تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څنګه له ځانه یو ښه شخصیت جوړ کړو؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 19, 2018
  0

ژباړه: حضرت عثمان نوري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

شخصیت جوړونه ځانګړي مهارتونه او بېلابېل هنرونه غواړي. که تاسې له ځانه یو ښه شخصیت جوړول غواړئ، نو باید لومړی باور ترلاسه کړئ، په تجربو تمرکز زیات کړئ، ځان ته مو ارزښت ورکړئ او د ستونزو په وړاندې مبارزه پېل کړئ.

 که تاسې غواړئ یو ښه شخصیت ولرئ، نو موږ دلته اته معتبر میتودونه بیانوو چې ستاسو سره په شخصیت جوړونه کې مرسته کولای شي.


لومړی: باوري اوسئ او هېڅکله باور مه بایلئ
باور د ښه ژوند یو ستر راز دی، که په ټولنه کې باور ولرئ؛ ژوند به مو له ستونزو سره په مبارزه کې مخکښ رول ولوبوي. باور ستاسو د چلند د ځانګړتیاوو یوه مهمه برخه ده چې ستاسو شخصیت ورته اړتیا لري. که مو یو ځل باور بایلود، ستاسو شخصیت ورسره خامیږي او بې باوره کېږئ. تر هر څر څه ستاسو ځان تاسو ته ډېر ارزښت لري او خپل ځان مو په باور ارزښتمن کړئ.


دوهم: دروغ مه وایئ او ریښتیني اوسئ
د شخصیت جوړونې لپاره یوه بله ښه ځانګړنه هم دا ده چې تاسو باید تل صادقه اوسئ او هېڅلکه دروغ ونه وایئ. دروغ ویل ددې تر څنګ چې تاسې د ټول عمر لپاره بې باوره کوي، بلکې تاسو لټۍ ته هم  سوق کوي، ځکه که نن یو کار ونه کړئ او سبا مو ریئس ته دروغ (بهانه) وکړئ، راتلونکي کې هم دې کار ته اړ کېږئ؛ ددې لپاره چې ښه مخته ولاړ شئ، باید تل ریښتیني اوسئ.


دریم: ماتې ته هرکلی کوئ
که تاسې بریالي اشخاص ګورئ، دوی په لومړي او دوهم ځل دې مقام ته نه دي رسیدلي. تجربه او مهارتونه تاسې تر بریا رسوي، خو په دې لړۍ کې تاسې ممکن له ماتو سره هم مخ شئ. د بریاوو تر شاه چې کوم راز دی، هغه د ماتو زغمل دي او بریالي اشخاص ماتې زغملی شي.


څلورم: ټولنیزې اړیکي ښې وپالئ
ښه اخلاق او ښې اړیکې د ټولنیز ژوند سینګار جامه ده.  د ښه شخصیت خاوندان تل له ښه چلند او سلوک څخه کار اخلي. که تاسې ټولنیزې اړیکې ښې او پراخې کړئ، نو هومره مو شخصیت ورسره لوړېدای شي.


پینځم : ځان ته مو یو هدف وټاکئ 
بریالي خلک تل پر ځان باور لري؛ نو ځکه خو ځان ته هدف هم ستر ټاکي. که تاسې کوچنی هدف وټاکئ، نو ممکن ژر یې ترلاسه کړئ؛ ښه خبره دا ده چې ځان ته ستر هدف وټاکئ. دغه راز خپل خیالات او تصوراتو ته په سپکه مه ګورئ، بلکې خپلو چارو ته لا ښه پام وکړئ او د خپل هدف شاه ونیسئ.


شپږم: امانت دار اوسئ
امانت خیانتول ستاسو شخصیت بې باوره کوي. دروغ ویل، خیانت کول، په وعده وفا نه کول؛ درې هغه سترې ځانګړنې دي، چې په خپلېدا یې انسان دوه مخې، بې باوره او رسوا کیږي. بریالي اشخاص تل امانت خپل مالک ته سپاري او نه یې خیانتوي.


اووم: مسؤلیت مننونکي اوسئ
مسؤلیت ستاسو چارې ښې تنظیموي او تاسو خپلو چارو سره محتاط کوي؛ څو له تېروتنو وژغورل شئ. بریالي اشخاص تل خپل مسؤلیت په ډېر ویاړ مخته وړي او په دې خوښ وي چې د خپلې رشتې له ادرسه هېوادوالو ته خدمت کوي. هر شخص د ټولنې یو غړی بلل کیږي او ددې ټولنې په جوړښت او سمون کې باید مسؤلانه رول ولوبوي.


اتم: وخت مو اداره کړئ
انسان د عمر په جریان کې یو تر ټولو ارزښتناکه فرصت لري، چې هغه د وخت درلودل دی. که موږ هر څومره شتمني ولري، خو وخت پرې نه شو اخیستلی. د نن ورځې یوه لحظه په میلیاردونو پېسو واپس لاسته نشئ راوړلی. انګرېزان متل کوي چې (Time is money/gold) یعنې وخت د زرو څخه زیات قیمت لري. بریالي اشخاص تل له خپل وخت څخه ښه ګټه پورته کوي، دوی همداراز له ځان سره د ورځنېو بوختیاوو یو مهالوېش هم لري چې خپلې چارې د همدې مهالوېش مطابق مخته وړي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته