تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نورو انبياؤ د معجزو سره د نبي م ﷺ د معجزو فوقيت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 2, 2018
  0

د نورو انبياوو علیهم السلام د معجزو سره د نبي کريم ﷺ د معجزو تماثل او فوقيت

 

ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

زموږ د نبي کريم صلی الله علیه وسلم معجزې په څو وجوهاتو د نورو انبياوو علیهم السلام تر معجزو واضح او لوړي دي:

 

۱: د ډيروالي له مخي
هيڅ نبي ته داسي معجزه نه ده ورکول سوې چي د هغه مثل يا تر هغه ستره معجزه دي زموږ نبي ﷺ ته نه وي ورکول سوې.

 

اول خو خپله قرانکريم سرترپايه معجزه ده، هغه لږ اندازه معجز کلام يې سورت الکوثر دی يا ددې په اندازه ايت. دا چي په قران کي تر ۷۷۰۰۰ زيات کلمات دي او په سورة الکوثر کي لس کلمات راغلي دي نو همدغه شمېر چي پر لسو تقسيم سي نو د قرانکريم معجزې څه بالا ۷۷۰۰ معجزې کيږي.

 

د قرانکريم اعجاز په دوه ډوله دی:
- بلاغت: يعني الفاظ یې د حال او مقتضي مطابق دي.
- نظم: يعني داسي اسلوب او نسق يې راوړی دی چي بل هيڅ کلام، نه په نظم، نه په سجع او نه په نثر کي ورسره مشابه دی، د کلماتو او جملو تناسب، هري کلمې ته خپل حق ورکول، په داسي ځاي کي کلمه راوړل چي بېله دې څخه بله کلمه مناسبه نه وي... ددې حقيقت هغه چا ته معلوميږي چي د بلاغت خوند يې څکلی او په تامل او د ايمان په نور يې محسوس کړی وي.

 

نو په دې وجه په هره قراني کلمه کي دوې معجزې (د نظم او بلاغت) اضافه سوې. پر دې سربېره په قرانکريم کي د غيبو علوم پراته دي... چي دلته  يو ځل بيا اعجاز څو چنده سو. ددې ترڅنګ نبوي احاديث هم د اعجاز څخه ډک کلام دی.(۱)

 

امام بيهقي رحمة الله علیه فرمايي چي د رسول اکرم ﷺ معجزې زرو ته رسيږي، امام نووي رحمة الله علیه فرمايي چي يو زرو دوه سوه ته رسيږي او بعضي علماوو درې زره یادوي. پر دې معجزو باندي ډير ضخيم کتابونه ليکل سوي دي لکه د امام بيهقي رحمة الله علیه دلائل النبوة او داسي نور.

 

حق خبره دا ده چي د نبي کريم ﷺ معجزې تر شمار وتلي دي ځکه د نبي اکرم ﷺ هر قول، فعل او حال پر ډيرو عجيبو مصالحو، اسرارو او حکمتونو مشتمل دی چي خارق العادت او معجزې بلل کيږي. (۲)

 

۲: د سند د اتصال له مخي
عيسايي علماوو د عهدِ قديم (اوسني تورات) معجزې ۶۷ بللي دي او د حضرت عيسي علیه السلام معجزې یې د ولادت څخه شروع بيا اسمان ته تر تګ پوري ۲۷ شمېرلي دي ليکن ددغو واقعاتو د ليکوالانو سره ددغو معجزو نه کوم سند سته او نه د هغو د روايت کوونکو او رانقلوونکو د عدالت، ثقاهت او اعتماد کوم دليل سته. خو د افضل الانبياء ﷺ د معجزو حالت ددې خلاف داسي دی چي یو خو يې شمېر زرګونو ته رسیږي بل دا چي په متصلو سندونو سره روايت سوي دي، سلګونه پکښي مشهور او متواتر روايات دي چي په عين حال کي دا معجزې د جلالت، حيرانتيا او بې ساريتوب په وجه د نورو انبياوو علیهم السلام تر معجزو لوړي دي.(۳)


۳: د معجزو واضح والی
د مخکنيو رسولانو معجزې د هغې زمانې خلګو ته د اهميت په اندازه وې او د هم هغه پېړۍ مشهور فن يې مات کړی وو. لکه د حضرت موسی علیه السلام په زمانه کي سحر پوهنه ډيره رايج وو، حضرت موسی علیه السلام ته داسي معجزه ورکول سوه چي د دوی دا فن يې ورمات کړی او سحر يې ور باطل کړی. يا لکه د عيسی علیه السلام په زمانه کي چي طب ډير غالب وو نو داسي معجزه ورکول سوه چي دوی يې قدرت نه لری لکه د مړو ژوندي کول.... دغه ډول د نورو انبياوو علیهم السلام معجزې هم...

 

خو نبي کريم ﷺ ته داسي معجزه ورکول سوه چي د عربو څلور هغه فنون چي دوی پکښي ماهر وه هغه يې مات کړل لکه: بلاغت، شعر، خبر، کهانت. قرانکريم چي نازل سو دغه څلور يې د فصحات، اختصار او بلاغت په داسي طريقه مات کړل چي د دوی د سبک او طريقې څخه ډير اعلی او بهر وو، عربو د قرانکريم د وزن په اسلوب علم نه درلود او قرانکريم د ماضي د واقعاتو، د روانو حالتو او راتلونکو پيښو وړاندوينو، حوادثو، اسرارو او د ما في الضمير د رازونو پرده پورته کول چي وروسته به دوی خپله منل ، په دې ډول قرانکريم د هغه کهانت بيخ او بنياد وکښی چي يو ځل به يې تصديق کېدی او لس ځله به يې تکذيب.

 

۴: د همېشه والي له مخي
د مخکنيو انبياوو علیهم السلام معجزې د هغو په وفات يا تګ سره ولاړې خو زموږ د نبي کریم علیه السلام معجزې ابدي دي، قطع کیدونکي نه دي بلکي قراني ايتونه او نبوي احادیث ورځ تر بلي نور اعجاز ښکاره کوي.(۴)

 

ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت دلائل

--------------------
۱: الشفاء بتعریف حقوق المصطفی: للقاضي عیاض ابي الفضل بن عیاض الیحصبي، ص ۵۲۳-۵۲۵، تحقیق: علي محمد البجاوي، ناشر: دارلکتب العربي، بیروت
۲: الکلام المبین في آیات رحمة للعالمین: ص۴۴
۳: مخکنی مصدر: ص۴۴
۴: الشفاء بتعریف حقوق المصطفی: ص ۵۲۳-۵۲۸

 

 

ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت دلائل

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته