسعر شک لکه د نورو یقین داسې دی.

 


ستر محدث امام یحی بن معین رحمة الله علیه فرمايي: د مسعر په مثل مې څوک نه دی لیدلی د " اثبت الناس " څخه دی.

 


امام سفیان ثوري رحمة الله علیه يې په اړه وايي: کله چې به موږ په یو شي کې مختلف شوو نو مسعر ته به راغلو.

 

 
امام شمس الدین ذهبي رحمه الله د امام ابوحنیفه رحمه الله د رفیق درس امام مسعر ابن کدام (م۱۵۳هـ) رحمة الله علیه وینا رانقل کړې امام مسعر وويل: 

 

" طلبت مع ابی حنیفة الحدیث فغلبنا، واخذنا فی الزهد فبرع علینا، وطلبنا معه الفقه فجاء منه ما ترون "

 

ژباړه:  له ابو حنيفه رحمة الله علیه سره مې د حديثو په زده كړه كې سيالي كوله را څخه وړاندې شو، بيا مې په تقوٰى او زهد كې سيالي ور سره كوله، را څخه مخكې شو، بيا مې په فقه كې سيالي ور سره كوله، تاسې يې وینئ څومره را څخه مخكې دى!

 

(مناقب ابی حنیفة وصاحبیه صفحه ۲۷ ) للذهبي / مهتمم دارالعلوم دیوبند مفتي ابوالقاسم نعماني دامت برکاتهم العالیه.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته