تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له علم څخه د مسلمان لاسته راوړني
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 14, 2018
  0

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم امابعد : 

 

مسلمان له علم څخه لاندينۍ خبري لاسته راوړي : 

 

۱ : په علم سره د الله تعالی احکام معلوموي . 


۲ : د نبي عليه السلام د مبارک سيرت په مطالعې سره د پېغمبر عليه السلام د اطاعت حق اداء کولو ته چمتو کېږي .

 
۳ : په اسلامي ټولنه کي د ژوند کولو په حال کي د نورو مسلمانانو حقوق او خپلي ذمه واري معلومولی شي . 


۴ : د علم په حاصلولو سره د حق او باطل، د کره او کوټه تر منځ بېلتون کولی شي . 


۵ : د ژوند په ښو کارونو سره د آخرت کاميابي تر لاسه کولی شي .


۶ : د خپل ځان لپاره د راحت او آرام سامان چمتو کوي . 


ځکه علم داسي څه دی چي په يوازيوالي کي مجلسي، په بېگانه چاپيريال کي ملگری، په خوشحالۍ او تنگلاسۍ کي رهنما او لارښود او د دُښمنانو په وړاندي وسله ده . 


۷ : د حلال او حرام تر منځ فرق په علم سره راځي . 


۸ : علم د عمل رهنما او لارښود دی او عمل يې تابع دی .


۹ : د علم له امله انسان فضيلت تر لاسه کوي ځکه د دې علم له امله الله پاک انسان ته په نورو مخلوقاتو فضيلت ور کړی او د دې علم په اساس يې حضرت آدم عليه السلام د الله پاک له لوري په زمکه کي د خلافت لپاره غوره شو او ملائکو ته امر و شو چي حضرت آدم عليه السلام ته سجده وکړئ ! 


ملائکي له نور څخه پيدا شوی مخلوق دی، د الله پاک هيڅ ډول نافرماني نه کوي، شپه او ورځ د الله جل جلاله په عبادت کي مشغول دي، خو په دې چي آدم عليه السلام د علم څښتن وو، الله پاک خپل دغه پاک او نوراني مخلوق ته امر وکړ چي حضرت آدم عليه السلام ته سجده وکړي !!  

 

د علم د ارزښت بله بېلگه دا ده چي حضرت يوسف عليه السلام ته الله پاک د ښائست صفت ور کړی وو، خو پايله يې دا شوه چي له امله يې زندان ته لاړ او کلونه يې په زندان کي پرته د کوم جُرم له تر سره کولو تېر کړل . 


خو د خوبونو د تعبير د علم له امله نه يوازي دا چي  له زندان څخه را ووت بلکي تر پاچاهۍ پوري ورسېدی !!

 

۱۰ : د علم له امله انسان لوړو درجو ته رسېږي .
اسلام تل په علم هڅونه کړې ده او د علم خاوند ئې له نورو مُمتاز او درجه ئې تر نورو لوړه ښودلې ده . 
الله تعالی فرمايلي دي :
يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آَمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ (المجادلة : ۱۱)
ژباړه : الله تعالی په تاسو کي هغه کسان چي ايمان يې راوړی پورته کوي او کومو کسانو ته چي علم ور کړ شوی ( په خصوصي توگه به يې پورته کړي لوړو ) درجو ته ، او تاسو چي څه کوئ، الله پرې ښه خبر دی !!

 

دا فضيلت او مرتبه ولي الله پاک ور کړې ده ؟ دا ځکه چي له علماء کرامو څخه خلگ گټه تر لاسه کوي، لار ورکي خلگ د دوی  په ذريعه د هدف  لوری معلومولی شي .

 

داسي نوري لاسته راوړني هم لرلی شي، خو له دغو څخه هم د علم اهميت څرگندېږي او دا چي د علم طلب بايد هر مسلمان وکړي .  

 

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين 

 

ليکوال : مولوي عصمت الله عزام 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته