تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت عمر رضی الله عنه اخري لمونځ!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 27, 2018
  0

ژباړه: نصرت الله محمود (له یو څه زیادت او سمونې سره) / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

بسم الله الرحمن الرحیم


ځای: نبوي مسجد

وخت: درویشتم کال د هجرت


سهار د وخته امیر المؤمنین عمر بن الخطاب –رضی الله عنه له کوره راووت او د مسجد نبوي پر لور روان شو،
مسجد ته په رسیدو سره یې د سهار لمانځه لپاره صفونه برابر کړل...، د لمانځه لپاره اقامت وویلی شو...، امیر المؤمنین عمر بن الخطاب رضی الله عنه مخکې شو تکبیر یې وویلې او لمونځ شروع شو...


په همدې وخت کې مجرم ابو لوء لوء ور وړاندې شو او په امیر المؤمنین عمر بن الخطاب رضی الله عنه باندې یې د چاقو څو مسلسل ګذارونه وکړل.


د عمر بن الخطاب رضی الله عنه شاته چې کوم صحابه په صف کې ولاړ وو، حیران دریان شول، عمر –رضی الله عنه د شا په لور د دوی په طرف ور ړنګ شو دوی تکیه ورکړه...


کوم صحابه چې په وروستیو صفونو کې وو نه پوهیدل چې څه قصه ده، د تلاوت غږ ورک شو، د هغوی غږونه پورته شول: سبحان الله، سبحان الله...، خو څوک ځواب ورکونکی نه وو.


عمر بن الخطاب رضی الله عنه د عبدالرحمن بن عوف لاس ونیو او لمانځه ته یې مخکې کړ ترڅو خلکو ته لمونځ ورکړي.
عمر –رضی الله عنه کور ته راوړل شو او بې هوشي پرې راغله تردې چې سهار روښانه شو، صحابه رضوان الله علیهم یې سر ته راټول شول، کوشش یې کاوه چې را په هوش یې کړي...


یو چا وویل: که چیرته ژوندی وي نو په هیڅ شي داسې نه را بیداریږي لکه په لمانځه سره، نو صحابه یې سر ته ورنږدې شوو او غږ یې پرې وکړ: «لمونځ اې امیر المؤمنینه لمونځ» په دې غږ سره رابیداره شو او ویې ویل: «اوه لمونځ» بیا یې ابن عباس رضی الله عنه ته وویل ایا خلکو لمونځ وکړ هغه ورته وویل چې هو، عمر رضی الله عنه وویل: «چا چې لمونځ پریښود د هغه په اسلام کې هیڅ برخه نشته».


بیا یې اوبه را وغوښتې اودس یې وکړ او په داسې حال کې یې لمونځ اداء کړ چې له زخمونو څخه یې ویني روانې وې.
دا د سلفو حال وو د لمانځه سره، په ډیرو بدو حالاتو کې بلکې د زنکدن په حال کې چې د مرګ او ژوند سره به لاس او ګریوان وو تر ټولو مهم شی به ورته لمونځ وو، او ولې به نه وو! چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اخري وصیت همدا وو «
الصلاة الصلاة»...، 


نو اوس هر یو لږ سوچ وکړئ او خپل ګریوان ته سر ټيټ کړئ چې ایا لمونځ مونږ ته هم همدومره اهمیت او اولویت لري او همداسې مو یې حق اداکړی که څنګه..؟!

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته