تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مولانا محمد سالم قاسمي رحمه الله ژوندلیک
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 19, 2018
  0

د وارث علوم نانوتوي حضرت مولانا محمد سالم قاسمي (رحمه الله ) مختصر ژوند لیک


ژباړه: محمد عیسیٰ / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


نسب: 
محمد سالم بن محمد طیب بن محمد احمد بن قاسم بن اسد علی بن غلام شاه بن محمد بخش بن علاء الدین ابوالفتح بن محمد مفتی بن عبدالسمیع بن محمد هاشم بن شاه محمد بن قاضی طهٰ  بن مفتی امان الله بن قاضی جمال الدین بن قاضی میرا بن قاضی مظهر الدین (رحمهم الله ) د نسب سلسله یې حضرت قاسم بن محمد بن ابی بکر صدیق (رضی الله عنه) ته رسیږي. 


ددې کورنۍ لومړی سړی چي هندوستان ته راغلی قاضي مظهرالدین ؤ، او دی هم د سکندر  لودي په بلنه هندوستان ته راغلی. په دغه وخت کي د نانوته او د هغې د اطرافو څخه جاټانو سر راپورته کړی ؤ نو سکندر لودهي د ده زوی قاضی میرا د یو لښکر سره د هغوی د ماتولو لپاره ورواستوی، کوم وخت چي دغه لښکر فتحه تر لاسه کړه نو سکندر لودهي ډېر خوشحاله سو او دغه سیمه یې د دوی د خاندان په نامه کړه. ددې وروسته دې کورنۍ په همدغه سیمه کي د ژوند بورجل (ټاټوبی) جوړ کړی. کوم وخت چي مولانا محمد قاسم نانوتوي دارالعلوم دیوبند جوړ کړی نو بیا دې کورنۍ دیوبند ته کوچ وکړ.( الامام الا کبر ).


دده پلار حکیمِ اسلام قاري محمد طیب قاسمي رحمه الله هغه انسان ؤ چي د امام العصر، عظیم محدث محمد انور شاه کشمیری رحمه الله شاګرد ؤ، او د حکیم الامت اشرف علي تهانوي رحمه الله مرید ؤ. دی یو عالم، ادیب او متقي انسان ؤ، د دارالعلوم دیوبند مهتمم  او غوره لیکوال ؤ. دی یو غوره خطیب هم ؤ. 


دده مور (اختر حنیفه) د سهارنپور د یوې سیمي رامپور منیهارن د یو انصاري علمي خاندان څخه  وه، د مولانا حافظ محمد لور وه، ډېره صالحه، په وخت باندي پابنده، پرهېزګاره او نېکه ښځه وه. حتی قاري محمد طیب رحمه الله لیکي چي شاید  دا مېرمن زما لپاره د نجات ذریعه جوړه سي. 


پیدایښت: 
په  ۱۳۴۴ ھ کي په دیوبند کي پیدا سوی دی. 


تعلیم او تربیت: 
مولانا محمد سالم قاسمی رحمه الله د خپلو والدینو په نګراني کي را لوی سو. په ۱۳۵۱ ھ کي د علم دریاب ته ور ولوېدی، ناظره او حفظ قران یې د پیر شریف ګنګوهي رحمه الله د سرپرستۍ لاندي وسو. 


د فارسي څلور رسالې یې چي په نساب کي شاملي وې پوره کړې. د پارې اساتذه یې خلیفه عاقل ، مولانا ظهیر او سید حسن رحمهم الله وه. 


په ۱۳۶۲ھ  کي د حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله څخه یې میزان ویلی دی. 


د علومو او فنونو د کتابونو څخه یې کنز الدقائق د مولانا سید اختر حسین میا رحمه الله څخه ، میبذی یې د قاري اصغر رحمه الله څخه ، مختصر المعاني او نظم العلوم یې د مولانا عبدالسمیع رحمه الله څخه او هدایه یې د مولانا عبدالاحد رحمه الله څخه لوستي دي. 


په ۱۳۶۷ ھ کي یې د حدیثو دوره د شیخ العرب والعجم مولانا سید حسین احمد مدني، شیخ الادب مولانا اعزاز علي، جامع المعقول والمنقول مولانا ابراهیم بلیاوي او مولانا سید فخر الحسن رحمهم الله څخه کړې ده. 


درس او  تدریس: 
د ذاتي صلاحیت، د علم پوخوالی، او خطابي قابلیت د درلودلو په وجهه یې د فراغت څخه وروسته  په دارالعلوم دیوبند کي مدرس مقرره سو. لومړی یې  نورالایضاح او د قران کریم ژباړه تدریسول. بیا یې ورسته بخاري، ابوداؤد، مشکوة، هدایه، شرح عقائد هم تدریس کړي دي. 


د تدریسي ژوند په اړه دده یو شاګرد مولانا محمد اسلام قاسمي (د دارالعلوم وقف دیوبند د حدیثو استاد) لیکي: 


حضرت مولانا محمد سالم رحمه الله د دارالعلوم هغه استاذ ؤ چي د تدریس سره سره د وخت دومره پابنده ؤ چي طالبانو به دده د راتګ په وخت کي و درس ګاه ته خپل ساعتونه سمول. یعني که به د طالبانو ساعتونه په وخت سم نه وه نو چي به کله دی راغلی خپل ساعتونه به یې سمول ( دومره به په وخت راتلی). کله چي به ده رحمه الله په درسګاه کي قدم کښېښودی نو زنګ به ووهل سو د ثانیو حساب یې هم کوی. دومره په وخت باندي چي دی پابند ؤ د دارالعلوم یو استاذ او کارکن هم نه ؤ. او کله چي به د کور څخه را ووتی بس درسګاه ته تلی او کله چي به ټوله علمي ساعتونه ختم سول بس کور ته به تلی نه یې په لار کي د چا سره خبره کول او نه هم د چا ادارې ته تلی.(ندائ دارالعلوم)

 

امتیازي کمالات: 
په ټولو علومو او فنونو کي یې خاص لاس رسی درلودی، بالغ نظره، د لوړ فکر څښتن ؤ. د علوم قاسمي په تشریح او تفهیم کي د حکیم الاسلام ( قاري محمد طیب رحمه الله ) څخه وروسته شاید د مولانا سالم قاسمي رحمه الله په ډول بل هم پله نه وي. تل په علمي کارو کي محرک ؤ، د مولانا سالم قاسمي رحمه الله د تدریس په وخت کي په دارالعلوم دیوبند کي تحقیقي شعبه مرکز المعارف جوړ سو او هم دی یې مشر ؤ، په ۱۹۹۶ء کال کي د مراسلاتي طریقه تعلیم په اساس په اسلامي علومو او معارفو د مصروفه طلباؤ او طالباتو د دیني تربیې لپاره جامعه دینیات دیوبند جوړه کړه، کوم چي د هغه وخت تر ټولو مفیده تعلیمي درسګاه وه، مولانا سالم قاسمي رحمه الله په قرآن کریم باندي په یو خاص حیثیت سره کار شروع کړی خو افسوس هغه دوام ونه کړ. 


مولانا سالم قاسمي رحمه الله د ځوانۍ څخه په خطابت کي څاری نه درلودی، د علم ژوروالی، ژور فکر، وسیع مطالعه، هره خبره چي یې د ژبي څخه وتل د فکر او بصیرت څخه به منوره وه، د قرآن او سنت تشریح کول په فلسفانه توګه، مدلل خبري او صاحب الرئ یې دده  یو خاص وصف ؤ او ورباندي مرصع  او مزین ؤ. 

 

قیام دارالعلوم وقف دیوبند 
کله چي په ۱۴۰۲ ھ کي په دارالعلوم دیوبند کي اختلاف پیدا سو نو مولانا سالم قاسمي (رحمه الله ) او دده نورو ملګر د دارالعلوم وقف په نامه بل دارالعلوم جوړه کړ، په شروع کي یې مهتمم او وروسته یې سرپرسرت ؤ او بخاري شریف یې هم تدریسوی. 

 

عُهدې او وظایف: 
۱.مسلم پرسنل لاء بورډ  نائب صدر- هند
۲. سرپرست دارالعلوم وقف دیوبند 
۳. صدر مجلس مشاورت 
۴. رکن مجلس انتظامیه و شوری ندوة العلماء 
۵. رکن مجلس شوری مظاهر العلوم وقف 
۶. مسلم یونیورسټي علی ګړ- د عدالت رکن 
۷. سرپرست کل بند رابطه مساجد 
۸. سرپرست اسلامک فقه اکاډمی هندوستان 

 

انعامات او اعزازات: 
۱. د مصری حکومت لخوا د برصغیر ممتاز عالم نشان امتیاز 
۲. مولانا قاسم نانوتوی جائزه 
۳. حضرت شاه ولی الله جائزه، 


او داسي نور انعامات یې  ترلاسه کړی دی. 

 

غوره او مهمي کارنامه: 
مولانا سالم قاسمي رحمه الله په مختلف طریقو سره د اسلام ډير خدمت کړی دی او تر ټولو مهمه کارنامه یې دا وه چي د دینیات د نساب قایمول او د هغه اشاعت او رواجول  وه. 


مولانا سالم قاسمي رحمه الله چي کله وکتل چي د کوچنیانو د تعلیم ادارې خورا ډېري دي او اضافه کیږي خو د لوړ عمر خلګ د دیني تعلیم نظام نه لري. نو ددې مقصد په بنیاد يې په ۱۹۹۶ء کي یې د جامعه دینیات په نامه یوه اداره جوړه کړه چي د هغې په واسطه به خلګ په کور کي دیني تعلیم کوي. 


اولادونه: 
محمد سلمان قاسمي، مولانا محمد سفیان قاسمي ( د دارالعلوم دیوبند څخه فارغ دی او د جامعة الازهر په کلیة الشریعه کي یې ایم اې کړې ده، په دارالعلوم وقف دیوبند کي استاذ دی) ، محمد عدنان قاسمي ( تجار دی ) ، حافظ محمد عاصم قاسمي( ښه قاري، حافظ او مبلغ دی) ، اسماء اعجاز، او عظمی ناهید یې لوڼي دي. 


استاذه: 
حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي
شیخ العرب والعجم سید حسین احمد مدني 
شخ الحدیث مولانا محمد زکریا کاندهلوی 
حکیم الاسلام قاري محمد طیب قاسمي 
علامه ابراهیم بلیاوي
شیخ الادب مولانا اعزاز علي امروهوي
شیخ الحدیث مولانا فخر الحسن ګنګوهي، رحمهم الله تعالی. 

 

د څېړني او تصنیف ذوق: 
که څه هم د مولانا سالم قاسمي صاحب میدان تصنیفي او تحقیقی نه دی خو چي کومي لیکني یا هم کتابونه یې لیکلي دي هغه یې د خاص ستایلو وړ دي. 


د ډيرو سفرو او بې پناه مشغولیاتو سره سره مولانا سالم قاسمي رحمه الله و مضمون لیکني، تألیف او تصنیف ته وخت ور کړی ؤ. په مختلفو عنواناتو یې مقالې تر قلم لاندي کړي. د کتابو لپاره یې تمهیدي مقدمات او بې شماره تقریظات لیکلي دي. ځيني کتابونه یې چاپ سوي دي چي عبارت دي له: 


۱.مبادی الترتبة الاسلامیة (عربي)
۲. تاجدار ارض حرم کا پیغام 
۳. مرد غازی 
۴. عظیم تاریخي خدمت


او داسي نور. 


د مولانا سالم قاسمي رحمه الله یو څو نور کتابونه هم سته خو هغه تر اوسه د طباعت د پاره منتظر پاته دي. 

 

بیعت: 
مولانا سالم قاسمي رحمه الله د حضرت مولانا شاه عبدالقادر رائپوري رحمه الله سره  بیعت کړی ؤ، خو اصلاح او تربیت یې د خپل پلار څخه ترلاسه کړ. او د هغه ځای ناستی سو. مولانا سالم صاحب رحمه الله ۱۰۰ خلفاء لري. 

 

وفات: 
دغه عظیمه هستي، د نانوتوي د علومو وارث، خطیب او شیخ په کال ۲۰۱۸/۴/۱۴ ددې پاتي نړۍ څخه مخه ښه وکړه او په ۱۵ نیټه په دارالعلوم وقف دیوبند کي خاور ته وسپارل سو.


رحمة الله علیه 

 

----------------------

اړوند لیکني:

د دارالعلوم دیوبند پیژندنه

د دیوبند علماء کرام

سرته