تازه سرليکونه
د (خبرتياوي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په فراه کي د راډيو تر افتتاح وروسته!
  تعلیم الاسلام راډيو
  January 20, 2018
  0
په فراه ولايت کي د تعليم الاسلام راډيو په افتتاح سره علماء کرام او د فراه ولايت اوسېدونکي زيات خوشحاله سول او په دې اړه ئې د راډيو سره د هر ډول همکارۍ کولو وعده وکړه، تعليم الاسلام مجلې د بعضو کسانو هغه څرګندوني چي د راډيو تر افتتاح وروسته ئې کړي دي، راټولي کړي دي، چي ځيني به ئې همدلته ولولئ. 
 
محمد حسين سعيد الافغاني:
قدم نيك و مبارك! 
افتتاح راديو تعليم الاسلام در ولايت فراه يك قدم نيك و مبارك هست؛ اميدوارم شهروندان اين ولايت بتوانند از برنامه های دينی و فرهنگی اين رسانه كمال استفاده را ببرند و با حمايت همه جانبه ي خويش يار و ياور آن باشند.
 
 
راديو تعليم الاسلام كاملا مردمي هست و توسط مردم حمايت ميشود، مركز اين راديو در ولايت قندهار است مديريت آن بر عهده يك تن از علمای حقاني و مبارز اين ولايت می باشد و فروعاتي هم در ولايات هلمند، ارزوگان، و ننگرهار دارد و الحمدلله اخيرا فرع ديگر آن در ولايت فراه راه اندازی شده ؛ كه توسط علماي مجاهد و دعوتگر و جوانان صاحب رسالت مديريت ميشود.
 
 
الله متعال به مسئولين و گردانندگان اين راديو اسلامی توفيق خدمت صحيح را عنايت كند. 
 
 
 نذير احمد"بسمل":
د فرا ولايت ټول مسلمان اولس ته د دې لويي نيكمرغي سرچينې مباركي وړاندي کوم او هيله ده چي په ورځني ژوند کي دلاس دڅراغ او لکړي په حيث ورڅخه ګټه واخلي. 
 
 
 عبدالنافع حقاني:
ښــه اقدام! په فراه ولایت کي د تعلیم الاسلام راډیو خپروني شروع کېدل نېک او پر ځای اقدام دی، الله دي ئې مسئولینو ته اجر عظیم ورکړي. له لوی څښتن جل جلاله څخه ورته د توفیق غوښتونکي یو.
 
 
 مولوي عبدالرحيم حقاني- فراه 
...دا مسلّمه خبره ده، چي انسان په کوم ماحول کي زندګي کوي، څه اوري او څه ويني د هغه پر انسان باندي خاص اثرات سته، که نن په دنيا کښي د خپرې سوي بې دينۍ، له مذهب څخه د بيزارۍ اود زړه د سخت والي اسباب او وجوهات ولټول سي، نو په ګڼو اسبابو کښي تر ټولو زيات مؤثر بي دينه رسنۍ دي.
 
 
د مسلمانانو موجوده دردونکي حالت د مسلمانانو د غفلت، بې عملۍ او بې دينۍ د موجوديت په نتيجه کي رامنځ ته سوی دی، په دوی کښي هغه روحاني طاقت نه ليدل کيـږي، کوم چي په مخکنيو پـېړيو کي ليدل کېدی، بې دينه رسنيو د مسلمانانو پر اولادونو باندي کار کړی دی او د هغوی ذهنونه ئې مسخ کړي دي، لهذا په اوسني زمانه کښي اسلامي رسنۍ ته ډېر زيات ضرورت سته، تر څو زموږ اولادونه خپل پخواني حالت ته راوګرځي، د تعليم الاسلام راډيو فعاليت په فراه کي د ټولو فراه والو د زياتو معلوماتوحاصلولو يوه لويه وسيله او ذريعه ده، چي زرهاوو کسانو ته دديني زده کړو اسانتياوي برابروي... 
 
 
زما په ټولو انسانانو باندي دا آواز دی، چي د داسي يوې بهتريني راډيو يا يوې رسنۍ، چي مسلمانانو ته ديني خدمت کوي، د پيشرفت او ترقۍ له پاره هر قسم همکارۍ ته چمتو سي، ترڅو چي لا هم پيشرفت وکـړي او د مسلمانانو له پاره خپل خدمات نور هم پراخه کـړي.
 
 
 نورالله احمدزی:
 
زموږ یوه غوښتنه! زما په باور که د تعلیم الاسلام راډیو په کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدان او وردګ، کنړ، لغمان، نورستان، پکتیکا، غزني، همداسي تر بغلان او کندز بیا تر مزار او فاریابه ورسي، نو دا به ډېر ښه کار وي ځکه هلته هیڅ داسي اسلامي چينل نه اورېدل کیږي، چي د خلکو د غوښتنو ځواب ووایي. هیله کوم چي زما پر غوښتنه غور وسي....
 
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹ ګڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته