تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له ښوونځي ور هاخوا دغه ۷ عادتونه حتماً خپل کړئ
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  July 15, 2018
  0


ژباړه: حضرت عثمان نوري/ تعلیم السلام ویب پاڼه


که تاسې له منځنېو زده کړو (له دولسم ټولګي) فارغان شوي یاست، نو هڅه وکړئ چې په دې زده کړو بسنه ونه کړئ او ددې کوښښ وکړئ، چې څنګه د کتاب او چیپټر ور هاخوا په نورو ګڼو موضوعاتو پوهاوی ترلاسه کړو او څنګه ټولیزو ستونزو ته د حل لاره پېدا کړو؟


د همدې لپاره تاسې اړ یاست؛ چې د ښوونځي ور هاخوا دغه ۷ عادتونه حتماً خپل کړي، موږ یې دلته تاسې ته ښه روښانه کوو، تاسې هڅه وکړئ چې خپل یې کړئ.


۱: خپلې زده کړې مه دروئ او دا عادت خپل کړئ چې څنګه د ښوونځي ور هاخوا له ګڼو ښوونیزو او مالوماتي ویپاڼو تر څنګ د بېلابېلو مجلو، اونیزو، ورځپاڼو او جریدو کې بېلابېل اړین موضوعات بیا بیا ولولو؟ څو خپله مطالعه پراخه کړو.


۲: ددې لپاره زده کړه مه کوئ چې ایوارډ (انعام/جایزه) ترلاسه کړئ، بلکې دا عادت خپل کړئ چې څنګه خپل ډېر تمرکز به نوښت وکړئ او څنګه داسې نوي موضوعات زده، تحلیل او بیا بیا یې ښوونه وکړئ، چې تر نورو ډېر ارزښت او لومړیتوب لري.


۳: د بریالیتوب لپاره یوه لاره نه وي ټاکل شوې، بلکې له هرې زاویې ورته فکر کیدای شي؛ نو تاسې دا عادت خپل کړئ؛ چې څنګه اصلي ستونزه پېدا کړئ، څو خپلې موخې را ونیسئ.


۴: خلک او کتاب ستاسو ستونزې ته د حل لاره نه شي پيدا کولای، بلکې یوازې ستاسو فکر او نظر کولای شي چې ستونزې ته مو د حل لاره پېدا کړي؛ نو دا عادت خپل کړئ چې څنګه خپل فکر ښه وساتئ او له احساساتي پریکړو ځان وژغورئ.

 


۵: خپلې لنډ مهالې او اوږدمهالې رخصتۍ په عبثیاتو مه تېروئ، که چېرې دا کار وکړئ نو بیا خپلې موخې نه شئ ترلاسه کولای؛ نو دا عادت خپل کړئ چې په رخصتیانو کې ځان بوخت وساتئ.


۶: خپلې زده کړې یوازې په مسلک پورې مه محدودوئ، بلکې دا عادت خپل کړئ چې څنګه له مسلک ور هاخوا ګن شمېر کتابونه، چپټرونه، ویپاڼې، مجلې او جریدې ولولئ.


۷: او ډېره تکیه پر خپل ځان وکړئ، د نورو د اوږو بار مه جوړېږئ او په دې زیات تمرکز وکړئ چې څنګه خپل ځان ته ارزښت ورکړئ؟ باور د بریا یو شرط دی، که پر ځان باوري یاست، نو د بریا واټن هم ژر را کمولای شئ.
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته