تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دولس هغه ورځني عادتونه چې انرژي مو وژني
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 26, 2018
  0

ژباړه: حضرت عثمان نوري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


که تاسې د ډېر کار لېواله یاست او په ساعتونو ساعتونو کار په دوام سره کولای شئ، نو ښکاره خبره ده چې انرژي به لرئ. زیات خلک شته چې په کاري چاپيریال کې بیا له پرلپسې دوه یا درې ساعته کار وروسته لنډه دمه اخلي، لامل یې دا دی چې دوی په کمه اندازه انرژي لري او استراحت ته اړتیا لري. 


موږ تاسې ته دلته ۱۲ هغه بد عادتونه روښانه کوو چې ستاسو انرژي وژني، نو لطفاً له دې بدو عادتونو ځان وساتئ، څو مو انرژي ثابته پاتې شي:


۱- هر څه شخصي بلل او د خپلولو هڅه یې کول.
۲- تېر وخت ته ترجېح ورکول او بیا د ناهیلۍ اسویلۍ کول.
۳- همېشه (ډېر وخت) خواله رسنۍ (فسبوک) کارول.
۴- د فشار لاندې راتلل.
۵- ډېر خوب کول.
۶- ډېر فلمونه، سیریالونه او ډرامې کتل.
۷- خوراک نه کول (یعنې په ورځ کې د سهار له مخې یوازې شین چای څښل، دغه راز په غرمه مهال  او یا ماښام کې کې هېڅ ډوډۍ نه خوړل.)
۸- هر وخت شکایت کول.
۹- منفي فکر کول.
۱۰- بې اساسه نظریو او مفکوریو ته غوږ نیول او تایئدول یې.
۱۱- د وخت سره مثبت بدلون نه کول.
۱۲- او نور (ملګري) نه خوشحاله کول او له هغویو سره ښه سلوک نه کول.


نوټ: په مهربانۍ سره له پورته بدو عادتونو څخه ځان وساتئ، څو وکولای شئ خپله انرژي قائمه او محکمه وساتئ؛ ځکه بریاوې ترلاسه کول په انرژۍ کیږي او چې انرژي ونه لرئ، نو پرمختګ مو ناشونی بلل کیږي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته