تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د محلدینو رد (۱)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 1, 2018
  0

ژباړه : استاد غلام عمرعبدالله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


الحمدلله رب العالمين له النعمة والفضل وله الثناء الحسن صلوات الله البر الرحيم والملائكة المقربين على سيدنا محمد وعلى ءاله وصحبه الطيبين الطاهرين . أما بعد 


مسلمانه وروره دا له واجباتو څخه دي چي ته بايد د خپلي عقيدې په هکله هغه دلايل زده کړې چي په قران او حديث کي راغلي دي او د ملحدينو د رد لپاره تر خپله توانه يو شمېر عقلي دلايل هم زده کړې.


 پر مسلمانانو دا لازمه ده چي داسي يوه ډله يا يو څوک موجود وي چي د ملحدينو د غولونکو او ګمراه کوونکو نظرياتو د باطلوالي په خاطر يې شرعي او عقلي دلايل زده وي تر څو د دا ډول نظرياتو د خپراوي مخنيوی وشي او په ټولنه کي د ټولو هغو منحرفينو او د اسلام د دښمنانو د نظرياتو مخنيوی پرې وکړي چي اسلام ته منسوب وي خو دوی په اصل کي له اسلام سره هيڅ تړاو نه لري ، خو د دوی عقلي جوابات ورکول په اسلام کي ډېر لوی ځای او اهميت لري.


الله تعالی فرمايي: 
فَلَوْلا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِنْهُمْ طَائِفَةٌ لِيَتَفَقَّهُوا فِي الدِّينِ وَلِيُنْذِرُوا قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُوا إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ " ( سورة التوبة: ۱۲۲)
لدې څخه ښکاري چي د عقيدې اساس او محور پر وهم نه راګرځي ، بلکي پر هغه څه ولاړ وي چي د صحيح او سليم عقل غوښتنه وي هغه عقل چي د شريعت لپاره د يو شاهد په توګه وي.


او شريعت هيڅ کله د هغه څه امر نه کوي چي د سالم عقل غوښتنه نه وي او شريعت هم هغه شريعت معتبر دی چي الله تعالی ( او د هغه رسول صلی الله عليه وسلم ) ټاکلی وي.

 

 ای مسلمانه وروره ، هغه څه چي له تا څخه نه شي پټېدلای ، کله چي ته د يو ملحد (بې دينه د الله او مغيباتو څخه منکر شخص) سره مناقشه کوې او غواړې چي ده ته په اثبات ورسوې چي د کائيناتو خالق الله سبحانه وتعالی موجود دی ، چي په دې کي هيڅ شک او شبه نه شته نو لازمه ده چي هغه عقلي دلايل زده کړې چي ملحد پرې ډاډه کړې ، د عقلي دلايلو زده کړه ځکه اړېنه ده چي ملحد د الله تعالی پر سپېڅلي کتاب قران  کريم او د هغه د سپېڅلي رسول صلی الله عليه وسلم پر مبارکو حديثونو ايمان او باور نه لري.

 

د ملحدينو رد :

دا چي زموږ د ليکنو محتوا صرف د ملحدينو او منحرفينو د افکارو او نظرياتو د رد په هکله ده ، نو ځکه په ليکنو کي د هغوی نظريات ، افکار او شبهات نه ذکر کوو فقط هغه دلايل او اسلوب ليکو او بيانوو تر څو وکولای شو په هغه سره د ملحدينو رد وکړو.

 

نو ددې لپاره لازمه ده چي لاندي اته (۸) ټکي په پوره او صحيح توګه زده کړو:

 

  • بنده ته د ( د الله او مخلوق) د پېژندني لار روښانه کول.
  • دا په اثبات رسول چي ټول کائنات مخلوق دي کوم چي پيل ( او پای) لري.
  • په عقلي دلايلو سره د الله سبحانه وتعالی د وجود اثبات.
  • دا په ثبوت رسول چي الله تعالی د ټولو مخلوقاتو پيداکوونکی دی او هيڅ مخلوق له خپل خالق سره ورته والی نه لري.
  • د خپل محبوب پيغمبر سرور کائنات حضرت محمد صلی الله عليه وسلم وجود ثبوتول.
  • د محبوب پيغمبر سرور کائنات حضرت محمد صلی الله عليه وسلم نبوت ثبوتول.
  • دا ثبوتول چي رسول الله صلی الله په ټولو خبرو او تبليغ کي چي د الله له لوري يې ابلاغول رښتينی و.
  • او دا ثبوتول چي قران کريم د الله لوري نازل کړل شوي سپېڅلی کتاب دی.

 

 ۱- بنده ته ( د الله او مخلوق) د پېژندني لار روښانه کول:


پدې موضوع باندي د ښه پوهېدلو لپاره بايد لاندي برخي زده کړل شي:


الف - سالم  حواس: روغ او سالم حواس عبارت دي له اورېدلو ، ليدلو ، خوند څکلو ، بويولو او په لاس ( يا د وجود په نورو برخو ) سره د يو شي له لمس کولو څخه ، که يو څوک درته ووايي چي دا لوښی سپين رنګ لري، موږ څنګه پوهېدلای شو چي د لوښي رنګ سپين دی ؟


طبعي ده چي هغه لوښي ته به ګور چي زموږ دغه ليدل زموږ يو حس دی او د لوښي د رنګ سپينوالی مو پرې حس کړ.

 

ب : سليم عقل : عقل په انسان کي هغه راسخ صفت دی چي انسان د هغه په ذريعه سره د ښه او بد شي ترمنځ توپير کولای شي ، او درې ډوله مخلوقات د عقل خاوندان دي : ملائکي ، انسان او پېريان ، اما حيوانان چي دي هغوی عقل نه بلکه شعور لري.


هغه پوهه چي په عقل سره لاسته راځي کېدلای شي بديهي وي ( کوم چي بغير له فکر او تردد څخه رامنځ ته کېږي) ضروري (لومړنۍ) پوهه هغه ده  چي پر نظر او استدلال بنا نه وي  صرف د انسان په پنځه حواسو سره حاصل شوې پوهه وي ،لکه ( وايي ) چي : هر کُل له خپل جز څخه لوی دی ، يعني په دې خبره هر عاقل پوهېږي هغه که علم ( پوهه ) ولري که يې ونه لري.


او اکتسابي پوهه (هغه پوهه چي په پنځه حواسو سره لاسته راځي) پر نظر او استدلال موقوفه ده لکه چي وايي : دا عالم ( کائنات)  بدلون منونکی دی او هر تغير منونکی حادث دی یعني ( نوي پيدا شوی) دی ، نو ددې لپاره چي يو څوک د مخلوقاتو  د پيدايښت (او بدلون ) په هکله  پوه شي نو دلته بيا نظر او استدلال ته اړتيا پيداکېږي.


که چېري يو شخص تاته ووايي چي زما په ساعت کي يو فيل موجود دی چي څلور متره اوږدوالی او درې متره بر لري ، ايا ته دا ورسره منې ؟ ، او دا ورته وايي چي : اجازه راکړه چي زه ستا په ساعت کي وګورم ، ايا فيل پکي موجود دی که نه ؟


طعبي خبره ده چي نه يې ورسره منې اوس پوښتنه دا ده چي ته څنګه پوه شوې چي دا امکان نه لري ؟ 
ځواب به دا وي چي: دا کار تاته ځکه ناشونی ښکاره شو چي ستا عقل دا خبره نه مني.


او عقلي پرېکړي ( هغه پرېکړي چي انسان يې د خپلي عقلي پوهي پر بناء کوي) پر درو برخو وېشل شوي دي:


۱ – لازمي عقلي پرېکړه.
۲ – غيري عقلي ممکنه پرېکړه.
۳ – جايزه عقلي پرېکړه.

 

لومړی : د عقل واجبي حکم يا پرېکړه هغه حکم ګڼل کېږي چي تصور يې په عقل سره نه شي کېدلای لکه د الله تعالی د ذات او صفاتو د غير موجوديت تصور( يعني هيڅ د عقل څښتن دا تصور نه شي کولای چي الله او د الله صفات وجود نه لري بالعکس ، د هر عاقل  لازمي تصور دا دی چي الله او د الله تعالی صفات حقيقي او واقعي دي).


دوهم : غير ممکن عقلي حکم هغه حکم بلل کېږي چي د هيڅ عاقل په عقل کښې يې تصور امکان ونه لري ، لکه : د الله سبحانه وتعالی له ذات سره د شريک موجوديت.


دريم : جايز تعقل ( عقلي تصور) هغه تصور ته ويل کېږي چي کله د انسان په ذهن کي وي کله نه وي ( يعني عادي او غير اختياري عقلي تصورات او خيالات).


ج: متواتر خبر : هغه خبر ته ويل کېږي چي يوې لويې ډلي له بلي لويې ډلي څخه رانقل کړی وي پداسي ډول چي ددې ډلې راټولېدل پر درواغو ناممکن وي ، او د يوې پيېښې په هکله د دوی توافق حتمي وي چي دا (د رښتنولۍ او د توافق نظر) صفت به د دوی په درو واړو طبقو ( لومړنۍ ، منځنۍ او ورستۍ) کي موجود وي ، نو بيا داسي خبر يقيني ( او متواتر) خبر ګرځي.

 

که چېري يو خبر له وړې ډلي څخه لويې ډلي ته ورسېږي نو داسي خبر بيا متواتر خبر ( يقيني علم) نه بلل کېږي.

 

مثلاً : لکه د عيسی عليه السلام د وژلو او زندۍ کېدلو خبر چي له يوې وړې ډلي څخه لويې ډلي ته رانقل شوی دی ، نو داسي خبر نه متواتر خبر ګڼل کېږي او نه هم د علم او پوهي لپاره ګټور کېدلای شي که څه هم د ورستۍ طبقې شمېر يې ډېر وي.

 

ج : په متواتر خبر پوهېدل:  د ضروري علم لپاره لازم دي ، دا داسي مثال لري ، لکه : يو سړی چي له دې څخه انکار وکړي چي زه خپلي مور نه يم زېږولی ، په داسي حال کي چي د داسي کس انکار له حقيقته لېري دی ځکه دی خپلي مور زېږولی دی خو ده د خپل زېږون حالت او موقع نه ده لېدلې ( چي د ده نه لېدل ددې دليل نه شي کېدلای چي دی دي خپل مور نه وي زېږولی او خپله دي پيدا شوی وي).

 

اما اوازه ( افواهات) هغه څه دي چي له يوې وړې ټولۍ څخه يوې ټولۍ ته رانقل شوي وي تر دې چي د ټولۍ شمېر يې دو يا درو دروغجنو کسانو ته رسېږي.

 

ان شاءالله نور بیا...

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته