تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فکري جګړه: د صلیبي جګړو تاریخ (۷برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 2, 2018
  0

لیکنه: عبید الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

     لوېديځوالو د مسلمانانو په وړاندې خپله  فکري جګړه له پيل څخه بيا تر نن ورځې پورې په  مختلفو پړاونو کې په مختلفو ډولونو سره په لاره اچولې ده چې ددغو ډولونو له جملې څخه ددغې جګړې اداره کونکو د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره له وسله والې جګړې ، مستقيم يرغل، د خپلو مردودو دينونو خپرولو، د حقيقتونو د تحريف او داسې نورو لارو چارو څخه استفاده کړې ده چې دغه پړاونه او ډولونه په لاندې ډول دي:

 

٭- صليبي جګړې (١٠٩٧_١٢٩٨م ).
٭- 
ښکېلاک (د اسلامي هېوادونو د مستعمره کولو پړاو).
٭-
استشراق (ختيځ پېژندنه).
٭-
تنصير (تبشير)


چې ان شا‌ءالله هر يو به د بېل بېل مبحث په ترڅ کې ترڅېړنې لاندې ونيسو:

 

لمړى مبحث: صليبي جګړې او ښکېلاک ( د اسلامي ځمکونېونه)

 

د صليبي جګړو تعريف :_ صليبي جګړې هغه جګړې دي چې مذهبي نصاراوو او د غرب کشيشانو د ختيځ اسلام په وړاندې په لاره اچولې وې او د صليبي جګړو په نوم يې ځکه نومولې وې چې د لوېديځ والو (غربیانو) لپاره دغې جګړې ديني او مذهبي اړخ درلوده همدا لامل وه چې صليبي عسکرو به د جګړې پر مهال د صليب نښې (+) پر خپلوسينو باندې ځړولې .()


د صليبي جګړو تاريخ 
     

د لمړى ځل لپاره (دويم  سلفسټر) پاپ خلک دغې جګړې ته راولمڅول چې له نيکه مرغه ددغه پاپ دغه شومه هڅونه ناکامه شوه او نوموړى پاپ خپلې موخې ته ونه رسېده ،وروسته په ۱۰۷۵ ميلادي کال کې يو بل پاپ (خوريفورس ) د دويم ځل لپاره دغه مفکوره د خلکوپه مينځ کې راپيدا کړه او دغه شومه هڅونه يې بيا راژوندۍ کړه او د خپل دغه کار لپاره يې يوه شيبه هم ارام ونکړ چې ددغه پاپ دغه بلنه (جګړې ته هڅونه ) هم  تر شلو کالو پورې عملي نه شوه او وځنډېډه چې بلاخره په  ۱۰۹۷ ميلادي کال کې د همدې پاپانو او کشيشانو په هڅونه سره پيل شوه چې له دې سره سم صليبي غاصب او لوټماره ځواکونه د مسلمانانو ښارونو ته ننوتل او د وژنو، لوټماريو، فساد، چور او چپاول ، دربدرۍ ....تراژيدي يې پيل کړه .

 

   پدې جګړو کې صليبي عسکرو د مسلمانانو په وړاندې داسې جنايات ترسره کړل چې په حقيقي ډول يې له مسلمانانو سره خپله پخوانۍ او اوږده دښمني څرګنده کړه . کله چې صليبي عسکر په  ۱۰۹۹ د جولاى په ۱۵ مه د روژې د مياشتې په دريم تاريخ د بيت المقدس سپيڅلي ښار ته ننوتل نو له ننوتو سره يې سم ۷۰۰۰۰ بې ګناه مسلمانان په شهادت ورسول آن تردې چې د دوى اسونه به تر سينو پورې په وينو کې لمبېدل .کله يې چې د نطاکيه د ښار په لوري حرکت وکړ نو له (۱۰۰۰۰۰) څخه زيات بې ګناه مسلمانان يې په شهادت ورسول .چې پدې هکله يو مسيحي راهب (روبرټ ) په دغه جګړو کې د صليبيانو د ظلمونو په هکله وايي : زمونږ خلک به د مسلمانانو لارو او کوڅو ته ننوتل او د خپلو مرګونو غريزو د پوره کولو لپاره به يې د مسلمانانو پر کورونو بريدونه کول ماشومان ، ځوانان ،سپين ږيري او ښځې به يې ذبح کولې او ټوټه ټوټه به يې کولې او يو زيات شمېر خلک به يې د يوې رسۍ په واسطه په دارځړول !(۳-۷)

 

د صليبي جګړو موخې 


 په عمومي ډول د صليبي جګړو موخې په لاندې ډول وې :

 

٭- د نصرانيت (عیسایت) خپرول او عیسایت د اسلام ځايناستى کول او همدارنګه مسيحيت ته د مسلمانانو اړول .


٭- د اسلام د خپراوي مخنیوی کول ځکه په کفري هیوادو کي د هغوی عوام خلګ د عیسایانو د سخت ظلم سره مخ وه بالاخره د اسلام په نشرېدو او خبریدو سره خلګو اسلام ډير ژر قبلوی، پدې سره عیسایي نړۍ بیري واخیسته نو د غچ اخيستني او مخنیوي لپاره یې پر درستي عیسايي نړۍ ږغ وکړی چي د مسلمانانو مقابلې ته تیار سي او د مسلمانانو ددغو برياوو په پايله کې مسلمانانو د مديترانې د سمندرګي نوم د اسلامي سمندرګي په نوم اړولى وه او بل دا چې مسلمانانو د فرانسې تر سهيلي برخو پورې پرمختګ ګړى وو .


٭- له هغو مسلمانانو څخه غچ اخيستل چې نصرانيان (عيسويان ) يې له ختيځو ښا رونوڅخه شړلي وه .


٭- د اندلس استرداد يا بيا نيونه کوم چې مسلمانانو په ۹۲ هجري کال کې هغه سيمه په يوه پياوړي اسلامي دولت باندې بدله کړې وه .


٭- د مسلمانانو پر ښارونو باندې ولکه او د هغو ځايونو د طبعي سرچينو او ذخايرو څخه ګټه اخيستنه .


٭- د يهوديانو د پخوانيو هيلو لاسته راوړل کوم چې د دواړو دينونو (اسلام او نصرانيت) د له مينځه وړلوغوښتنه يې کول ترڅو د ژوند پر ټولو چارو يهوديان حاکم شي او د ټولې نړۍ مشري يواځې د يوه منسوخ سوي دين په ساحه کې راشي .

 

د دغو جګړو پاى ته رسېدل


    صليبيان په دغو جګړو کې سره له ډېرو ظلمونو، ربړونو، ډله ايزو وژنو او داسې نورو ظلمونو بيا هم ونه توانېدل چې د مسلمانانو په وړاندې بريا ترلاسه کړي چې بالاخره صليبيان له شرمونکې ماتې سره مخامخ شول دغه جګړه هغه مهال پاى ته ورسېده کله چې د صليبيانو مشر (د فرانسې پاچاه نهم لويس ) د مسلمانانولاس ته ورغى چې بيا وروسته له ډېرې مودې وروسته د يوه اوربند په ذريعه خوشې شو.()

 

     د يادولو وړ ده چې په هغه وخت کې د صليبيانو پرضد د مسلمانانو په جهادي ليکو کې ډېر پياوړي قوماندانانو او غازیانو شتون درلو چې د مسلمانانو لمړى پياوړى او زړه ور قوماندان (شهيد نورالدين محمود ترکي ) ؤ او له هغه څخه وروسته د هغه زوی د صليبيانو د سترګو اغزى، د اسلامي تاريخ تاج ، جنګيالى او اتل قوماندان (صلاح الدين ايوبي ) ؤ او همدارنګه نور پياوړي او متدين قوماندانان هم وه چې دغو ټولو قوماندانانو اسلامي امت د بريا په لور وخوځاوه او د ژوند په ټولو ډګرونو کې يې خپل ټينګښت ،ښايست اوثبات وښوده او وحشي صليبيانو ته يې غاښ ماتونکې او نه هېرېدونکې ماتې ورکړه.()

 

      صليبيانو د مسلمانانو په وړاندې له خپلې ماتې څخه ژور درس واخيست هغه دا چې دوى ته دا څرګنده  شوه چې اسلامي امت څومره کمرزورى هم وي دوى تل په خپله عقيده باندې کلک ولاړوي ، دا سلامي شريعت پابندوي ، په خپلو مينځونو کې وحدت لري او همدارنګه تل د خپل رب په کتاب او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم په سنتو باندې کلکې منګولې لګوي نو ځکه دوى بريالي هم وي .

 

     لمړنى هغه شخص چې دې حقيقت ته رسېدلى وه هغه د فرانسې پادشاه (نهم لويس ) وه چې له مسلمانانو سره يې په مصر کې زياته موده په زندان کې تېره کړې وه ، ده د زندان په ورځو او شپو کې له ځانه سره د يوې بلې داسې لارې فکر وکړ چې په هغه کې مخامخ جګړه (د تورې جګړه) اصلاً مطرح نه وي. نوموړی له فکرڅخه وروسته دې پايلې ته ورسېده چې د نظامي لارې څخه له مسلمانانوسره شونې نه ده نو بايد د هغوى د عقيدې ، فکراو تقاليدو په وړاندې مبارزه وشي .()

 

    نو کله چې د مسلمانانو له زندان څخه خوشې شو فرانسې ته له رسېدو سره سم يې خپلو خلکو ته وويل : که چېرې تاسې د مسلمانانو د شکست او د هغوى د دين د نړېدو غوښتونکى ياست نو له هغوى سره په معمولي او اوسپنيزې وسلې سره مه جنګېږئ ځکه د جګړې په ډګر کې مو د هغوى په وړاندې ماتې خوړلې ده .تاسې بايد له هغوى سره د عقيدې په برخه کې وجنګيږئ کوم چې د هغوى تر ټولو لوی او پياوړى تم ځاى او پناه ګاه ده.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته