تازه سرليکونه
د (شريعت او تجارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلامي بازار موندنه
  تعليم الاسلام راډیو
  February 6, 2018
  0

قدرت الله صابر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

اسلام خپلو پیروانو ته لارښوونه کوي، چي تاسو باید له یوې داسي لاري روزي لاسته راوړئ، چي په هغه کي د دنیا او آخرت دواړو ګټي وي. دوی ته ئې نه يوازي دا چي د مشروع سوداګرۍ او په سوداګريزو چارو کي د برخي اخيستلو اجازه ورکړې ده، بلکي دوی ئې دې هر څه ته په ټينګه هڅولي دي او رښتيني سوداګر ته ئې د لويو مکافاتو ورکولو وعده ورکړې ده.

 

د دې ترڅنګ د اسلام د مبارک دين په تجارتي چارو کي له هغو اعمالو څخه منع فرمايلې ده، چي د اسلام له اساساتو سره په ټکر کي وي؛ لکه: سود اخیستل، فريب کاري کول، په معامله کي درواغ ویل او داسي نور. د ناروا معاملاتو څخه د ځان ژغورني په موخه د فقهاوو او متبحرو علماوو له خوا وخت په وخت مسلمانانو ته پوهه ورکړل سوې ده.


 
 په دې ليکنه کي هڅه سوې ده، چي د سوداګرۍ په برخه کي د بازار موندني اړوند څه نا څه معلومات ستاسو سره شريک کړو. بازار موندنه په اوسنيو وختونو کي منځته راغلې او د عمل په ډګر کي خورا په چټکۍ سره په اسلامي او غربي بازارونو کي د پرمختګ پر لور روانه ده.

 

اسلامي بازار موندنه له هغه بهیر څخه عبارت ده، چي د هغه په واسطه کولای سي، رانیوونکي د اسلام په رڼا کي د خپلو څیزونو د خرڅولو او یا هم خدماتو وړاندي کولو له پاره جلب کړي. د بازار موندني څخه باید دواړه جانبين (بايع او مشتري) د اسلام په چوکاټ کي ګټه واخلي.

 

اسلامي بازار موندنه که د خدماتو له پاره وي او که د محصولاتو له پاره، باید په اسلامي چوکاټ کي تر سره سي؛ یعني د قرآن او احادیثو د تګلاري خلاف نه وي.

 

اسلامي بازار موندنه باید څنګه تر سره کړو؟
اسلامي بازار موندنه باید د اسلام تر چتر لاندي تر سره سي. یعني تولید، بیه، اعلانات او داسي نور باید په داسي ډول تر سره سي، چي هیڅ یو بشر ته تاوان و نه رسوي او نه هم د هغو له کبله ټولنه په غربت کي ولوېږي.

 

تولیدات: 

تولیدات باید حلال وي او له هر ډول شک او حرامي شبهې څخه پاک وي. د تولیداتو پروسه باید له نږدې څخه د دې له پاره وڅارل سي، چي کوم ضرر ئې ټولني ته و نه رسېږي او د تولیداتو څخه مطلب باید صرف او صرف حلاله روزي او د خلکو ضروریات په ښه توګه پوره کول وي. که چيري غربي ټولنو ته ځیر سو، نو و به ګورو، چي تولید وړاندي کوونکی صرف او صرف دې ته ډېر متوجه وي، چي څنګه له تولیداتو څخه ډېر عايد په لاس راوړل سي؛ نور نو د ټولني او خلکو تاوان ته نه کتل کيږي.

 

د تولید بیه: 
د تولید بیه باید ټاکلې او د ټولو مشتریانو له پاره یو ډول وي. مثلاُ: که احمد ته د قلم قیمت لس افغانۍ وي، نو محمود ته هم باید لس افغانۍ وي. داسي نه، چي احمد ته لس او محمود ته شل افغانۍ ووایو. د توليد بيه معلومول نه يوازي دا چي د پلورونکي يا شرکت اعتماد زياتوي، بلکي د مشتريانو د زيات جلب سبب هم ګرځي.

 

د تولید د وړاندي بېولو له پاره اصول: 
د تولید یا خدماتو د وړاندي بېولو له پاره باید د تولیداتو او یا خدماتو اصلي شکل خلکو ته وښودل سي؛ نه داسي چي د تولیداتو یا خدماتو اصلي شکل تر هغه څه کمزوری وي، چي موږ ئې د خلکو په وړاندي ږدو. مثلاً: ډېری وخت به مو د یو شي اعلان اورېدلی یا لیدلی وي، چي په ډېر ښه او ښکلي شکل وړاندي کيږي؛ خو کله چي د هغه اصلي شکل ووینو، نو په مکمل ډول توپیر ورسره لري.


 
توليد کوونکی بايد تل د خپل توليد د معياري کېدو او سمېدو له پاره د مشتريانو وړانديزونو، غوښتنو او نيوکو ته غوږ ونيسي او د پر ځای کولو د ژمني ترڅنګ خپله هم د مطالعې کولو، تجاربو خپلولو او اقتصادي پلانونو د جوړولو له لاري خپل توليدات د ښه کېدو تر څنګ زيات او معياري کړی.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹ ګڼه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته