تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فلک علم او اسلامي پیر او اختراعات
  تعلیم الاسلام راډیو
  February 3, 2018
  0

لیکنه : مفتي احسان الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د فلک علم او اسلامي پېر ! 
مسلمان علماو او محقیقنو پوره پنځه پېړۍ ( ۵۰۰ کاله) د علم او پوهي مشعل تر بل هر چا روښان او ځلاند ساتلی و ، هغوی د فلک د علم په برخه کې نه هېریدونکي کارنامې تر سره کړې ، ورسره د وخت حکمرانانو هم په شرقي نړۍ ، مغربي اندلس او دا شان د سلاجقه و ځیني امراو هم  دې علم ته یو داسي کار وکړ ، چې تر اوسه د تاریخ په حافظه کي ثبت او یاد پاتي دی .


د فلک علم هم لکه د نورو علومو په شان تر اسلام وړاندي هم په مختلفو ټولنو کې شتون درلود ، خو مسلمانانو بیا ډیری کتابونه له نورو ژبو عربي ته وژباړل ، له دې سره د فلک د علم د زده کړي زمینه لا زیاته برابره سوه ، د دغو کتابو په لړ کې ړومبۍ د السندهند په نامه کتاب و ، چې په (۷۷۷م) کې محمد الفزاري او یعقوب بن طارق ترجمه کړ ، له دې ما سوا نور کتابونه هم عربي ته وژباړل سول .


د ستور پیږندني په برخه کې ډیری وسایلو او آلاتو ته اړتیا وي ، خو رصدګاوي بیا ځانګړی اهمیت لري ، مسلمان علماو د تاریخ په اوږدو کې ، په ډیر اهتمام سره ، ډیري لويې او د کار وړ رصدګاوي جوړي کړې ، په تیره بیا له اتمي بیا تر پنځلسمي ( ۸- ۱۵ ) پیړۍ پوري يې ډیری داسي کارنامي په شرق اوسط ، منځنۍ آسیا ، اندلس ، شمالي افریقا کې ، او ځیني يې په شرق اقصی او هند کې هم تر سره کړې ، چې په لويو اسلامي امپراتوریو کې لکه : بغداد ، قاهره ، قرطبه ، طلطله ، سمرقند ، رقه او مراغه کې تر اوسه لا د هغوی اثار ژوندي پاتي دي . 


په اسلامي تاریخ کي د فلک د علم وتلي او مشهور پوهان دومره زیات دي ، چې شمیر او پیژندنه يې ځانګړي کتاب ته ضرورت لري ، خو یو څو مشهوري څیرې لکه: 

 

  • خلیل بن احمد فراهیدي
  • ابن درید
  • یعقوب بن اسحاق کندي
  • ابن سینا
  • بیروني 
  • خوارزمي


او داسي نورو... یادونه هم مناسبه ده.

 


 

پر علم فلک د عباسي دور اغیز
د مسیحي ثقافت له امله پر غربي او اورپايې نړۍ د بطلیموس غلطه او فاسده نظریه تر ۱۰۰۰کاله زیاته تپل شوې وه ، ځکه کلیسا د بطلیموس خلاف خبره له دین سره په ټکر کې بلله .


خو کله چې اسلامي عباسي دور راغلی ، نو ټوله نړۍ ته يې له دغه فاسدي نظريې نجات ورکړ او انسان يې دې ته وهڅاو چې له خپل خدای ورکړي استعداد نه کار واخلي . والحمد لله علی ذلک


د عباسي خلافت په پېر کې د فلک د علم یو داسي اساس او بنیاد کېښودل سو ، چې د عصري ټکنالوجۍ  د ټولو پرمختګونو ، تجربو او لاسته راوړنو اصل او بنسټ بلل کیږي ، دا هم مسلمان فلک پوهان  ول ، چې د فلک د علم تصوراتي اوخیالي نړۍ يي په عملي او تطبیقي میدان بدله کړه . 

 

د مسلمانانو اختراعات


مشهور تاریخ پوه فؤاد سزکین وايي چې : د مسلم علماو د فلک د علم په تخلیقي او ابداعي (Creative) پړاو کې ، لاندي بریالیتوبونه یادولای سو :


دوئ پر دې وتوانیدل چې د فلک د علم پچلې او مشکلي مسئلې د ریاضي د علم په واسطه حل کړي ، چې آن تر اغریق يې هم ډیر باریک ریاضي وکارول .


هغوئ په رصدګاو کې له داسي آلاتو کار واخیست ، چې په څو چنده د اغریق تر هغو ډیر کامیابه او دقیق ول .
مسلمان علماو د ستورو د ځایځاګي او د دوی د حرکاتو د معلومیولو په برخه کې ، داسي رصدګاوي وکارولې ، چې د اغریق تر هغو غوره ، بریالۍ او د ښې نتېجې لورنکې وې ، ځیني خو يې لا د اغریق په زمانه کې چا پیږندلي هم نه .
د فلک د علماو لپاره منصور عباسي ، د خپل خلافت په وخت کې یوه لویه مدرسه جوړه کړه ، خپله منصور هم مشهور فلکي عالم و ، د هارون الرشید او دهغه د زوی مامون په دور کې دې مدرسې نوره هم ترقي وکړه ، په دې مدرسه کې د مخکنیو فلک پوهانو نظریات وڅیړل سول ، د بطلیموس د ډیري غلطیو ، او د یونانینو د زیاتو جدولونو اصلاح تر سره سوه ، تر دې پوري ، چې د فلک د علم په برخه کې په دغه مدرسه کې ، ډیر اختراعات او اکتشافات علماو وکړل .


د نړۍ په سطحه د تاریخ په شلو وتلیو فلک پوهانو کې ، د دغې مدرسې د مشهور عالم الشیخ البناني رحمه الله نوم هم ثبت دی .


د نهمي پیړۍ د پیل نه (۸۲۵- ۱۰۲۵) بیا تر یولسمي پیړۍ پوري ، دې زمانې ته د تحقیق ، تدقیق او څیړني زرین دور ویل کیږي ، په دغه زمانه د بطلیموس تر فلکي نظام په څو واره چاڼ سوی نظام منځ ته راغلی ، په ځانګړي ډول بیا د عباسي دور خلیفه ، مامون د فلک د علم لپاره ډیر خدمت وکړ ، په دغه وخت کې بغداد او دمشق د فلک د علم په پلازمینه سره وپیږندل سول ، نه یوازي دا چې مامون یواځي د فلک علم ته وده ورکړه ، بلکي د دې علم د علماو يې هم  ډیر قدر کاوه او هغوی ته يې ځانګړی اهمیت ورکاو ، د ده په خلافت کې دوې لويې رصدګاوي جوړي سوې : یوه په بغداد کې د الشماسیه ، او بله په دمشق کې د رصدګاه جبل قاسیون په نامه یادیږي .


مشهور عالم محمد بن الحسن بن الحسن بن الهیثم ابو علی البصري (۳۵۴هـ ۹۶۵م – ۴۳۰هـ ۱۰۴۰م) له دې نه علاوه چي تر ټولو اول د کامرې Camera (عکس اخیستونکې کامره) مخترع دی ، اولنی شخصیت هم دی چي نړۍ ته يي د دوربین (Telescope) نظریه وړاندي کړله ، د دې نظریې برکت و ، چې په راتلونکي وخت کې علماو په فضا کي د ستورو د ځای ځایګي او د هغوی حرکات په ډیر دقت سره وڅارل .


له ده وروسته تقي الدین محمد بن معروف الشامي له (۱۵۷۴م) نه مخکي دوربین جوړ کړ ، په اسطنبول کي د تقي الدین په نامه رصدګاه کې له (۱۵۷۷م) نه بیا تر (۱۵۸۰م) پوري وکارول سو .


په شپاړسمه پیړۍ کي دهولند اوسيدونکي لبرشى  Lippershey هم یو دوربین جوړ کړ ، له ده یو څو میاشتي وروسته د ګالیلیو په نامه مشهور فلک پوه په (۱۶۰۹م) کې تر هر چا وړاندی په دې وتوانید، چې د سپوږمۍ غرونه د دوربین په واسطه وګوري او مطالعه يې کړي .

 

سرته