تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ابوبکر صدیق ؓ څلور نسله صحابه دي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 4, 2018
  0

دا د عجائبو څخه ده ابو قحافه رضی الله عنه صحابي دى، زوى يې ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه صحابي دى او د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه زامن او لوڼي د رسول الله ﷺ اصحاب دي، حتّْی د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه لمسيان د رسول الله ﷺ اصحاب دي، چي مشهوره لمسى يې عبدالله بن زبير رضی الله عنه دى، څلور نسله ټول د رسول الله ﷺ اصحاب دي او بېله ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه څخه بل داسي څوک نسته چي څلور نسله دي يې اصحاب وي، دا چي د يو چا څلور نسله د رسول الله ﷺ اصحاب وي دا ابدي شرف او عزت دى چي يواځي د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه په نصيب سوى دى.


ماخذ: د سرور کائنات ﷺ ژوند

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته