تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زموږ لپاره د قران کریم پیغامونه
  تعلیم الاسلام راډيو
  March 12, 2018
  0

لیکنه: عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

په قرآن کریم کي زموږ له پاره د څه شي پیغام موجود دئ؟ قرآن کریم د الله رب العالمین کتاب دئ، چي په خپل رسول محمد صلی الله علیه وسلم باندي ئې نازل کړی دئ، د دې له پاره چي خلک له تاریکیو څخه روښنایي ته وباسي، لکه الله تعالي چي ئې په اړه فرمایي:

 

 (هُوَ الَّذِي يُنَزِّلُ عَلَى عَبْدِهِ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لِيُخْرِجَكُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ...). (الحديد : ۹)
 ژباړه: الله هغه ذات دئ، چې پر خپل بنده باندي څرګند روښانه ایتونه نازلوي، تر څو چي تاسي له تیارو څخه راوباسي، رڼا ته مو راولي.

 

الله تبارک وتعالی په قران پاک کي د مخکنیو او وروستنیو خلکو اخبار موږ ته بیان کړي دي، د آسمانونو او مځکي د خلقت بیان سوی دئ او په تفصیل سره ئې راته په قران پاک کي حلال او حرام بیا ن کړي دي، د ژوند اصول، اداب، اخلاق، احکام، عبادات او معاملات ئې راته پکښي بیان کړي دي، د پیغمبرانو علیهم السلام، صالحینو، مؤمنانو او کافرانو احوال ئې په بليغه ژبه راته بیان کړي دي، همداسي ئې د مؤمنانو د ابدي کور جنت او د کفارو د ابدي کور دوزخ مختلف صفتونه راته بیان کړي دي الله تعالي داسي يو کتاب بشريت ته رالېږلی دئ، چي د هر شي څرګندونکی دئ، لکه الله تعالی چې ئې په هکله فرمايي: 


(وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ) (النحل : ۸۹)
 ژباړه: موږ دغه کتاب پر تا نازل کړی دئ، چي په ښکاره د هر شي څرګندونکی دئ او د هغو خلکو له پاره هدایت، رحمت او زیری دئ، چي د امر منني غاړه ئې ایښې ده.

 

د ژوند د ټولو چارو اړوند اصول، قوانین او اداب پکښي موجود دي، د الله تعالی د مبارکو نومونو او صفتونو د بيان تر څنګ د الله تعالی د مخلوق، په الله جل جلاله، ملائيکو، رسولانو او د قیامت په ورځ د ایمان راوړلو بیان په قران پاک کي موجود دئ: د قیامت ورځ، د هغې احوال، وروسته له مرګه ژوندون، حشر، حساب، کتاب، حوض کوثر، پل صراط، مېزان، د جنت د نعمتونو، د جهنم د عذابونو، په عظیم او لويه ورځ د خلکو د راجمع کېدلو وضاحت سوی دئ، 

 

(اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ لَا رَيْبَ فِيهِ وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ اللَّهِ حَدِيثًا) (النساء : ۸۷)

. ژباړه: الله جل جلاله، له هغه څخه پرته هیڅ کوم بل اله نه سته، هغه به تاسي ټول د قیامت په ورځ راټول کړي، چي د هغې په راتګ کي هیڅ کوم شک او شبهه نه سته او د الله له خبري څخه ډېره زیاته رښتینې خبره د بل چا کېدای سي؟ 

 

همدارنګه په قرآن کریم کي دې خبري ته بلنه ده، چي د الله  جل جلاله په کائناتو او د قرآن کریم په معجزو کي غور او فکر وکړئ. قرآن کریم د مخکنیو کتابونو، لکه: تورات، انجیل او نورو تصدیق کوونکی دئ، چي د قیامت تر ورځي پوري به حاکم وي، بل کتاب نه راځي؛ خو که څوک ایمان پر را نه وړي، هغه کافر دئ او په ورځ د قیامت به الله تعالی عذاب ورکړي، قرآن کریم داسي یو عظیم کتاب دئ چي که الله جل جلاله پر یوه غره باندي نازل کړی وای، هغه غر به د الله تعالي د بیري ټوټه- ټوټه سوی وای.

 

 

 الله  جل جلاله انسانانو او پېریانانو ته دا ننګونه ورکړې ده، چي تاسي د دې قران په مثل یو آیات یا یو سورت راوړئ، لاکن هغوی له دې څخه عاجزه دي، الله  جل جلاله خپل محبوب پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته امر کوي، چي ته دا کتاب تر نورو خلکو پوري ورسوه.

 

د انسان دا ذمه داري ده، چي د قرآن عظيم الشان تلاوت وکړي، په معانيو او مفاهيمو ئې ځان پوه کړي او په اوامرو ئې عمل وکړي، غوښتني ئې عملي کړي او ساتنه ئې وکړي.

 

که څه هم د قران ساتونکی الله دئ؛ خو د قیامت په ورځ به دي له ګرېوان څخه ونیسي بیا به ستا جواب د الله په حضور کي څه وي؟

اړوند:

د یوه قراني ایت معجزه
قرانکریم او يو احساس
د قرانکريم قانوني اعجاز
د قرانکریم لس ډوله اعجاز
په قرانکریم کي راغلي علوم
په پښتو کي د قرانکریم تفسيرونه او ترجمې

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته